To start downloading books

Please sign in or create an account.

Faridon Delsoz Niazai 10 months ago 429
قالبندي ساختمان

قالبندي ساختمان

ـ  ـ ـ ـ ـ ـ  ـ ـ ـ ـ ـ   قالبندي(Formwork) ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ
قالبندي يوه موقتي ساختماني پروسه يا د سختمان موقتي جز ده کوم چې د يو ساختمان د عناصرو لپاره د تکيې په حيث کارول کيږي چرته چې تازه کانکريټ اچول کيږي، تر څو د ساختماني جز member مطلوب شکل لاس ته راشي قالبندي د هر ساختماني جز لپاره په پام کې نيول کيږي لکه بيم ،پايه ،سلب ،تهداب او نور 
د قالبندۍ خلاصول (removing) بايد د کانکريټ د کافي(sufficient) مقاومت د لاس ته راوړلو څخه وروسته صورت ونيسي د يادونې وړ ده چې په بعضې حلاتو کې قالب په ځاى پر ځاى شوي ځاى کې په دوامدار شکل هم پاتې کيږي چې دا صورت په فلزي قالبندۍ کې نظر تکنالوجي ته صورت نيسي 
په عمومي ډول کالبندي يا Formwork په دوه برخو ويشلى شو 
(1)  Shuttering         
(2)  Centering 
اول : shuttering دا د قلبندۍ هغه برخه ده کومه چې د عمودي عناصرو د اتکا يا support لپاره کارول کيږي لکه پايه ،ديوال او داسې نور 
دوهم : Centering دا د قالبندۍ هغه برخه ده کومه چې د افقي عناصرو لکه سلب او نور ـ ـ ـ ـ د اتکا يا Support لپاره کارول کيږي.

 مخکې له دې نه چې کانکریټ اچونه شروع کړی د قالبندۍ اړوند لاندې کارونو څخه ځان مطمین کړئ

1) د قالبندي یو لېول باید کنترول کړئ
                          
2) قالب بندۍ کې باید سوري موجود نه وي

   3) د قالب او سیخانو تر منځ فاصله(Cover )باید د نقشې مطابق  موجود وي

4) د تقاطع په نقطو کې د ګونیا کنترول باید وشي

5) د قالبونو (Support ) یا اتکاګانو کنترول باید وشي تر څو مطمین شو چې (Support) عمودي او محکم دي

6)  طول ، عرض او ارتفاع باید د پلان مطابق کنترول کړئ 

7) دبیمونو اندازې باید داخل کې چیک شي ځکه چې بېرون خواته د قالب بندۍ تختې ډبلوالی پکې راځي سمې اندازې نه ورکوي

 8)قالبونه باید پاک او محکم وي 

 

Related Articles

هغه کړنې چې ستاسو شخصیت ته تاوان رسوي

په ټولنیز ژوند کې نږدې هر انسان د ښه شخصیت، محبوبیت او درنښت غوښتونکی وي. زموږ او ستاسو په شمول ټول وګړي غواړي، چې خلک یې ښه ووایي، ویې ستايي او ورته ته ګران دې وي. مګر بیا هم ځينې عادتونه او کړنې شته، چې نورو ته یې بدمعرفي کړي او درنښت یې کم کړي. داسې کړنې ممکن بېخي ډېرې وي، خو دلته یې یوازې پر ځینو ډېرو عامو خبرې شوي دي.   لومړی ـ احترام وايي...

کوم ډول خلک زمونږ رښتيني ملګري دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ټولنيز ژوند کې ټول انسانان د نورو همکارۍ ته اړ دي. دغه خلک د کورنۍ، کلیوالو، وطنوالو او یا هم د دوستانو په شکل له موږ سره د ژوند په چارو او فعالیتونو کې همکاري کوي، تر څو په ګډه له ژونده خوند واخلو او پرمختګ وکړو.  که حقیقت ومنو نو له همدې خلکو پرته ژوند ډېر ستونزمن او آن ناممکن دی. په ځانګړې توګه د ملګرو درلودل د هر انسان...

د انار دپوستکي روغتیایي ګټې

لیکنه: شکېبا نادري،  د انار د  پوستکي روغتیایي ګټې   انار هغه مېوه ده چې د مني په موسم کې پخېږي د مني پر مهال دا مېوه زموږ د ګران هېواد افغانستان په هر ولایت کې په ځانګړي توګه په کندهار او جلال اباد ولایتونو کې ډېره پیدا کېږي، چې هر څوک یې په اسانۍ او ارزانه بیه تر لاسه کولای شي، له بده مرغه چې ډېری خلک د انار پوستکی لرې غورځوي، خو که یې له روغتی...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...