To start downloading books

Please sign in or create an account.

دغه کرښې خپلو اولادونو ته ورزده كړئ!

دغه کرښې خپلو اولادونو ته ورزده كړئ!

دغه کرښې خپلو اولادونو ته ورزده كړئ!

پوښتنه: ته چا پيدا كړی یې؟
ځواب: زه اللہ (ج) پیدا کړی یم.

پوښتنه: ته د چا بنده يې؟
ځواب: زه د الله (ج) بنده يم.

پوښتنه: ته د چا امتي يې ؟
ځواب: زه د محمدﷺ امتي يم.

پوښتنه: ته د چا په ملت یې؟
ځواب: زه د ابراهیم ( علیه سلام ) په ملت يم.

پوښته: د محمدﷺ راشدین خلفاء څو ول؟
ځواب: د محمدﷺ راشدین خلفاء څلور ول.
١_ حضرت ابوبکر صدیق ( رض الله عنه)
٢_حضرت عمر فاروق ( رض الله عنه)
٣_حضرت عثمان غني ( رض الله عنه)
٤_ حضرت علي ( رض الله عنه)

پوښته: مذهب څه ته وایي؟
ځواب: مذهب په قران او سنت د عمل کولو لارې ته ویل کیږي.

پوښتنه: مذهبونه څو دي؟
ځواب: څلور دي.
١_د امام اعظم ابوحنیفه ( رحمة الله علیه ) مذهب.
٢_ د امام شافعي( رحمة الله علیه ) مذهب.
٣- د امام مالک ( رحمة الله علیه ) مذهب.
٤- د امام احمد بن حنبل ( رحمة الله علیه )مذهب.

پوښتنه: مونږ به د چا اطاعت کو؟
ځواب: موږ به د الله (ج) د محمدﷺ او أولی الأمر چې كوم استنباط د قران او سنت څخه کړی كړی د هغې اطاعت کو.

پوښتنه: اولی الامر څوک دي؟
ځواب: اولی الامر مجتهدین فقهاء کرام دي.

پوښتنه: تقلید څه ته ویل کیږي؟
ځواب: د أولی الأمر په غیر منصوصي مسائلو کې داسې اتباع كول چه دليل ترينه ونه غوښتل شي.

پوښته: ایمان څه ته ویل کیږي؟
ځواب: ایمان په لغت کې تصدیق او باور کولو ته ویل کیږي او په اصطلاح کې په ټولو احکامو د الله (سبحانه وتعالی) او د محمد صل الله علیه وسلم په ژبه اقرار او په زړه تصدیق کول.

پوښته: مجمل ایمان کوم یو دی؟
ځواب : آمنت ُ بالله کماهو با سمائه و صفاته و قبلتُ جمیع احکأمه و ارکانه اقرار باللسان و تصدیق با قلب.

پوښتنه : مفصل ایمان کوم یو دی؟
ځواب: آمنتُ بالله و ملائکته و کتبه ورسله والیوم الاَخر والقدر خیره و شره من الله تعالی والبعث بعد الموت.

پوښته: په څو شیانو ایمان لازم دی؟
ځواب: اوه (۷) شیان؛
١_ ایمان په الله (ج).
٢_ ایمان په ملائکو.
٣_ ایمان په اسماني کتابونو.
٤_ ایمان په انبیاء کرامو.
٥_ ایمان په ورز د اخرت.
٦_ ایمان په ژوند له مرګ وروسته.
٧_ ایمان په اندازه د خیر او شر چې د خدای (ج) لخوا دی.

پوښتنه: ایمان په څه شي قوي کیږي؟
ځواب: ایمان په صالحو اعمالو قوي کیږي.

پوښتنه: اسلام څه ته وایي؟
ځواب: اسلام، الهي احکام او شرعي قوانینو ته ځان تسلیمولو ته ویل کیږي.

پوښتنه: اسماني کتابونه څو دي او په چاچ نازل شوي دي؟
ځواب: اسماني کتابونه څلور دي او په څلور انبیاء علیهم السلام باندې نازل شوي دي.
١_ تورات په موسی( علیه السلام ).
٢_انجیل په عیسی ( علیه السلام ).
٣_زبور په داود ( علیه السلام ).
٤_ قرآن په محمدﷺ.

پوښته: موږ د کوم کتاب پیروي کو؟
ځواب: مونږ د قرآن کریم پیروي کو.

پوښته: قرآن په سو کاله کې نازل شوی دی؟
ځواب: قران په در ویشت (۲۳) کاله کې نازل شوی دی.

پوښتنه: قران د چا لخوا نازل شوی دی؟
ځواب: قران د الله سبحانه و تعالی لخوا نازل شوی دی.

پوښتنه: قران د چا په واسطه نازل شوی دی؟
ځواب: قران د جبریل علیه السلام په واسطه نازل شوی دی.

پوښتنه: قرآن کریم کې څو سپارې دي؟
ځواب: قران کریم کې دیرش (۳۰) سپارې دي.

پوښتنه: قران کریم کې څو سورتونه دي؟
ځواب: قرآن کریم کې ( ۱۱۴ ) سورتونه دي.

پوښتنه : د الله ( ج) صفات څو ډوله دي؟
ځواب : دوه ډوله دي:
۱— ذاتي صفات ۲— فعلي صفات.
ذاتي صفات:
سمع، بصر، کلام، اراده، قدرت، حیات، علم چې دا صفات الله (سبحانه وتعالی) لپاره ثابت دي چې الله ( سبحانه وتعالی) د دوی پر ضد نه موصوف کیږي لکه ، قدرت چه ضد یې عجز دی.
فعلي صفات:
تخلیق، انشأ، ترزیق، احیأ، ابداع، اعزاز، اذلال، چې دا صفات الله ( سبحانه وتعالی ) لپاره ثابت دي خو د دوی پر ضد هم موصوف کیږي. لکه احیاء( ژوندي کول ) چه ضد یې مړه کول دي.

پوښتنه: انسان له څه شي پیدا شوی دی؟
ځواب: انسان له خاورې پیدا شوی دی.

پوښتنه: ملائکې له څه شي څخه پیدا شوې دي؟
ځواب : ملائکې له نوره پیدا شوې دي.

پوښتنه: جنات (پیریان) له څه شي پیدا شوي دي؟
ځواب: له اور څخه پیدا شوي دي.

پوښتنه: د انسان روح په کوم ځای کې موجود وي؟
ځواب: په ټول وجود کې موجود وي.

پوښتنه: پیغمبر چاته ویل کیږي؟
ځواب: پیغمبر هغه چاته ویل کیږي چې د الله (ج) لخوا د انسانانو د لارښونې لپاره رالېږل شوی وي.
پوښتنه : زمونږ پیغمبر څوک دی؟
ځواب : حضرت محمدﷺ.

Related Articles

د آرام خوب لارې چارې

څېړني ښيي، چې پر له پسې بې خوبي بدې روغتيايي پايلې لري. بې خوبي د ژور خفګان، لټۍ، ګنګسيت، چاغوالي او نورو ګڼو ستونزو سبب کېدای شي. په همدې اساس اړينه ده، چې په کافي اندازه خوب خوب وکړو. ځينې خلک له بې خوبۍ شکایت کوي. په دې لیکنه کې ځينې لارې چارې شته، چې مرسته درسره وکړي.   ذهن مو آرام کړئ مخکې له دې چې د خوب بسترې ته لاړ شئ، د ځینو ساده تمریناتو...

سوډیم

لیکنه ـ وړانګه اکبر سوډیم د دوراني جدول د القلي ګروپ یو کیمیاوي عنصر دی.سوډیم یو ډېر نرم سپین ته مایل عنصر دی. سوډیم د ځمکې په مخ یو له ډېرو کارېدونکو او عامو القلي عناصرو څخه دی او تر ۲.۵ سلنه پورې یې د ځمکې مخ پوښلی دی.دا په طبیعیت کې له نورو عناصرو سره په ترکیبي بڼه پیدا کېږي د بېلګې په ډول مالګه چې ترکیب یې سوډیم کلورایډ دی کوم چې د بحر د اوب...

د نوي کال ناکامې ژمنې

ایا نوي کالونه د بدلون ځانګړي جادو لري؟ ستاسې ځواب هو او نه دواړه کیدی شي. نوی کال هغه وخت دی چې خلک د خپل ژوند په اړه فکر کوي، ځان سره حسابونه کوي، او نوي پلانونه جوړوي. خلکو کې د بدلون جذبه ډیره لوړه وي، عبادت ځایونه، کتاب پلونځي، د زده کړو مرکزونه او ورزشي کلبونه له خلکو ډک وي. هر څوک هڅه کوي چې له نویو عادتونو سره نوی کال پیل کړي.   خو دا جذ...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...