To start downloading books

Please sign in or create an account.

د کاریزماتيک شخصيت ځانګړنې

د کاریزماتيک شخصيت ځانګړنې

"کاریزما" یوه ځانګړې وړتيا ده، په کومه کې چې تاسو نور خلک تر خپل تأثیر لاندې راوستلای شئ. دا یو داسې مهارت دی، چې کولای شئ زده یې کړئ، تقویت ورکړئ او نورو ته یې هم وښيئ. اکثره کاریزماتیک شخصيتونه بریالي وي او د خپل شاوخوا خلک ترې خوښ وي. 
 موږ په خپلې کورنۍ، ټولنې، پوهنتون، دفتر او ګڼو نورو ځايونو کې داسې شخصیتونه پېژنو. دا چې څنګه موږ هم د هغوی په څېر نور تر خپل تأثیر لاندې راولو او محبوبيت پيدا کړو، په دې لیکنه کې به پرې پوه شئ.

 د کاریزماتيک شخص ځانګړتياوې

که تاسو هم غواړئ، چې کاريزماتيک اشخاص شئ نو لاندې ذکر شوي ځانګړتياوې په بشپړ غور ولولئ او پر خپل ځان يې هم تطبيق کړئ.

 ۱. پر ځان باور 
 کاریزماتيک اشخاص تل پر ځان باور لري. له هېڅ سخت کار څخه نه په شاه کېږي خو دا باید ووايو، چې هېڅکله بې فکره اقدام نه کوي. تل هڅه کوي چې د خپل اقدام لپاره دلایل ولټوي او پوه شي، چې دغه کار یې په ګټه دی او که نه. دا چې پر ځان باور د بریا لپاره د لومړني شرط په توګه پېژندل کېږي نو ځکه خو دا  ډول اشخاص په خپل کورني او کاري ژوند کې تل خوښ او بریالي وي.

 ۲. آرام چلند
 له نورو سره په اړيکو او چلند کې خورا آرام وي. تل په سړه سينه ځواب ورکوي. همدارنګه احساسات تر خپلې ولکې لاندې ساتي. کاریزماتيک اشخاص پوهېږي، چې آرام چلند تر هر څه ډېر ددوی په ګټه دی. دوی وايي: آرامې اوبه په غره کې لارې باسي. رښتيا هم همداسې ده. په هر کار په زور نه کېږي، خو اکثره کارونه په آرامه کولای شو. له نورو سره آرام چلند دې ډول اشخاصو ته ځانګړی محبوبیت ورکړی.

 ۳. ښه اورېدونکی
 ښه اورېدونکي د هر چا خوښېږي او هر څوک ورته د زړه خبرې کوي. کاریزماتیک اشخاص ډېر اوري او لږ وايي. همدارنګه کله چې تاسو ورته غږېږئ په ډېر ځير سره ستاسو خبرې اوري. تاسو ته دا احساس درکوي، چې ستاسو خبرې ورته د اهمیت وړ دي. همدارنګه دا ډول اشخاص په کاري چاپېریال کې د کار د ښه والي په موخه د خپلو همکارانو مشورو ته اهميت ورکوي.

 ۴. همېشنۍ مسکا
 د کاریزماتيک اشخاصو د محبوبیت بل سبب د هغوی خندانه څېرې دي. دوی تل مُسک وي. که غږېږي، که غلي وي او یا کوم بل حالت کې وي همېشه یې تندی یې ورین وي. ددوی په لوري کتل انسان ته ډاډ او آرامښت وربښي. 

 ۵. د خلکو نومونه
 موږ او تاسو تر ډېره د هغو خلکو نومونه نه یادوو، چې لږ ورسره مخ کېږو. مګر کاریزماتيک اشخاص دې ټکي ته خاص اهميت ورکوي. هغوی تل کوښښ کوي، چې د خلکو نومونه یاد کړي. آن د داسې خلکو نوم هم پوښتي چې پوهېږي نور ورسره نه مخ کېږي.

 ۶. بخښنه 
 کاریزماتيک اشخاص هېڅکله د غچ اخیستلو فکر نه لري. که تاسو هر څومره بد وکړئ په بدل کې یې بد نه کوي. بخښنه کول یو له هغو مهمو ځانګړنو څخه ده، چې دا ډول اشخاص یې لري.

Related Articles

مديريت Management

لومړۍ برخه د مديريت د زده کړي دا لړۍ به په څلورو برخو کي په مکمله توګه به درته وړاندي شي. په لومړۍ برخه کي د مديريت،ګټورتوب،مؤثريت،مدير،د مديرانو ډولونو او د هغوی ددندو اړوند به درته واضح معلومات وړاندي شي.  مديريت يا منېجمنټ په لغت کي اداره کولو ته وايي او په اصطلاح کي د انساني او مادې ځواک په واسطه په کم وخت او کم لګښت سره د يو ادارې يا سازمان...

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

دا ځل به د اوسنۍ ايټاليې د ستر شاعر (هوراس) په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ! ۱ـ “له سبا ورځې نه څوک خبر دي؟ همدا نن ورځ په خوښۍ تېره کړه.” که ځير شو نو نوموړی هغه خلک ننګوي، چې تل د سبا په اړه فکر کوي. دا ډول خلک د سبا په اندېښنو کې د نن موقع له لاسه ورکوي. اوس تاسو فکر وکړئ او سم ځواب ووايئ، آيا تاسو هم راتلونکي ته اندېښمن يئ؟ که ځواب مو هو وي،...

جبه زاره ځمکه باندې د ودانۍ جوړول

شايد لوستل يي ډير مفيد وي  په جبه زاره ځمکه باندې د ودانۍ جوړول  Constructing a building  on a water logged areaکله چې د اوبو لیول د ځمکې د سطحې له مخ څخه له یونیم تر دوه مترو پورې ښکته وي جبه زاره  (waterlogged)  یا (Swamp land)  یا  (Marsh land)ځمکه ګڼل کیږي .په جبه زاره ځمکه کې  دخاروې ټول رګونه (capillary)د اوبو په واسطه ډک شوي وي او کله چې دا...

Recommended Articles

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...