To start downloading books

Please sign in or create an account.

چین ته د لویو پروژو ورکولو تاوانونه

چین ته د لویو پروژو ورکولو تاوانونه

توجوو توجوو!
زه چین ته د لویو پروژو ورکولو یا ورسره ډیر اقتصادي تعلقاتو جوړولو مخالف یم. 
چین داسې یو هیواد دی چې ښه ډیر قرض درکوي خو وروسته دې د هیواد مهم ځایونه لکه معدنیات او بندرونه په قرض کې درنه نیسي. په همدې تخنیک یې نیمه افریقا نیولې. 
همدارنګه چین چې چیرته پروژې جوړوي خپل چینايي کارګر ورلیږي (افغانستان کې مو ولیدل). پدې چل ډیری سرمایه بیرته خپل هیواد ته لیږي. بل غربي کمپنۍ که درنه څه پټ کړي نو ان د غرب په محکمو کې یې حاضرولای شې خو چینایانو چې یو ځل درنه څه یوړل بیا یې ترینه راویستل ناممکن دي. 
امریکا یا غرب که هر څه وو بیا یې هم طبیعت د خانانو وو او دومره د پیسو قیصه کې نه وو. د چین مثال د هغه بخیل دی چې نوی مالدار شوی وي خو بیا هم د یوې یوې حساب درسره کوي. دغه تیرو شلو کلونو کې چې امریکا څومره مصرف وکړ افغانستان پکې هیڅ قرضدار نشو او لا هم لس ملیارده ډالر سرمایه لري. خو که چین د دې پنځه سلنه مصرف هم درباندې وکړي نو افغانستان به یې دومره قرضدار شي چې مجبوراً به ټول معدنیات چینایانو ته ورکړي چې استخراج یې کړي. چین همدا غواړي چې افغانستان ته قرض ورکړي او افغانستان ونه توانیږي چې دا قرض بیرته چین ته ورکړي تر څو د خپلې خوښې معدنیات په بیخي ارزانه بیه یوسي. د چین دې چل ته د ((په قرض کې رانیولو)) پالیسي وايي. یعنې یو هیواد په قرض کې داسې راونیسه چې بیرته قرض درنکړای شي او په بدل کې یې د هیواد منابع ترینه زبیښه. 
دا اوس ۴۲ غریب هیوادونه د چین قرضداري دي او بیرته یې قرض نشي ورکولای. چین یې په بدل کې له دغه هر هیواده یو څه رانیولي. پاکستان یې هم څه کم ۲۵ ملیارده ډالر قرضدار دی. د دې قرض په بدل کې چین د خپل تجارت لپاره د پاکستان خاوره او د ګوادر بندر استعمالوي چې اروپا او منځني ختیځ ته یې د چین لاره ډیره لنډه کړې.
د چین یو غټ تخنیک دا دی چې تا ته په قرضو شیان جوړوي. مثلاً له کنړه تر هراته درته پوخ سرک په قرضو جوړوي. خو که قرض یې ورنکړای شې بیا لدې سرکه د خپل تجارت لپاره مفته ګټه اخلي سره لدې چې قرض یې هم نه کمیږي. که په سرک له موټرو حق العبور هم اخلي د دوی کیږي او افغانستان یې ترینه نشي اخیستلای. پدې چل یې هم پیسې درباندې قرض پاتې وي او هم دې له خاورې تر هغه مفته ګټه اخلي تر څو یې چې قرض له سود سره بیرته ورنکړې. په افریقا کې یې ډیر بندرونه جوړ کړي چې اوس یې پخپل کنټرول کې دي او ګټه یې هم چین ته ځي. ځایي خلکو ته هیڅ هم نه دي رسیدلي. 
چین دا اوس له نړیوال بانک، ای ایم ایف او نورو ډیر قرضونه ورکړي او دا قرضونه هم هغه غریبو او کمزورو هیوادو ته ورکوي چې بیرته یې نشي ورکولای. 
له چینه وډار شئ کنه د کورو لوښي به مو هم درنه یوسي. له چین سره تجارت وکړئ خو افغانستان کې لویې پروژې مه ورکوئ او مه ترینه قرض اخلی
Ajmal Stanikzai
Ajmal Stanikzai      اجمل ستانکزی

Related Articles

زیلینسکی؛ له ټوکمارۍ تر پاچاهۍ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی   پدې ورځو (۲۰۲۲، فیبروي) کې تود خبر دا دی، چې روسیې پر اوکراین برید کړی او په مقابل کې د ياد هېواد ولسمشر، پوځ او خلک د مقاومت په حال کې دي. د جګړې ډګر ته د ولسمشر ورتګ ډېرو خلکو ستايلی او نوموړی یې یو زړور ولسمشر بللی؛ خو پوښتنه دا ده، چې نوموړی څوک دی او څنګه تر ولسمشرۍ ورسېد!؟ پدې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي. د لیکنې ت...

د بودجې د غوره مدیریت تګلاره

ډېری خلک اوس پر دې باور دي چې سپما خپله د ډېر مصرف لپاره لار هواروي، نه د پیسو ګټلو لپاره. غواړم ووایم، د دې لپاره چې پیسې پس انداز کړی، ښه ده چې کارو بار پرې وکړئ، څو ډېرې پیسې وګټی. بل دا چې د پیسو ګردش د خلکو د په کار کېدو لامل کېږي. ولې د رابرټ کیوساکي د بودجې د مدیریت تګلاره تر پخوانیو او سټنډرډو (معیاري) تګلارو غوره ده؟ دا له هېچا پټه نه ده...

نوي افغاني بانک نوټونه؛ د چاپ علت، په ځنډ انتقال او بازار ته عرضه

نوي افغاني بانک‌نوټونه؛ د چاپ علت، په ځنډ انتقال او بازار ته عرضهــــــــــــــــــــــــــــ عبدالوافي نایبزی  د نویو بانک‌نوټونه د چاپ کیسه کله او ولې پیل شوه؟ د ۲۰۲۱ز-اگسټ ۱۵مه- د یکشبنې په ورځ «د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت» وپرځېد او پر ځای يې نوی سرپرست حکومت رامنځ‌ته شو، چې ورسره سم د هېواد اقتصادي او بانکي سیسټم د سقوط پر لور قدم اخیستل...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...