To start downloading books

Please sign in or create an account.

Ketabton 4 years ago 1,715
د مڼې سرکې هغه لس حیرانونکې ګټې چې تاسو ترې ناخبره یاست

د مڼې سرکې هغه لس حیرانونکې ګټې چې تاسو ترې ناخبره یاست

د مڼې سرکه په ځانګړي ډول د روغتیایي موخو لپاره خورا ګټوره ده، د ایټکې مخنیوي سربېره د ټوخي او زکام له منځه وړلو کې خورا مرسته کوي.
دلته د مڼې سرکې هغه ګټې وړاندې کوو چې ډېر کم خلک یې په اړه خبر دي:

۱. ایټکې له منځه وړي
ایټکې یوه داسې ناروغي ده چې د انسان زړه او سینې ته زیان رسوي، کله نا کله په طبیعي ډول د زیات مرچک او یا زیاتې خوږې خوړلو سره هم د یوې شیبې لپاره رامنځته کیږي، د مڼې سرکې تروش خوند د ایټکې له منځه وړلو کې مرسته کوي، په اصل کې دغه سرکه د اعصابو هغه حجرې بندوي له کومه چې ایټکې رامنځته کیږي.


۲. د ستوني درد ښه کوي
که له ستوني درد څخه په تکلیف یاست نو د مڼې سرکه مو دغه ستونزه له منځه وړي، په سرکه کې موجود تیزابي ځانګړتیاوو په وړاندې مکروب نه شي پاتې کیدلی، د دې لپاره د ګیلاس څلورمه برخه سرکه او څلورمه برخه اوبه واچوئ او هر یو ساعت وروسته یې غرغړه کړئ.


۳. کولیسترول کموي
د یوې څيړنې له مخې ویل شوي چې په سرکه کې د ایسټک ایسډ ماده بدن کې کولیسترول له منځه وړي، همدا ډول د یوې بلې څیړنې له مخې د ورځې په اوږدو کې لږه اندازه سرکه استعمالول بدن کې د کولیسترول کچه ټيټوي.


۴. خارخښت له منځه وړي
د مڼې سرکه د هغو کسانو لپاره چې بدن یې خارخښت کوي ګټوره ده، د سرکې څو قطرې په مالوچ واچوئ او بیا یې په هغه ځایونو چې خارخښت کوي ووهئ، په سرکه کې شته تیزابي ماده خارخښت له منځه وړي.


۵. د معدې تیزابیت ختموي
که تاسې په معده یا سینه کې سوی محسوسوئ، نو ددې له منځه وړلو لپاره د اوبو ګیلاس کې دوه کاشوغې مڼې سرکه واچوئ او د خوراک پر وخت یې وڅښئ، د معدې سوی به مو له منځه ولاړ شي.

۶. د هاضمې سیستم ښه کوي
د مڼې سرکه په خوړو میده کولو کې مرسته کوي، څه اندازه سرکه اوبو کې ګډه کړئ او له خوراک وروسته یې وڅښئ، په دې سره مو د هاضمې سیستم ښه کیږي او قبضیت له منځه ځي.

۷. زکام ښه کوي
د زکام پر وخت د سرکې استعمال وازمویئ، په یو ګیلاس کې یوه کاشوغه سرکه ګډه کړئ او بیا یې وڅښئ، په دې سره مو زکام ښه کیږي، سرکه کې شته پوټاشیئم بنده پوزه پرانیزي، او په دې کې شته ایسټک ایسډ ماده د مکروب کچه ټيټوي، چې په مرسته یې زکام له منځه ځي.

۸. وزن کموي
د مڼې سرکه د نورو ګټو سربېره د وزن کموالي کې خورا مرسته کوي، د دې لامل دا دی چې په سرکه کې د ایسټک ایسډ ماده د خوراک تمه کموي او میټابولزم چټکوي، چې ورسره د هاضمې سیستم هم چټکیږي او په پایله کې په وینه کې کالوریز لوړه کچه پاتې کیږي.


۹. د ویښتانو پخه له منځه وړي
په سرکه کې موجود تیزابیت د پخې له منځه تلو لامل کیږي، د ګیلاس څلورمه برخه سرکه په همدومره اوبو کې ګډه کړئ، او د سپری بوتل کې یې واچوئ، او بیا یې په سر وشیندئ، له دې وروسته سر په جان پاک پټ کړئ، تر ۱۵ دقیقو یې پریږدئ او بیا یې پریمنځئ، د ښې پایلې لپاره په اوونۍ دغه کار دوه ځل تکرار کړئ.


۱۰. بدبویه تنفس له منځه وړي
که چیرې مو د خولې بدبویي په یوه لاره هم له منځه نه ځي، نو د مڼې سرکې استعمال وکړئ، ددې لپاره یوه کاشوغه سرکه یو ګیلاس اوبو کې ګډه کړئ او بیا پرې غرغړه وکړئ، دغه کار په اوونۍ کې څو څو واره تکرار کړئ، په دې سره مو د بد بویئ پیدا کولو باکتریاوې له منځه ځي.


سربېره پر دې د غاښونو پاکولو، د وینې فشار کچه نورمال ساتلو او یو شمېر نورو ناروغیو مخنیوي لپاره د مڼې سرکه په زړه پورې ګټې لري.

Related Articles

Seikh Zair Muhammad Utmankhel

نيکه شيخ ظیر محمد. هغه د جندول د عمرا خان نږدې ملګری و (د برتانوي هند په شمال - لویدیځ سرحد کې پښتون مشر ، چې د شيخ زیر محمد سره د 1895 کال د چترال د عملیاتو مشري په غاړه درلوده). شیخ ظیر محمد د عمراخان نږدې ملګری و او د قلعه د تحصیلدار په توګه وټاکل شو. هغه په ​​1895 کې د شریف خان نواب 150 بریدګرو ته ماتې ورکړه کله چې هغه د خپلې کابینې او عسکرو لخ...

دَ پړانګ غار غزا او دَ اُتمانخېل ننګيالى

دَ پړانګ غار غزا او دَ اُتمانخېل ننګيالى هر کله چه دَ فرنګېانو فوج په تنګې باندے کېمپ او لګاوه..نو اُتمانخېلو په مشهور مرکزی کلی پړانګ غار ئے دَ حملے کولو اراده اوکړه .. داکلے دَ غاړے دَ اُتمانخېلو په قبلئيزه حصه کښے په داسے برېد دے ېعنے دَ اتمانخېلو دَ غرونو په جنوبی لمنو کښے دَ هشنغر علاقے ته سېلمه او دَ اوتمانخېلو دَ امبار اُتمانخېل او دَ پنډېا...

قوانین داسی جوړیږی/ عمر رض

#قــــوانين_داســې_جــــــوړیږی!#حضرت #عمر #فاروق رض  د تاريخي رواياتو پر بنسټ, چې عمر بن خطاب رضي الله عنه په تُندخويۍ او جديت مشهور و, هغه به په مدينه منوره کې د غریبو لپاره دسترخوان هوراوۂ. يوه ورځ يې يو سړی ولیده چې په چپ لاس خواړه خوري، پرې غږ يې کړ, چې په ښي لاس خوراک وکړه!سړي ځواب ورکړ: هغه مصروف دی!عمر دوه ځله خپله غوښتنه تکرار کړه او سړي...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...