To start downloading books

Please sign in or create an account.

Faridon Delsoz Niazai 10 months ago 710
د چای ترموز چونکیدا -فزیک

د چای ترموز چونکیدا -فزیک

د خوب پر مهال به حتما د تش ترموز مسلسلې چونګېدا نا ارامه کړي وی. ستونزه هغه وخت جدي شي چې ترموز تر هغې نه غلی کېږي چې سر یې خلاص نشي. 
د دې فزیکي پېښې په اړه بېلابېل نظرونه شته. ځینې فکر کوي چې کله چای له ترموز تش شي نو هلته خلا جوړه شي او د همدغه غږ پر مهال لږ لږ هوا د ترموز منځ ته ورځي څو هلته رامنځ ته شوې خلا ډکه شي. خو دا صحیح نه ده.
د لیسانس زده کړو پر مهال مو ترمودینامیک یا د تودوخې فزیک او د هغې څخه رامنځ ته شوي حرکتونه، د اشیاو انقباض او انبساط لوستل. یوه شپه د همزولو سره ناست وم چې ترموز له تشېدو وروسته غږونه پیل کړل. له همزولو مې وپوښتل ترموز ولې غږ کوي. هغو پورتنی ځواب راکړ. ما ورته وویل چې دا ځکه صحیح نه دی چې که خلا هلته وای نو د یو ځل بټن وهلو (چې د ترموز منځ ته د هوا تلو لار پرانیزي) دا تشه ډکېده او بیا اړټیا نه وه ترموز دویم او دریم ځل غږ وباسي. دوی پر خپل ځواب شکمن شول او راڅخه یې وپوښتل چې کره لامل یې څه دی؟
ما ورته لومړی د تودوخې له امله د اشیاو انقباض او انبساط تشریح کړل. چې دا خواص په هوا لا ښه عمل کوي. وروسته مې ورته وویل چې د چای اچولو پر مهال هوا ترموز ته ننوځي چې له کبله یې د چای اچولو بهیر پوکانې لري او ګیلاس کې هم ځینې وخت پاتې کېږي. ترموز ته ننوتې سړه هوا هلته رامنځ ته شوې خلا ډکوي. خو د ترموز د منځ تودوخه تازه ننوتې هوا تودوي چې له کبله یې انبساط رامنځ ته کېږي. د هوا انبساط د ترموز په سرپوښ فشار راوړي او په دې توګه هوا له ترموز بهر راوځي. دا چې د راوتو لار یې ډېره کوچنۍ او چای له کبله لمده وي، نو د هوا وتل غږ تولیدوي.
جالبه دا ده چې له څو ثانیو هوا وتلو وروسته په ترموز کې فشار تعادل ته رسيږي. په دې وخت کې ترموز نوره هوا نه وباسي او غږ هم ورسره ورک شي. وروسته چې بیا د ترموز د منځ هوا د تودوخې له کبله منبسطه شي، بیا فشار لوړ شي او د هوا وتلو لپاره زمینه برابره شي. د هوا وتلو لړۍ هغه مهال پای ته رسي چې یا د ترموز سر خلاص شي څو منبسطه شوې هوا په ازاد ډول له ترموز بهر شي او یا د ترموز منځ سوړ شي.
دې پېښه ته د شپې ډېر پام اوړي ځکه ارامي وي او لږ غږ هم زر اورېدل کېږي. که څه هم د ورځي دا فیزیکي پېښه تکرارېږي، په دې لږ توپير چې د شپې پرتله د ورځې بهرنۍ هوا تودوه وي او انبساط يې هم د تودوالي په تناسب لږ وي.
د هوا انقباص او انبساط د ټرمودینامیک علم په لومړیو کې پيژندل شوی او په نړۍ کې د صنعتي انقلاب پر مهال ورڅخه ګڼو ماشینو کې کار واخیستل شو. تر اوسه هم په ځینو مواردو کې دا پروسه کارونه لري. 
#ساینس زده کړئ!
https://twitter.com/assemmayar1

Related Articles

د سالمې روژه لپاره لارښوونې

په روژه میاشت کې انسان له ځینو روغتیایي ستونزو لکه؛ کم خوبي، ډیهایډرېشن، سردرد او… نورو سره مخ کیږي چې سبب یې نا سالمه خوراک او د خوړلو پر وخت بې پروایي ده، دلته د سالمې روژې لپاره ځینې لارښوونې دي:   ۱: پیشلمي ( سحري) ضرور وخورئ! څنګه چې وایي : “سهارنۍ د ورځې تر ټولو مهم خواړه دي” په روژه کې یې پیشلمی ځای نیسي او باید پیشلمي ته را ویښ شئ او په...

نقشې تطبیق-خط اندازي

د نقشې تطبیق( خط اندازي):له تطبیق څخه هدف دا دی چې پلان انجینر ته وسپارل شې(پلان د بل انجینر پواسطه ترتیب شوی وی) یا انجینر پخپله پلان ترتیب کړی وی او هغه د ګچ یا چونې پواسطه په ځمکه تطبیقوی. لاندی نقطې په پام کې نیول کیږی:1- د نقشې شمال لوری د ځمکې له شمالي لوری سره یو کول(دا کا د قطب نما په وسیله تر سره کیږی).2- د یو معلوم خط لرل: پدی معنی چی د ن...

د بېرتولت لنډ ژوندلیک

ليکنه ـ ریاض مقامزی   د نړۍ او په ځانګړې توګه د الماني ادبیاتو په مشهورو څېرو کې د بېرتولت ځای خورا څرګند او روښانه دی. تاسو به پدې لیکنه کې د نوموړي په اړه لا ډېر پوه شئ. ژوندلیک بشپړ نوم یې بېرتولت برشت "Bertolt Brecht" دی. د نړېوالو ادبیاتو او په ځانګړې توګه د آلماني لیکوالو په قطار کې خاص ځای لري. نوموړی یو ښه شاعر، د تیاتر کارپوه او ډرامه...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...