#کوم انجنيران چه په GISبرخه کي کار کوي دواټر شيډ باره کې مهم معلومات.
د واټـرشیډ یا ابریزه  مـدیـریـت Watershed Managemen

د واټرشیډ پیژندګلوي
په لنډ ډول ویلي شو چې واټرشیډ یو هایدرولوجیکي واحد دی.  یا واټرشیډ هغه ابریزه ساحه یا ځمکه چې د اورښت څخه ورسته یې سطحې اوبه  په  طبعي ډول په یوه مرکزي نقطې یا ویالې یا کانال ته راجمع شي، دغه اورښت باران، د واورې ویلي کیدنه او نور اورښتونه کیدای شي. عموماً دغه ساختمانونه په تپه زاره سیمو کې عملي کیږي. او همداشان په هغه سیمو کې چې هلته د تګ امکان کم وي بیا دهغه سیمې د معلوماتو د راټولو لپاره د جعرافیې پروګرام  (GIS-Geographic information System)   څخه استفاده کیږي.

د واټرشیډ یا ابریزه اړونده اصطلاح ګانې:
د واټرشیډ یا ابریزه اړونده اصطلاح ګانې په لاندې ډول دي.
Watershed--Drainage Area-- Catchment Area--River Basin--Drainage Basin

پورته اصطلاح ګانې هر یو مفهوم یو شي دي خو نظر اندازو ته بیا فرق کوي.
واټرشیډ ډولونه: مایکرو واټرشیډ (Micro-Watershed)، 
متواسط واټرشیډ (Sub-Watershed)،
واټرشیډ (Watershed)، 
متوسط لوی واټرشیډ (Sub-Basin) او لوي واټرشیډ (Basin).
پورته هره نوعه په خپل وار سره بیله بیلې اندازې لري.
مایکرو واټرشیډ: دغه ډول واټرشیډ ته ابتدایې واټرشیډ هم وایې چې اندازه یې د (0.05-0.50 Km)  پورې وي.
متواسط واټرشیډ: دغه واټرشیډ د دوه یا دوه څخه د زیاتو مایکرو واټرشیډونو یوځای کیدو ته وایې چې اندازه یې د (1-10 Km) پورې وي.
واټرشیډ یا ابریزه: دغه واټرشیډ بیا د دوه یا څو متوسطو واټر شیډونه یو ځای کیدو ته وایې چې اندازه یې (10-100 Km)  پورې وي.

نوټ: دواټرشیډ یا ابریزه څخه د لویو ذخیرې هم شتون لري چې ورته (Sub-Basin) او (Basin) وایې چې اندازه یې په ترتیب سره (Sub-Basin: 100-1000 Km) او (Basin: 1000-10000 Km) پورې ده.
او هم پورته نوع نظر هرې سیمې ته فرق کوي.

د واټر شیډ اهمیت:
واټرشیډ نه یواځې د یوې موخې لپاره بلکې د بیلابېلو موخو لپاره راغول کیږي.
نظر چاپیریال ساتنې ته یو پاک او پایداره واټرشیډ کولاې شي چې له موږ سره په غذایي، سیاحت او نورو تعمیراتي موادو په منځته راتګ کې کومک وکړي.
یو پایداره او صحي واټرشیډ د یو انساني ژوند د بقا لپاره  مهم دی.

د واټرشیډ د جوړولو هدف:
یو واټرشیډ د لاندې موخو لپاره جوړیږي.
د خاورې د خویئدنې د مخنیوي لپاره.
د اوبو ذخیره کول په سم او منظم ډول او هم یوې سیمې ته د شین کمربند ورکول.
د سېلاب کنترول او د هایدرولیکي ساختمانونو د ویجاړۍ مخه نیول.
د زراعتي ساحو ډیرول، او د وچکالۍ مخه نیول.  

#د_واټرشیډ لپاره د خاورې نوع:
دا چې د غه ساختمانونه په غرنۍ ساحه کې عملي کیږي نو د خاورې نوع یې باید داسې وي چې د قابل نفوذ (د اوبو د جذب) قابلیت ولري ترڅو اوبه وکولاي شي چې په اسانۍ سره د ځمکې لاندې اوبه تغذیه کړي اوبه په سم ډول کنترول شي. که چیرې خاوره د جذب ښه قابلیت ونه لري نو بیا د زیات اورښت په وخت کې د سطحې جریان سبب ګرځي چې په دې سره د واټرشیډ او مربوطه  ساحو د تخریب سبب ګرځي. یو ښه ځنګلي خاوره په خپل ځان کې د 40%  حجم سره د ابو د جذب قابلیت لري. 
#واټرشیډ د بیلابېلو اړخونو څخه:
جیولوجیکې اړخ
هایدرولوجیکې اړخ
ټولنیز اقتصادي اړخ
چاپیریالي اړخ
پورته هریو اړخ به په جلا جلا ډول معرفي شي.

جیولوجیکې اړخ: د واټرشیډ جیولوجیکې اړخ  دوه خبرو ته متوجه کیږي. 
طبیعي منابع: په دوه مواردو پورې اړه لري، اوبه او خاوره ده.
اوبه: اوبه د ژوند یوه برخه ده چې د لاندې کارونو لپاره استعمالیږي، لکه د څښاک، د برقي انرژۍ د تولید، د کښت او نورو موخو لپاره استعمالیږي. خاوره: د خاورې د استعمال څخه د ژوند بنسټیزي اړتیاوې  پوره کیږي، لکه  د انسانانوخوراک، د څارویو خوراک، د سوند توکي او داسې نور.
طبیعي خطرونه: په درې مواردو پورې اړه لري، سېلاب، زلزله او د ځمکې ښویئدنه.
هایدرولوجیکې اړخ: د غه اړخ د واټرشیډ په حالت پورې اړه لري چې لاندې حالات په برکې نیسي.
۱- د واټرشیډ د مدیریت او کنترول لپاره د هغه  مېلان، د خاورې چسپیش  او د سریغ جریان کمول په برکې نیسي.
۲- په دغه اړخ کې د سېلاب کنترول، د موادو د کیناستنی، د خاورې د ساتنې او کښت د هغې  اماده کول په برکې نیسي.
ټولنیز او اقتصادي اړخ: په دغه اړخ کې د بزګرانو لپاره د کرنیزې ساحې پراخول او دوي  هڅول چې ترڅو هغه شیان وکري چې ګټه یې زیاته وي. ترڅو زیات عاید ترې لاسته راشي.
چاپیریالې اړخ:   د واټرشیډ مدیریت په دغه اړخ کې د شینو ساحو زیاتیدل، اوهم یو وړوکی واټرشیډ کولی شي چې یوه واړه ساحه سرسبزه وساتي خو بیا یو غټ واټرشیډ کولای شي چې په نړېواله سطحه سرسبزي او د اقلیم په تغیر کې بشپړ رول ولوبوي.

د واټرشیډ مدیرت: Water Shed Management
د واټرشیډ مدیریت په څه معنا؟
د واټرشیډ مدیرت: هراړخیز اقدامات پدې  خاطر چې د واټرشیډ طبعي منابع لکه اوبه ، ځمکه او نباتي پوښښ څخه په پایداره توګه ګټه پورته شي.

د واټرشیډ د مدیریت  تخنیکونه:
د یوه سالم واټرشیډ د مدیریت لپاره د لاندې تخنیکونو څخه استفاده کوو.
۱- اګرانومیکي تخنیکونه
۲- نباتي تخنیکونه
۳- واړه انجنیري ساختمانونه

۱- اګرانومیکي تخنیکونه:  په دغه تخنیکونو کې لاندې برخې شاملي دي.
ـ د کروندو ساتنه.
ـ د مختلفو حاصلاتو کرل.
ـ د کیمیاوي سرو(کود) جوړول او بیا ورڅخه په کرونده کې استفاده کول.
ـ د وریجو کرلو ته ترجع ور کول (ځکه چې  وریجې زیاتو اوبو ته اړتیا لري.
ـ د څارویو کنترول د کروندو څخه.

۲- نباتي تخنیکونه: په دغه تخنیکونو کې لاندې برخې شاملي دي.

۳- واړه انجنیري ساختمانونه: په دغه تخنیکونو کې لاندې برخې شاملي دي.
ـ چک بندونه
ـ استینادي دېوالونه
ـ اوبیلارو جوړول
ـ د اوبو لګولو محافظوي سیستم جوړول (د څاڅکو او لوړه اوبه لګونه په شکل).
ـ تیراس یا چوتري په شکل د ځمکو کرل (هغه سیمې چې یو بل پر سر وي).

د یوه سالم واټرشیډ مدیریت په لاندې خبرو تمرکز کوي: 
ـ د ظرفیت او مناسبو شرایط په اساس د ځمکې څخه  مناسب او منطقي ګټه پورته کوول. 
ـ د ځمکې د تولید ظرفیت لوړول د مناسب حفاظتي تخنیکونو په اساس. 
ـ د اوبو موثره ساتنه او ذخیره او د اوبو د منابعو څخه موثره استفاده د څښاک، اوبولګونې او داسې نورو ضروریاتو د استعمال لپاره.  
ـ د خاورې او اوبو د ساتني لپاره د مختلفو تخنیکونو څخه استفاده د دې لپاره چې په واټرشیډ کې د کمو یا زیات اوبو مدیرت او هم د بدو غمیزو مخنیوی پکې ترسره شي. 
ـ د خاورې د تخریب د مخنیوې لپاره د بیلا بیلو لارو چارو پلي کوول.
ـ د واټرشیډ په مدیرت کې باید ټولنیز، اقتصادي او ادارې فکټورونه په داخل او بیرون د واټرشیډ کې  په نظر کې ونیوول شئ.

#ولی واټرشیډ مدیرت اړین دی؟ 
ـ واټرشیډ یوازینی طبیعي واحد دی چې د هايډرولوژیکي دوران د کلیدي برخو مقدار روښانه کوي. یعنې د یو منظم واټرشیډ په مرسته موږ کولای شو چې د سیمې د اورښت هایدرولوژیکې مقدار معلوم کړو.
Runoff, Q = P- (ET + C + ∆ S) ± L
جریان (Q) = P- (ET + C + ∆ S) ±  L
چرته چې:
P اورښت
ET   تبخیر
C   د خلکو، څارویو او نباتاتوله لوري د اوبو استعمال 
∆ S   په ذخیره کې بدلون 
L = Leakage out (-) of the system or into (+) the system

ـ واټرشیډ یوازینی طبیعي واحد دی چې پروژې/پروګرام ته  دپلي کیدو اجازه ورکوي.
ـ د پورتنۍ او لاندینۍ ساحو ترمنځ د اړیکو جوړول، د اوبو حرکت  او میلان لرونکي ساحو  کې د اوبو له کبله د خطر د راپیدا کیدو ترمنځ اړیکه.
ـ د  ځمکې د استعمال اغیزه په اوبو، رسوباتو او د عناصرو په انتقال باندې. 

د واټرشیډ د ناسم مدیریت پایلې: 
د واټرشیډ د ناسم مدیریت له امله لاندې ستونزي منځته راځي.
ـ د Runoff یا د سطحې جریان زیاتیدل.
ـ Stream Bank Erosion د ویالي د څنګونو تخریب کیدل.
ـ Damage to Habitat د استوګنو د سیمو ویجاړیدل.
ـ Damage to Infra-Structure د انجنیري ساختمانونو له منځه وړل.
ـ Damage to Agriculture Land د زراعتي ساحو خرابول.
ـ Lack of Water for Livestock د څارویو لپاره د څښاک د اوبو کمښت.
ـ Lack of Water for Cultivation د اوبو کمښت د زراعت لپاره.

د واټرشیډ مخې ته عمده ستونزې:
ـ د نفوس زیاتوالی او مخ پر زیاتیدونکي تقضا 
ـ د ځمکې استعمال بغیر د مناسب ساتنې تخنیکونونه څخه
ـ د طبعي منابعو بی دریغه استعمال 
ـ نامناسب توپوګرافې 
ـ د ځمکې ملکیت او کمه ځمکه لرل.
c

کوم انجنيران چه په GISبرخه کي کار کوي دواټر شيډ باره کې مهم معلومات.
د واټـرشیډ یا ابریزه مـدیـریـت Watershed Managemen

د واټرشیډ پیژندګلوي
په لنډ ډول ویلي شو چې واټرشیډ یو هایدرولوجیکي واحد دی. یا واټرشیډ هغه ابریزه ساحه یا ځمکه چې د اورښت څخه وروسته یې سطحې اوبه په طبعي ډول په یوه مرکزي نقطې یا ویالې یا کانال ته راجمع شي، دغه اورښت باران، د واورې ویلي کیدنه او نور اورښتونه کیدای شي. عموماً دغه ساختمانونه په تپه زاره سیمو کې عملي کیږي. او همداشان په هغه سیمو کې چې هلته د تګ امکان کم وي بیا دهغه سیمې د معلوماتو د راټولو لپاره د جعرافیې پروګرام (GIS-Geographic information System) څخه استفاده کیږي.

د هغه سافټویرونه پېژندنه چې په سېول انجینري کې ډېر کارول کېږي:

1-اټوکد(Auto CAD) د طرحې یا مسودې لپاره :
د ساختماني پروژو د طرحو او مستندسازي له اساسي او مهمو سافټویرونو څخه یو هم اټوکد دی, چې د (Autodesk) کمپنې لخوا رامنځته شوی.

2-سټاد پرو(STAAD Pro) د ډیزاین او تحلیل لپاره:
کله چې مونږ د یو ساختمان تحلیل او ډیزاین کوو, نو سټاد پرو د بینټلي سیستم یو له غوره سافټویرونو څخه دی چې د اکثره متخصصو انجینرانو لخوا غوره بلل شوی.
سټاد پرو د کانکریټو, سټیل, لرګیو المونیم او ساده فولادو د ډېزاین لپاره د ساختماني انجینري یو مسلکي او غوره ټاکنه ده.

3-پریما ویرا(PRIMAVIRA) د ساختماني مدیریت لپاره:
پریماویرا د ساختماني پلان جوړونې او مهالویش سافټویر دی, چې تقریباً له 70 سلنو ډېر پلان او مهالویش جوړونکي له دې سافټویر څخه ګټه اخلي.
د MS کمپنۍ هم د پلان او مهالویش لپاره د MS Project په نوم سافټویر لري.

4-ریویټ(REVIT) د تعمېر د معلوماتي طرحې یا مهندسي لپاره:
د ودانۍ جوړولو معلوماتي طراحي د یوویشتمۍ پېړۍ له مهمو اختراعاتو څخه شمېرل کېږي.
دا د لویو زېربینایي پروژو په ډیزاین او پلان کې خورا مرسته کوي.

5-ایټابس(ETABS) د ډیزاین او تحلیل لپاره:
ایټابس د ساختمانونو او ودانیو لپاره نهایي مدغم سافټویور پکیج دی, چې د 40 کلونو دومداره څېړنو او پرمختګ باندې ولاړ دی.
دا وروستي ایټابس بهترینه 3D طراحي او لېدلوری وړاندې کوي, همدارنګه د چټک تحلیلي ځواک او د بېلابیلو موادو لپاره یو جامع ډېزاین وړاندې کوي.

6-سپ ټو ټوزن(SAP 2000) 
دا سافټویر هم د ساختمانونو د ډیزاین او تحلیل لپاره کارول کېږي او په ډېري ساختماني شرکتو کې له دې څخه ګټه اخیستل کېږي.
دا د ګړندۍ طرحې د پېل لپاره په پراخه اندازه ټمپلیټونه لري. او د لاندې جوړښتونو لپاره د پارامتریک ټمپلیټونو لرونکی دی,لکه: ساده بیمونه, 3D ترسونه, 3D چوکاټونه, زینه, د بند جوړښت او پایپونه.

7-ارک جي ای اس(Arc GIS) د سروی لپاره:
دا سافټویر د جغرافیایي سیستم د معلوماتو لپاره کارول کېږي, چې د موضوعي نقشو په جوړولو کې مهم سافټویر ګڼل کېږي.
جي ای اس بغیر له ډیټا څخه اصلاً کار نه شي کولی, د دې په وسیله معلومات راټول او اداره کېږي, مسلکي نقشې رامنځته کېږي, پرمختللی سیمه ایز تحلیل پرې ترسره کېږي او داسې ډیر نور کارونه.

8- ام اکس روډ( +civil 3d MX Road) د سړکونو