لمانځه احکام
430
Faridon Delsoz Niazai
2024-03-14 07:17:42
د لمانځه احکام
په لمانځه کې ١٤ فرض، ٧ واجب، ١٤ سنت، ١٠ مکروه او ١٤ ماتیدونکي دي.
د لمانځه فرایض:
په لمانځه کې فرايض ۱۴ دي اته د لمانځه نه بهر دي چې شرطونه ورته وایي او شپږ په لمانځه کې دننه دي چې رکنونه بلل کیږي.
د لمانځه شرطونه:
(۱)اودس کول یاتیمم وهل (دعذرپه وخت)
(۲)د جامې پاکوالی
(۳)د لمانځه د ځای پاکوالی
(۴)د بدن پاکوالی
(۵)د عورة پټول د سړی عورت د نامه نه لاندی تر زنګنو پوری او ښځه ټول عورت دی مګر مخ، لاسونه تر مړوندونو او پښې تر ګیټو پورې عورت نه دی.
(۶)قبلی ته مخ اړول
(۷)نیت کول
(۸) وختونه پیژندل
د لمانځه (رکنونه):
(۱)تکبیرافتتاح
(۲)قیام (ولاړه )
(۳)قرآت
(۴)رکوع
(۵)سجده
(۶)آخره قعده وروستۍ ناسته
یادونه: که د پورته څخه یو هم پاتې شي لمونځ نه صحیح کیږيل.
د لمانځ واجبات:
د لمانځه ټول واجب ٧ اووه دي:
(۱) د الحمدلله لوستل
(۲)لومړۍ قعده
(۳)په وروستۍ قعده کی تشهدلوستل
(۴)امام لپاره په جهری لمانځه کی په جهر لوستل
(۵)د خفیه (په پټه) لوستلو په ځای کې په پټه لوستل
(۶)وترو کی دعاء قنوت لوستل
(۷)د رکنونو برابرول
که د پورته څخه کوم شي په سهوه پاتې شي سجده سهوه لازمیږيل.
د لمانځه سنت:
د لمانځه سنت ١٤ څوارلس دي.
(۱)د تکبیر تحریمی سره لاسونه د غوږنو پوری اچتول
(۲)نامه لاندې ښی لاس په چپ لاس ایښودل
(۳)سبحان ویل
(۴)اعوذ بالله ویل
(۵)بسم الله ویل
(۶)آمین ویل
(۷)سمع الله لمن حمده ویل
(۸)ربنا لک الحمد ویل
(۹)درکوع تسبیحات
(۱۰)دسجدی تسبیحات ویل
(۱۱)اوله قعده کی تشهد ویل
(۱۲)اخرورکعتونوکی الحمد لله ویل
(۱۳)دتکبیرافتتاح نه غیرنورتکبیرونه ویل
(۱۴)سلام ګرځول
د لمانځه مکروهات:
په لسوشیانو لمونځ مکروه کیږی
(۱)بې عذره پلتۍ وهل
(۲)په لاس دآیتونو شمیرل
(۳)څنګلی خورول په سجده کی
(۴)په سترګو ښی اوچپ طرفته کتل
(۵)بی عذره سترګی پټول
(۶)دسجد ی ځای نه ګیټۍ لری کول په هغه صورت کی چی تکلیف نه جوړوی
(۷)ستومانی ویستل
(۸)خوله وازی کول
(۹)په جامه لوبی کول
(۱۰)د صف نه وروسته یوازې ودریدل
د لمانځه ماتونکی:
د لمانځه ماتونکی ۱۴ دي.
(۱)بې عذره غاړه تازه کول
(۲)پرنجی کونکی (تريچونکي) ته یرحمک الله ویل
(۳)د خپل امام نه غیر بل چا ته فتح ورکول
(۴)لااله الاالله ویل که مقصد یې چا ته جواب ورکول وي
(۵)عورت لوڅیدل
(۶)د مصیبت د وجې جرا کول
(۷)د سلا م جواب
د لمانځه ډک او تش رکعتونه
هر لمونځ چی سنت وی هغه ډک وی ډک یعنی قل هو والله لوستل.
او فرض لمونځ کې چې دوه رکعته وی دواړه ډک دی او که ٣ رکعته وی یو تش وی او که ٤ رکعته وی دوه تش وی او دوه ډک وی
تش یعنی قل هو الله نه لوستل کیږي.
د لمانځه ټکي په ټکي ژباړه
سُبْحَانَكَ اللهُمَّ پاکي ده تالره اى الله!
وَبِحَمْدِكَ او تالره ثنا ده
وتَبَارَكَ اسْمُكَ او برکت والا دى نوم ستا
وَتَعَالَى جَدُّكَ او لوړ دى شان ستا
وَلَاإِلَهَ غَيْرُكَ نشته د عبادت لايق بې له تانه
...
أَعُوذُ پناه غواړم
بِاللَّهِ په الله تعالى
مِنَ الشَّيْطَانِ د شيطان
الرَّجِيمِ رټلي شوي نه
...
بِسْمِ اللَّهِ شروع کوم په نوم د الله
الرَّحْمَنِ چې عام مهربانه دى
الرَّحِيمِ خاص رحم کوونکى دی
...
اَلْحَمْدُ ټول صفتونه
لِلّٰهِ خاص الله لره دي
رَبِّ الْعٰلَمِیْنَۙ۱ چې تربيت کوونکى د مخلوقاتو دى
الرَّحْمٰنِ چې عام مهربانه دى
الرَّحِیْمِۙ۲ خاص رحم کوونکى دى
مٰلِكِ یَوْمِ الدِّیْنِؕ۳ واکدار د قيامت د ورځې دى
اِیَّاكَ خاص تاته
نَعْبُدُ عبادت کوو
وَ اِیَّاكَ او خاص تا نه
نَسْتَعِیْنُؕ۴ مرسته غواړو
اِهْدِنَا برابر کړې موږ
الصِّرَاطَ په لار
الْمُسْتَقِیْمَۙ۵ سيده باندې
صِرَاطَ الَّذِیْنَ په لاره د هغه کسانو
اَنْعَمْتَ چې تا فضل کړى
عَلَیْهِمْ١ۙ۬ۦ په هغوى
غَیْرِ نه لار د هغه کسانو
الْمَغْضُوْبِ چې غضب کړى شوى
عَلَیْهِمْ په هغوى
وَ لَا الضَّآلِّیْنَ۠۷ او نه لار د ګمراهانو
آمين اى الله! زموږ دعا قبوله کړې.
...
قُلْ هُوَ اللّٰهُ ووايه، هغه الله تعالى
اَحَدٌۚ۱ يو دى
اَللّٰهُ الله
الصَّمَدُۚ۲ بې نيازه دى
لَمْ یَلِدْ١ۙ۬ نه يې څوک زېږولي
وَ لَمْ یُوْلَدْۙ۳ او نه له چانه زېږېدلي
وَ لَمْ یَكُنْ لَّهٗ او نشته د هغه لپاره
كُفُوًا اَحَدٌ۠۴ برابر، هیڅوک
...
الله اکبر الله تعالي ډېر لوی دی
...
سُبْحَانَ پاکي ده
رَبِّيَ الْعَظِيمِ رب زما لره، چې لوى دى
...
سَمِعَ اللهُ اوري الله تعالى
لِمَنْ وينا د هغه چا
حَمِدَهُ چې صفت يې کوي
...
رَبَّنَا اى ربه زموږ
د ثواب لپاره یی درسره شیر کړئ