To start downloading books

Please sign in or create an account.

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

دا ځل به د اوسنۍ ايټاليې د ستر شاعر (هوراس) په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ!

۱ـ “له سبا ورځې نه څوک خبر دي؟ همدا نن ورځ په خوښۍ تېره کړه.”

که ځير شو نو نوموړی هغه خلک ننګوي، چې تل د سبا په اړه فکر کوي. دا ډول خلک د سبا په اندېښنو کې د نن موقع له لاسه ورکوي. اوس تاسو فکر وکړئ او سم ځواب ووايئ، آيا تاسو هم راتلونکي ته اندېښمن يئ؟ که ځواب مو هو وي، نو دا کړنه همدا نن پرېږدي. ددې چارې تاوان ډېر زيات دی. تاسو د سبا په اندېښنو کې د نن فرصت له لاسه ورکوئ او خپل ژوند د اندېښنو او تشويشونو قرباني کوئ. که ستاسو ملګري هم دا ستونزه لري، کولای شئ هغوی هم له دې ناسمې لارې وسپموئ. 

۲ـ “څوک چې کار پيل کړي، نيم کار يې پای ته رسولی دی.”

د جلمې ژورو ته که ځير شو، نو خبره واضحه ده. ډېری خلک ښې مفکورې لري، پلان لري او پوهېږي چې بريالي کېږي. مګر بيا هم ترې کار پاتې وي. پوهېږئ اساسي علت يې څه دی؟ پيل! دا ډول خلک له پيله وېرېږي. که تاسو هم په ورته حالت کې يئ همدا اوس خپل امکانات وسنجوئ او په کار لاس پورې کړئ. دا خبره ستاسو په علمي، ټولنيز او کاري ژوند کې هم صدق کوي. ځينې خلک د درس، ځينې د اړيکو او ځينې نور بيا د کاروبار په شروع کولو کې د پيل له مرحلې نه شي تېردلای. اوس فکر وکړئ تاسو څه پلان لرئ؟ ځواب مو که هر څه وي پيل يې کړئ. ډېر ژر د خپل فعاليت پای او پايله هم ووينئ.

۳- “د امپراتورۍ له اراده کولو څخه د خپل ځان اراده کول سخت دي.”

آيا لويې هيلې لرئ؟ د لويو کارونو د ترسره کولو ارادې لرئ؟ که ځواب مو هو وي نو لومړی بايد پر خپل ځان حاکميت پيدا کړئ. تاسو ته به پر ځان حاکميت بېخي عجيبه ښکاري، مګر دا تر ټولو سخت کار دی. که تاسو پر خپل ځان حاکميت پيدا کړ، ټولې نړۍ ته تغير ورکولای شئ. آيا کله له خپلو غوښتنو تېر شوي يئ؟ که ځواب مو نه وي نو تر اوسه پر خپل ځان حاکميت نه لرئ. ددې جملې شرحه ډېره لويه ده. خو په لنډ ډول ويلای شو پر ځان حاکميت پر نړۍ حاکميت دی. تاسو به فکر کوئ چې نړۍ خو ډېره لويه ده. حقيقت هم همدا دی، چې نړۍ ډېره ستره ده. خو زموږ موخه فردي نړۍ دي. موږ د سترې نړۍ ترڅنګ ځينې کوچنۍ نړۍ هم لرو. لکه خپله کورنۍ، قوم او هېواد هم زموږ د کوچنۍ نړۍ يوه برخه ګرځي.

Related Articles

جعلي/تقلبي پوهنتونونه څنګه وپیژنو؟

جعلي/تقلبي پوهنتونونه څنګه وپیژنو؟  نن سبا بهر کې د تحصیل او زدکړې مینه وال ډیر دي، خو له هغه ځایه چې د بورسونو شمیر محدود او پروسه یې خورا رقابتي ده، نو لږو کسانو ته د بورس له لارې تحصیلي فرصتونه برابریږي. پدې لر کې ډیر داسې ځوانان شته چې د پوهنتونونو د داخلې/ادمیشن شرایط پوره کوي خو د پورتنیو لاملونو له امله د بورس له لارې زدکړې نشي پیلولی. ځینې...

د اضافي وزن د کمولو مناسبه پروسه

وزن زیاتېدل یوه نړیواله ستونزه ده. له همدې امله خلک د فزيکي او رواني روغتیا په برخه کې ډیرې ستونزی لري. د وزن د ستونزې د حل لپاره یوه پراخه نړیواله انډسټري جوړه شوې ده، خلک هڅوي چې د وزن د کمولو لپاره بیلابېل محصولات او خدمات وکاروي خو حقیقت دا دی چې وزن کمول او مناسب اندام لرل یوازې په درملو یا چټکو لارو نه کیږي. دا یوه دوامداره هڅه او طبعي پروسه...

د اینګین اکیورک پېژندنه

لیکنه: شکېبا نادري د اینګین اکیورک پېژندنه   د نړۍ ټول هېوادونه سینماګانې او غوره اداکاران لري، اداکاران یې د نړۍ په ګوډ ګوډ کې لیدونکي او خوښونکي لري، یو له دغو هېوادونو څخه ترکیه ده، چې په دې وروستیو کې یې ډېری ډرامې په افغاني ټلوېزیونونو کې خپرېدلې او ډېر مينه وال یې پیدا کړي وو.  موږ په نننۍ لیکنه کې د اینګین اکیورک په اړه تاسو ته معلومات د...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...