• بخښنه غوښتل د کمزورۍ په معنا نه ده.
• نورو ته داسې خبرې مه کوئ، چې پوهېږئ اورېدل یې هغه ځوروي.
• قیمتي/ښکلی لباس د غوره والي نښه مه بولئ.
• هر څوک تر هر څه وړاندې انسان دی. همدا ځانګړنه یې احترام پر موږ لازموي. باید هېڅ ډول ضرر ور و نه رسوو.
• زمونږه ازادي باید د نورو د ازادۍ مخه و نه نیسي.
• ملګرو ته د سپکو الفاظو کارولو ته د مینې نوم مه ورکوئ.
• د هر کتاب لوستل یوه تجربه ده. خپله تجربه له نورو سره شریکوئ.
• په هر کار کې د وجدان اشارې وڅارئ.
• باید د نسلونو تفاوت وزغمو.
• داسې پوښتنې مه کوئ، چې مقابل لوری درواغ ویلو ته اړ کړئ.
• د چا شخصي حریم ته باید داخل نه شو.
ښه ده چې پر دې خبرو پوه اوسو!
958
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2022-07-19 05:35:49
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2 years ago