اقتصاد د علم پلار څوک دی؟
397
Faridon Delsoz Niazai
2023-06-13 07:45:58
د اقتصاد د علم پلار څوک دی؟
که د ډیرو محصلینو او متعلمینو څخه و پوښتې چې د اقتصاد پلار څوک دی؟ نو بې ځنډه به ځواب درکړي، (آدم سمیت)
خو آیا رښتیا هم آدم سمیت د اقتصاد پلار دی ؟ او که ابن خلدون؟
پدې هکله اقتصاد دانان او څېړونکي په یوه خوله (نظر) ندي؛ خو که چیرې موږ د ابن خلدون مشهور اثر مقدمې ته چې په ۲۰۰۰ صفحو کې لیکل شوی او د نړی په ډیرو ژبو ژباړل شوی دی مراجعه وکړو، نو هلته به ټول هغه اقتصادي نظریات ووینو کوم چې آدم سمیت په خپل کتاب ( دملتونونو ثروت) کې تشریح کړي لکه: (د کار ویش، د ارزش نظریه، خارجي تجارت، د مالیاتو په هکله نظریات او همدارنګه د دولت مداخله په اقتصاد کې....) د نوموړو پوهانو د اقتصادي نظریاتو تر مینځ لاندې مشابهتونه او پرتله تاسې ولولئ او قضاوت وکړئ چې آدم سمیت د اقتصاد پلار دی ؟ او که ابن خلدون؟
1. د کار ویش موضوع د ابن خلدون د کتاب (مقدمې) په لمړي فصل کې راغلې او همدغه موضوع د آدم سمیت د (ملتونوثروت) د کتاب په لمړي فصل کې راغلې ده، آدم سمیت د کار دویش ګټې بیان کړې ابن خلدون بیا وایي: ((بدون د کار دویش څخه حتي یو کس نشي کولای خپله غذا لاسته راوړي))
2. ابن خلدون ۴۰۰ کاله مخکې تر آدم سمیت خپل اقتصادي نظریات وړندې کړي، که چېرې د دواړو نظریات سره پرتله کړو نو واضیح ورته والی به پکې مشاهده کړو.
3. آدم سمیت د کلاسګو پوهنتون د استاد (فرانسیس هچسن) څخه چې هغه بیا د خپل استاد (آنتوني اشلی کویر) څخه متاثره وو، داسې ویل کیږي چې (آنتوني اشلی کویر) په مستقیم او غیر مستقیم د ابن خلدون د نظریاتو تر تاثر لاندې وو.
4. پخوا به نظریې له یو نسل څخه بل نسل ته بدون له دې څخه چې د نظریې د ویونکي یا لیکونکي نوم ورسره ذکر شي نقل کېدلې ، هغه وخت دا کار عادي وو.
5. د تقاضا د معاصرې تیوري بنسټ ابن خلدون کیښود، چې وروسته د توماس رابرت مالتوس، آلفرد مارشال،جان هیکس او نورو لخوا څخه پراختیا ورکړل شوه . ابن خلدون ویل:(اجناسو ته تقاضا د هغه په مطلوبیت پورې اړه لري، یعني مطلوبیت د مصرف کوونکي لپاره د یوه محرک حیثیت لري)
6. د ارزش نظریه بدون یو اتریشي اقتصاد پوه (جوزف شومپيتر) څخه چې له مرګ څخه څه موده مخکې یې د ابن خلدون لیکنو ته لاسرسی پیدا کړ، نور اکثراً غربي فیلسوفان د ارزش نظریه آدم سمیت او دیوید ریکاردو ته منسوبوي حال دا چې د ارزش نظریه د لمړي ځل لپاره د ابن خلدون لخو وړاندې شوه، ده ویل(( د اجناسو د ارزش منشأ کار دی))
7. د آدم سمیت سفرونه اروپاي هېوادونو(فرانسې او انګلستان)ته چې دوه کاله یې دوام وکړ، هلته کیدای شي په غیر مستقیم ډول د ابن خلدون د نظریاتو څخه مطلع شوی وي.
8. جوزف شومپيتر وایي (( زه په خپله آدم سمیت د یوه لوی اقتصاد پوه په توګه پیژنم، د د اقتصادي نظریاتو په راټولولو کې ډیره هڅه کړې او نظریې یې په نوي شکل بیان اکړې دي خو که دی د ابن خلدون سره پرتله کړو هغه تر ده ډیر مخکې دا کار په ښه توکه کړی وو))
9. د صلیبي جنګونو وروسته ډیرو غربي فیلسوفانو د مسلمانو پوهانو نظریات د هغه له نومونو پرته کارولې تر څو د مسلمانانو اغیزه کمه وښي، چې د وخت په تېرېدو سره خلکو نوموړي نظریات د غربیانو د نظریاتو په توګه پېژندل چې یو له هغه څخه هم د ابن خلدون اقتصادي نظریات دي.
10. عثماني خلافت چې د ۱۴م پېړی څّخه تر ۱۶م پېړۍ پورې په ډیرو آسیایي او جنوب شرقي اروپا هیوادونو کې د مختلفو علومو او فنونو مرکز ګڼل کیدو په اقتصادي برخه کې یې د ابن خلدون د نظریاتو څخه استفاده کوله د مثال په توګه: د مصر د هیواد څخه ماهرین صنعتګران او په کار پوه کسان قسطنطنی ته یوړل چې په اوس وخت کې ورته د تکنالوجي انتقال وایي.
11. په ۱۹۱۴ م کال کې د فرانسې د (عالم اسلام ) مجلې ابن خلدون د سیاسي اقتصاد مطرح کوونکی و نوماوو.
12. ابن خلدون لمړی شخص وو چې د مالیاتو تیوري یې وړاندې کړه، د (ارتور لافر) منحني په اصل کې د ابن خلدون د نظریې ګرافیکي شکل دی.
13. ابن خلدون لمړی شخص وو چې د پیسو اساسي وظایف یې بیان کړل، چې عبارات دي له: د محاسبې واحد دی، د ارزش ذخیزه کولو او اندازه کولو وسیله ده.
14. د کارل مارکس څخه ډیر مخکې ابن خلدون د انسان خواري د اجورې د لاسته راوړلو یوه لاره ښودلې ده.
15. د تعادل د نظریې بنسټ د ابن خلدون لخوا کېښودل شو، چې وروسته د فرانسوي عالم لئون والراس لخوا هغه ته انکشاف ورکړل شو.
ابن خلدون څوک وو؟
ابن خلدون د ۷۳۲ هـ ق د روژې په میاشت کې چې د ۱۳۳۲م کال د مې د میاشتې سره سمون خوري په تونس کې وزیږید، د ابن خلدون کورنی د اوومه هجري پیړۍ په نیمایي کې اندلس څخه تونس ته هجرت وکړ، ابن خلدون خپل نسب مشهور صحابي وائل ابن حجر ته رسوي، د ابن خلدون لمړی اثر( کتاب العبر) دی، او دوهم اثر یې (مقدمه) دی چې په ۲۰۰۰ صفحو کې لیکل شوی دی.
ابن خلدون د شلو کلونو په عمر خپلې زدکړې په تونس کې بشپړې کړې. مراکش، غرناطې، قاهرې، حلب او دمشق ته یې سفرونه وکړل، چې د ده د علم او تجربو د زیاتوالي سبب شول. ابن خلدون سربیره پر دې چې د اقتصاد پلار دی، د ټولنپوهنې د پلار په نوم هم شهرت لري.