To start downloading books

Please sign in or create an account.

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

په دې لنډو کرښو کې به د انګلستان د مشهورې ليکوالې ويرجينيا وولف په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ!

“انسان نه شي کولای، له ژوند څخه د اجتناب او نفرت په صورت کې آرامۍ ته ورسېږي.”

دا چې انسان ټولنيز موجود دی، نو معلومه خبره ده چې د ټولنې ناخوالې د انسان په روان اغېز کوي. د افغانستان په څېر هېواد کې چې هره ورځ وژنې، چاودنې او سل نورې اندېښنې موجودې وي، حتما به انسان له ژونده زړه توری کېږي. خو څه کول په کار دي؟ ايا له ژونده کرکه موږ ته سکون راکوي؟ نا! هېڅکله نا! د يوه ذهين انسان د ژوند تجربه همدا وايي.

هڅه وکړئ، چې ښه ژوند وکړئ. ښه ژوند دا نه دی، چې تاسو دې ډېرې پيسې ولرئ. يوازې همدا ښه ژوند دی، چې نورو ته مو خير رسېږي. يوه مسکا د بل زړه خوشحالولای شي. نو ولې يې نه کوئ؟ ځينې وړيا خوښۍ او ثوابونه شته، ترلاسه يې کړئ؟ 

ژوند ښکلی دی، ښکلی!

 

“هېڅ يو نوښتګر ليکوال نه شي کولای، د خپل عصر بل نامتو ليکوال وزغمي.”

هر انسان ځينې سيالان لري. د هغوی زغمل کوم آسانه کار نه دی. ليکوال، آهنګر، مامور، قاضي او بل هرڅوک خپل سيال تر خپله ځانه مخکې او نوموتی نه شي زغملای. څه فکر کوئ، د وولف موخه له دې جملې څه ده؟

ويرجينيا وولف وايي، دا د انسان خاصيت دی، چې خپل سيال نه شي نه زغملای نو له دې خاصيته سمه ګټه پورته کړئ. سيال مو نه شئ زغملای؟ که ځواب مو هو وي، نو همدا اوس پاڅېږئ او حرکت وکړئ يو تېز حرکت چې له خپله سياله مخکې شئ. که همداسې مو وکړل نو تاسو د انسان له دې خاصيته سالمه ګټه پورته کړه او که يوازې مو خپل زړه وخوړ او يا مو مقابل کس ته کندې وويستې نو په ناسمه روان يئ.

 

“له څه شي، چې وېرېږم هغه دا دي، چې د يوه ناڅيزه او بې ارزښته انسان په څېر هېره شم.”

انسانان مختلف خاصيتونه لري. ځينې يې ګوښه ګير او ځينې نور يې بيا غواړي نوم يې تل پاتې وي. تاسو که په هره ډله کې يئ دا وينا تاسو ته يو درس دی.

ولې بايد هېر شئ؟ بې شمېره انسانان نړۍ ته راځي. ولې ډېر لږ يې خپل نوم پرېږدي. پوهېږئ هغوی څه کړي دي؟ په دې کې دوه درې خلک وي يو هغه چې بشر ته يې خير رسېدلی وي، دویم هغه چې بشر يې له شر سره مخ کړی وي، درېيم هغه ډله خلک دي چې يو عجيب کار يې کړی وي. تاسو په لومړۍ ډله کې ځان حساب کړئ. همدا نن فکر وکړئ چې بشر ته څه کولای شئ. آيا فکر کوئ ټول انسانيت ته خير رسول ستاسو له وسې پورته خبره ده. نو کولای شئ خپل کلي او ولسوالۍ ته يو د خير کار وکړئ. په دې ډول به تاسو پر ځان باور پيدا کړئ او په پای کې به ټول بشر ته د خير رسولو فکر ولرئ. ومرئ خو بې نومه مه مرئ!

Related Articles

بورسونو لپاره تحصیلي هدف Study Object څه دی؟

7. د بورسونو لپاره تحصیلي موخه یا هدف څه دی؟ What is a Study/Research Objective?له هغه ځایه چې تحصیلي موخه (هدف تحصیل/تحقیق) د ماسترئ بورسونو د غوښتنلیک یا اپلیکیشن له خورا مهمو برخو څخه شمیرل کیږي، نو ومې غوښتل چې په دې برخه کې یو لنډ لارښود او یوه بیلګه درسره شریکه کړم.د تحصیلي موخې لیکل آسانه کار ندی ځکه له یوې خوا کافي وخت ته اړتیا لري او له ب...

د او.هینري لنډ ژوند لیک

 لیکنه ـ ریاض مقامزی   کله چې په نړېوالو ادبیاتو کې د لنډو کیسو نوم اورو؛ نو ورسره سم د او.هینري نوم هم د یادولو وړ ګرځي. پدې لیکنه کې به تاسو د نوموړي د ژوند او فن په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.   پېژندنه او.هنري "O. Henery" امريکايی لیکوال دی، چې په "۱۸۶۲ز" کال کې یې د امریکا په ګرینزپور په ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلې. ددې لیکوال خپل...

ژوند څه شی دی؟

وایي:  "ژوند د B څخه تر D پورې دی خو د B او D تر منځ C دی؛ نو C څه شی دی؟" ژوند د زیږون څخه تر مړینې (مرګ) پورې دی او تر منځ یې انتخاب، غوره کول او پریکړه شتون لري. زیږون/زیږېدل = B=Birth مرګ/مړینه = D=Death انتخاب/غوره کول = C=Choice ژوند د انتخابونو او پرېکړو یوه ټولګه ده، نو باید ښه ژوند وکړو! ژوند نن دی، پرون تللی دی او سبا کېدای شي هیڅ...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....