To start downloading books

Please sign in or create an account.

د موبايل اړوند ځينې اړينې لارښوونې

د موبايل اړوند ځينې اړينې لارښوونې

شلمه او يوويشتمه پېړۍ د ټکنالوژۍ د پرمختګ او اوج پېړۍ ده. په دې موده کې د ټکنالوژۍ دنیا د سترو او حيرانوونکو بدلونونو شاهده وه. یو له دې لاسته راوړنو د ګرځنده موبایلونو او انټرنيټ پيدا کېدل دي.
 موږ د ورځنيو چارو د ښه سمبالښت او چټکۍ لپاره اړ یو، چې له موبایل او انټرنيټ څخه ګټه واخلو. مګر دغه ګټه بې زیانه هم نه ده. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع غږېږو. 

 ۱ ـ په موبایل کې غږېدل کم کړئ!

څېړنو ښودلې ده، چې که تاسو په موبایل کې له دوو دقیقو ډېر غږېږئ ستاسو ماغزه د موبایل د شعاوو تر تأثير لاندې راځي، که څه هم دغه شعاع ډېره لږه ده، مګر تکرار یې ستاسو حافظې ته یو جدي خطر پيدا کولای شي. 

 ۲ـ ماشومان له موبایل څخه لرې وساتئ!

په هېڅ وجه خپل ماشوم ته ځانګړی ګرځنده موبایل مه اخلئ. ځکه چې د ماشومانو ماغزه د ودې په حال کې وي او ډېر ژر د موبایل د خطرناکو څپو تر تأثير لاندې راتللای شي، چې ډېر هېښوونکی دي. نو له اړتيا پرته هېڅکله ماشومانو ته موبایل هم مه ورکوئ! 

 ۳ ـ موبایل مو د پتلون جېب کې مه ګرځوئ!

که تاسو په کور او یا دفتر کې یئ، نو غوره خبره ده، چې موبایل بېخي له جېبه لرې کړئ. پر مېز او یا کوم بل ځای کې کېږدئ. خو که په سفر کې یئ او مجبور یئ چې موبایل له ځان سره وګرځوئ نو بیا د پتلون جېب پر ځای کوم بل ځای وټاکئ. ځکه چې د بدن ښکتنۍ برخه نسبت برنۍ ته د موبایل ضرري شعاوې ژر جذبوي. څېړنو ښودلې ده، هغو خلکو چې د پتلون په جېب کې یې موبایل ګرځاوه، ۳۰% سپرمونه یې کم شوي وو. په همدې اساس ويلای شو، دا کړنه کولای شي تاسو د بې اولادۍ له ستونزې سره مخ کړي.

 ۴ ـ پرېږدئ، چئ لومړی اړيکه ټينګه شي

کله چې تاسو کومې شمېرې ته زنګ وهئ غوږ ته یې مه وړئ. پرېږدئ، چې لومړی زنګ تېر شي او مقابل کس یې اوکی کړي، له هغه وروسته موبایل خپل غوږ ته نږدې کړئ. 
 که همداسې وکړئ تاسو له کموو شعاګانو سره مخ کېږئ، چې په دې توګه د خطرناکو شعاوو خطر کمېږی.

 ۵ ـ موبایل له ځانه لرې وساتئ

که ويده کېږي نو غوره ده، چې موبایل له خپل ځانه لرې کړئ. ددې ګټه دا ده، چې د الکترومقناطیس له څپو لرې پاتې کېږئ. که تاسو په مسلسله توګه د الکترومقناطیس د قوي څپو تر تأثير لاندې راشئ نو ډېر ژر به د اظطراب، بې خوبۍ، د سترګو سوځېدل، اسټریس او ګڼو نورو روغتيايی ستونزو سره لاس و ګرېوان اوسئ. 

 ۶ ـ موټر او ګرځنده موبایل

دا چې ګاډی چار چاپېره له فلز څخه احاطه شوی دی نو الکترو مقناطیسي څپې په کې تر هر بل ځای ډېر چټک وي او بدن زیانمنوي. کله چې په موټر کې یئ کوښښ وکړئ موبایل بند وساتئ. 
 همدارنګه په موټر کې د اوږدې مودې لپاره د موبایل کارول مو زړۀ بدوالي، ګنګسيت او سردرد ته لاره هوارولای شي.

 په ټوله کې زموږ وړانديز دا دی، چې د موبایل کارول بېخي کم کړئ. همدارنګه په موبایل کې غږېدل له هر څه ډېر خطرناک وي. کوښښ وکړئ د زنګ پر ځای له پيغامونو څخه ګټه واخلئ. خپلې ستونزې د میسج له لارې هم حل کولای شئ. 

Related Articles

زما په پوهه کی د ناپوهۍ فلسفه

نه پوهیږمه، چي په څه پوهیږمه؟  که په څه پوهیږمه نو څنګه پوهیږمه، ولي پوهیږمه؟!  چا پوهه کړم، څه وخت پوهه شوم، په څه پوهه شوم، ولی پوهه شوم، څومره پوهه شوم، او څنګه پوهه شوم؟!  دا چي څنګه ناپوهه یم، په څه ناپوهه یم، څومره ناپوهه یم او ولي ناپوهه یم، هم نه پوهیږم؟ یوازي په دي پوهیږمه چي نه پوهیږم. په دي باندي زما د پوهیدلو سره، سره دا چي زه پوهی...

څو جملې څو کتابه (۳)

لیکنه ـ ریاض مقامزی د لیکنو ددې لړۍ موخه یوازې او یوازې د "کتابتون ویبپاڼې" د لوستونکو فکري وده ده. لکه څنګه چې پوهېږئ، د فکري ودې او پرمختګ لپاره تفکر یو اړين فکټور ګڼل کېږي، نو ځکه ددې لیکنو جوړښت هم په داسې ډول عيار شوی، چې لوستونکی په کې خپل ځان وويني او فکر کولو ته اړ شي. که تاسو ددې لړۍ هره لیکنه په سمه توګه ولولئ، نو پوه به شئ چې څومره مهم...

د کتاب اخیستلو پر مهال باید کوم ټکي په پام کې ونيسو!؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی که تاسو هم له مطالعې سره علاقه لرئ او یا هم هره ورځ مطالعه کوئ، نو حتما به د کتاب اخيستلو پر مهال له ځينو پوښتنو سره مخ شوي یئ. مثلا: کوم کتاب واخلم؟ چېرته یې واخلم او ورته نورې پوښتنې به مو ذهن ته درغلي وي. دا ډېره ښه خبره ده او باید یادې پوښتنې ځواب شي.  په دې وروستيو کې اکثره خلک شکايت کوي، چې له کتاب اخيستلو وروسته پښېمانه...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...