To start downloading books

Please sign in or create an account.

پر ځان باور څنګه زیاتولی شو؟

پر ځان باور څنګه زیاتولی شو؟

اکثره خلک د self-confidence (اعتماد به نفس) پر مفهوم سم نه پوهېږي. له همدې کبله دې موضوع ته په ارزښت نه دي قایل، په داسې حال کې چې ارواپوهنه هره ورځ په دې اړه نوې څېړنې کوي.

وروستۍ څېړنيي وايي، چې له ماشومتوبه باید انسانانو ته د پر ځان باور روحيه ورکړل شي، تر څو دوی نوښتګر اوسي. په اصل کې self-confidence زموږ او ستاسې د بریا تضمين کوي نو اړينه ده، چې په دې اړه ډېر وپوهېږو.

پر ځان باور (اعتماد به نفس) په دې معنی چې نه وېرېږم! زه کولای شم! زه ګټونکی یم! بریا زما ده او همداسې ګڼ نور. په دې ځای کې به تاسو پوه شئ، چې څنګه د پر ځان باور کچه لوړه کړو.

لومړی: تېر هېر کړئ او راتلونکی مو جوړ کړئ! تاسو باید پوه شئ چې خپله ماضي نه شئ بدلولای مګر راتلونکی تقریبا ستاسو لاس کې دی. ښه راتلونکی حتمي دی خو که تاسو نن خپله هڅه پيل کړئ او موخې مو تعقیب کړئ. زموږ موخه دا ده، چې د ماضي په بند کې مه پاتې کېږئ. خو له خپلو ماتو او خطاوو څخه اخیستی درس مو هېڅکله مه هېروئ. ماضي ته د یوه استاد په شکل وګورئ خو افسوس مه کوئ. ماضي خوب وګڼئ خو تعبیر یې سم وکړئ.

دویم: د خپلو موخو په اړه له خپل ځان سره وغږېږئ! خپلې موخې په یوه لیست کې وليکئ. وروسته له بشپړېدو بیا پرې نظر وکړئ، ځينې بې ارزښته موخې لرې کړئ او ځينې نور، چې ډېر ارزښت لري ور زیات کړئ. له دې وروسته تاسو د لومړيتوب پر اساس خپلې موخې ترتيب کړئ. له دې وروسته د هرې موخې لپاره پر خپل پلان غور وکړئ. په اصل کې همدا کار د خپلو موخو په اړه له خپل ځان سره غږېدل دي. خو د پلان له بشپړېدو وروسته اقدام بلې ورځې ته مه پرېږدئ همدا نن پاڅئ او پیل وکړئ.

همدارنګه کوښښ وکړئ داسې موخې وټاکئ چې ژر یې ترلاسه کولای شئ. دا کار ددې سبب کېږي، چې تاسو په کوچنيو موخو کې بریالي شئ او دغه بریا په لویو موخو کې د کامیابۍ انګېزه هم درکوي.

درېيم: تصمیم نيول تمرین کړئ ارواپوهانې ثابته کړې ده، هغه ماشومان چې په کوچنيتوب کې یې د خپلو کارونو په اړه خپله تصمیم نيوه نسبت هغو ته چې دا کار یې نه دی کړی، ډېر پر ځان باور لري. دا په دې معنی نه ده، چې مشوره مه کوئ. خو کوښښ وکړئ وروسته له مشورو خپله تصمیم ونیسئ چې څه کوئ؟ څنګه کوئ او کله کوئ؟ تاسو کوچني کارونه پلان کړئ. بیا تصمیم ونيسئ، چې څنګه یې ترسره کوئ. دا کار هره ورځ تمرین کړئ نو ډېرې مثبتې پايلې به ولري. په کم وخت کې به مو د پر ځان باور کچه ډېره لوړه شې.

څلورم: د خپلو بریاوو په اړه فکر وکړئ! که تاسو د خپلو لاسته راوړنو په اړه فکر کوئ په اصل کې تاسو انرژي اخلئ. دا کار ددې سبب کېږي چې تاسو فکر کوئ ګټونکي یئ. تل مو بریاوې درلودې. ماتې ستاسې په برخه نه دي. کله چې ستاسو ذهن کې همدا حالت راځي دا په دې معنا چې تاسو پر ځان باور لرئ. کوښښ وکړئ هره ورځ دا کار تمرین کړئ تر څو پر ځان باور مو ډېر شي.

Related Articles

امریکا DV لاټری

د 2025 کال د DV لاټرۍ اړوند لنډ معلومات.انشاءالله مونږ به داسې سهولت درته برابر کړو،چې هر څوک به پخپله ثبت نام وکړئ. د امریکا DV  لاټرې به د روان 2023/10/04 تاریخ د پنځم په ورځ نوم لیکنه پیل شي. او د 2023/11/07 تاریخ د غرمې په 12 بجو به یې نوم لیکنه پای ته ورسیږي.چي ټوتل به یې نوم لیکنه 33 ورځې وخت ونیسې. دا لاټرۍ به د 2025 کال لپاره وي.او نتیجه ب...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

د محمد شهزاد محمد پېژندګلوي

لیکنه: شکېبا نادري، د محمد شهزاد محمدي پېژندګلوي   د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې هر یو لوبغاړی د نړۍ په کچه  پېژندل شوې څېرې دي، د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي سربېره پر افغانستان په ټوله نړۍ کې ځانګړي مینه وال لري، ان تر دې چې د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه خلک د دوی لیدو او لوبو ته ورځي، ورسره انځورونه اخلي، لاسلیکونه یې اخلي او له دوی سره لیدنه ورت...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...