To start downloading books

Please sign in or create an account.

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

ليکنه ـ رياض مقامزی

په دې ليکنه کې به تاسو د نړۍ د نوموتي فيلسوف، ليکوال او کره کتونکي (ژان پل سارتر) په ويناوو کې د ژوند درسونه لولئ!

 

يو انسان د نورو انسانانو ثمره ده او په هماغه اندازه ارزښت لري، لکه نور انسانان يې چې لري.

ددې وينا تر شاه يو عالي پيغام پروت دی. سارتر وايي هېڅ انسان د کرکې وړ نه دی. که تاسو له کوم انسان کرکه کوئ نو لومړی خپل والدين او يا هم دکورنۍ غړي فکر ته راوړئ. آيا تاسو له خپلې کورنۍ کرکه کولای شئ. هېڅکله نا!

نو مقابل لوری هم يو انسان دی. لکه ته، لکه ستا ورو، خور او يا هم د کورنۍ بل غړی. نو مينه او ارزښت ورکړه. خو پوښتنه دا ده، هغوی چې بدې کړنې کوي د ارزښت او قدر وړ دي؟ هو! بيا يې وايم هو! هغوی هم د قدر وړ او ارزښتمن دي، چې بدې کړنې کوي. ځکه چې هېڅوک له موره ظالم او بدعمله نه وي پيدا شوي د وخت شرايطو او حالاتو بدو کړنو ته اړ کړي وي. يا هم ځينو ستونزو بې لاري کړی وي. نو بايد ارزښت ورکړل شي او د خبرو له لارې يې اصلاح کول پيل شي. همدارنګه که بد نه وي د ښو په ارزښت هم نه شو پوهېدلای.

 

انسان هغه څه دی، چې دی يې له ځانه جوړوي.

ځينې خلک هر څه په قسمت ورتپي. خو سارتر بيا ددې مفکورې خلاف دی. هغه وايي، چې که انسان پرله پسې هڅې او کوښښونه وکړي نو کولای شي خپلو موخو ته ورسي. تاسو څه کېدل غواړئ؟ څنګه غواړئ؟

پيل يې کړئ او خپلو موخو ته به حتما ورسېږئ. همدرانګه له دې وينا بله موخه دا هم ده، چې انسان د خپل فکر مطابق موقف ته رسي. که تاسو ځان ته لوړ فکر کوئ حتما به لوړو پوړيو ته رسېږې او که ټيټ فکر کوئ پرمختګ نه شې کولای. يو ځای مې لوستي وو: په فکر کې اسمان ولرئ که آسمان ته و نه رسېږئ نو ستورو ته خو به حتما ورسئ!

 

مړينه کافي نه ده، بايد پر ځای ومرو.

که څه هم ددې جملې مفهوم خورا واضح دی، خو بيا هم غواړم لږ وضاحت وکړم. ځينې خلک مرګ د قسمت کار بولي او د خپل ژوند په اړه بې غوره وي. خو داسې نه ده، تاسو بايد تل د بدلون او پرمختګ مفکوره ولرئ. ژوند تر ټولو قيمتي څيز دی، بايد ښه ساتنه يې هم وشي.

 

له ټولو سره مې وفا وکړه او له هېچا مې د وفا تمه و نه کړه، په دې ډول آرام وم.

د ارواپوهنۍ په وروستيو څېړنو کې له نورو تمه د ژور خفګان له اساسي  عواملو څخه ګڼل کېږي. سارتر دا موضوع ډېره پخوا درک کړې ده. هغه وايي چې زه له چا تمه نه کوم، نو ځکه خو آرام يم. دلته موږ او تاسو ته پيغام دا دی، چې موږ بايد پرته له خدایه بل هېچا ته تمه و نه لرو. که تاسو تمه کوئ، نو حتما به خفګان هم وينئ. خو اصلي خبره دا ده، چې تل بايد رښتوني اوسئ او په بدل کې له خلکو د رښتينولی تمه مه کوئ. حتی که هغه موږ نږدې ملګري هم وي. که مقابل لوري وفا کوي ويې ستايئ که يې نه کوي ترې تېر شئ.

Related Articles

قالبندي ساختمان

ـ  ـ ـ ـ ـ ـ  ـ ـ ـ ـ ـ   قالبندي(Formwork) ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـقالبندي يوه موقتي ساختماني پروسه يا د سختمان موقتي جز ده کوم چې د يو ساختمان د عناصرو لپاره د تکيې په حيث کارول کيږي چرته چې تازه کانکريټ اچول کيږي، تر څو د ساختماني جز member مطلوب شکل لاس ته راشي قالبندي د هر ساختماني جز لپاره په پام کې نيول کيږي لکه بيم ،پايه ،سلب ،تهداب او نور د...

افسانه(قسم او دوزخ)# ليک محمد الياس الياس ملاکنڈ

(قسم او دوزخ) هسي خو د‌ امير عالم پلار سيد عالم حاجي صيب د‌ شکل نه ډير ښه انسان ښکاريدو - ټوله ورځ به په جمات کښې ناست وو مونځونه او نفلونه به يې کوله او د اللّٰه نه به يې سوال او زاري کوله چي خدايه ما اوبخښے. او په ژړا به شو    يوه ورځ تري د‌ بر کلي فقير ګل تپوس اوکړو چي بابا ته اکثر په دعا کښې په ژړا شے چي دا ولي؟   سيد عالم حاجي صيب ورته او...

رحمان بابا ته منسوب الحاقي شعرونه

ليکنه: عزيزالله مبارز رحمان بابا د خپل محبوبيت له مخې په پښتنو کې ډېر مشهور دی او شاعري يې د خلکو په خولو لکه د لنډۍ هسې جاري ده. د خلکو په خولو کې د رحمان بابا ځينې شعرونه او بيتونه مغالطه شوي دي، ځينې کلمې يې هم بدلې شوي دي او ځينې داسې بيتونه چې د حسن مقطع په ډول د رحمان بابا نوم هم پۀکې راوړل شوی، حتی په دېوانونو کې تکرار شوي او په رحمان بابا...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...