زما په پوهه کی د ناپوهۍ فلسفه
Shafiqa Taraki / 6 months agoنه پوهیږمه، چي په څه پوهیږمه؟ که په څه پوهیږمه نو څنګه پوهیږمه، ولي پوهیږمه؟! چا پوهه کړم، څه وخت پوهه شوم، په څه پوهه شوم، ولی پوهه شوم، څومره پوهه شوم، او څنګه پوهه شوم؟! دا چي څنګه ناپوهه یم، په څه ناپوهه یم، څومره ناپوهه یم او ولي ناپوهه یم، هم نه پوهیږم؟ یوازي په دي پوهیږمه چي نه پوهیږم. په دي باندي زما د پوهیدلو سره، سره دا چي زه پوهی...