To start downloading books

Please sign in or create an account.

Hasibullah Ashna 2 years ago 1,671
د لېوه نادِره خویونه دلته ولولۍ

د لېوه نادِره خویونه دلته ولولۍ

د لېوه نادِره خویونه دلته ولولۍ

ددې څیرونکي ژوي نوم لېوه / شرمښ او ګرګ دی

دليوه ښځینه طبقه چې کله دژوند ملګری پيدا کړي ټول ژوند ورسره ملګرې وي او د بل ليوه سره هيڅ ډول اړیکه نه ساتي ، همدارنګه نر ليوه هم دبلي ښځې سره جنسي اړيکي نه ساتي ، له دې امله چه اولاد يې سره ونه پاشل سي او ترمنځ يې بې اتفاقي رانشي

ليوه ترانسان پر اولاد زيات حارث دی

همدارنګه ليوه خپل مور او پلار يواځې هیڅکله نه پريږدي، کله چې يي مور او پلار زاړه سي او د ښکا کولو څخه عاجزه سي نو بيا دوی د هغوﺉ دنفقې ذمه پرغاړه اخلي ، ځوان ليوه ښکار کوي اوبيا يې خپل غار ته راوړي ترڅو زاړه مور او پلار اوکوچني بچیانو سره يوځای يې وخوري

بل داچې ليوه یواځنی حيوان دی چه دشیطانانو او پيرانو دوژلو توان لري ، ځکه عرب ليوه ته د بادشاهانو نسل وايي

هيڅکله دمړه يامردار سوي حيوان غوښه نه خوري  دحيواناتو دباچا خويونه پکښې دي

ليوه دخپلو قريبانو ،لکه ،مور، خور اونورو سره هیڅ وخت جنسي تعلق نه ساتي ، داسې نه دي لکه نور حيوانات

ليوه او ښځه يې هروخت خپل اولادونه پيژني چې نور حيوانات داسې نه دي

کله چې په دغه جوړه کې يو مړسي هغه بل تردرې میاشتو پوري، اوکله تريوه کاله، او کله ټول عمر بل واده نکوي.

ليوه په نيک زوی سره شهرت لري ، کله چې يې مور او پلار زاړه سي نو بيا يې ټول کار دوﺉ کوي او د هغوﺉ

ټول مسئوليتونه پر غاړه اخلي

ليوه ځینې داسې لوړ خويونه لري چې په ډيرو انسانو کې نسته لکه : شجاعت ، د ملګرو سره وفاداري ، د ښځې سره وفا، پاک لمني ، دنورو ښځو سره نه تعلق، مردارو شيانو نه ځان ساتل، دځان عزت او د مور او پلار سره نيکي کول .

Related Articles

له مور او پلار سره د تعامل 35 اداب

له مور او پلار سره د تعامل 35 اداب(1) د هغوۍ په حضور کي موبایل بې ضرورته نه استعمالول(2) د هغوۍ خبرو اوریدلو ته خاموش اوسیدل(3) د هغوۍ نظر پوره اوریدل او منل(4) د هغوۍ د خبرو موافق عمل کول(5) په مجلس کي هغوۍ ته په عاجزۍ سره کتل(6) همیشه د هغوۍ ستاینه کول(7) د خوشالۍ خبري ورسره شریکول(8) هغوۍ له منفي خبرو څخه نه خبرول(9) د هغوۍ دوستان او عزیزان ستای...

د ماشومانو سالمه روزنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی ماشومان زموږ او ستاسو د ټولنې یوه مهمه برخه جوړوي. د نن ماشومان د سبا لویان دي؛ یعنې که نن دوی سم وروزل شول، نو پرته له شکه چې راتلونکي نسلونه به مو آرام او سوکاله ژوند ولري. خو له بده مرغه اکثره کورنۍ پر دې نه پوهېږي، چې د ماشومانو په سمه روزنه کې کومو ټکو ته باید پام وشي. په دې لیکنه کې به پر دې موضوع مفصلې خبرې وشي. اړین ټک...

د نامنظم میاشتني عادت لاملونه څه دي؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی په مېرمنو کې د تناسلي الې له لارې د وینې راتګ ته میاشتنی عادت ویل کېږي. دا چاره هره میاشت د څلورو، پنځو ورځو او آن په ځینو مېرمنو کې د یوې اونۍ لپاره ترسره کېږي. منظم میاشتنی عادت د مېرمنو د روغتيا په معنا ده. مېرمنې باید ددې چارې نظم ته ځانګړې پاملرنه وکړي. ځکه چې که دا چاره نامنظمه شوه، په دې معنا ده، چې بدن له ځينو ستونزو سر...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...