ایا نوي کالونه د بدلون ځانګړي جادو لري؟ ستاسې ځواب هو او نه دواړه کیدی شي.
نوی کال هغه وخت دی چې خلک د خپل ژوند په اړه فکر کوي، ځان سره حسابونه کوي، او نوي پلانونه جوړوي. خلکو کې د بدلون جذبه ډیره لوړه وي، عبادت ځایونه، کتاب پلونځي، د زده کړو مرکزونه او ورزشي کلبونه له خلکو ډک وي. هر څوک هڅه کوي چې له نویو عادتونو سره نوی کال پیل کړي.
خو دا جذبه ډېری وخت دوام نه کوي. فقط څو ورځې یا څو اونۍ وروسته همدا خلک له خپلو ژمنو په شا کیږي، او ژوند یې بیرته خپل زوړ مسیر ته ورګرځي. ولې داسې کېږي؟ او څه وکړو چې دا بدلون دوام ومومي؟
د دوام ستونزه او د هغې حل
دا د بدلون د ژمنتیا نه دوام ځینې لاملونه لري، په څلورو یې دلته بحث کوو.
1. له حده زیاتې ژمنې: ډېر خلک د نوي کال په لومړیو کې د ځان لپاره ډېر سخت یا غیر واقعي اهداف ټاکي. دوی غواړي هر څه یوځل بدل کړي، چې دا اکثر د ستړیا یا ناکامۍ لامل کېږي.
حل: لږ، خو واقعي اهداف وټاکئ او په تدریجي ډول پرمختګ وکړئ.
2. د عادتونو نه جوړول: نوي پلانونه یوازې هغه وخت بریالي کېږي چې په ورځني عادت بدل شي. که بدلون په ورځني ژوند کې ځای ونه نیسي، ډېر ژر مو ذهنه ځي.
حل: خپل اهداف په کراره او په کوچنیو برخو دوام ورکړئ، تر څو دا ستاسو د ژوند یوه برخه شي.
3. یوازې جذبه کافي نه ده، نظم ورکې شرط دی: یوازې جذبه د بدلون لپاره کافي نه ده؛ دا ژر ختمېږي. که نظم او تعقیب نه وي، نو د بدلون هڅې ناکامېږي.
حل: د جذبې تر څنګ د نظم او ډسپلین هم مراعت کړئ.
4.له ځانه نارضایت: کله چې خلک په خپلو ژمنو کې پاتې راشي، ځان ډیر پړ بولي او مایوسه کېږي.
حل: که یوې ژمنې کې پاتې راغلئ، ځان ته وخت ورکړئ او بیا پیل وکړئ. بدلون د نه ستړي کېدو پروسه ده.
پایله
بدلون او نوي پیلونه یوازې د نوي کال لپاره نه دي؛ دا د ژوند یو دوامداره سفر دی. د نوي کال جذبه باید د نظم او عادت په مرسته د تل لپاره په ژوند کې ځای پیدا کړي. راځئ چې د نوي کال د پیل انرژي په دوامدار ځواک بدله کړو او خپل ژوند په مثبت ډول بدل کړو.