شېر خان څوک و؟
2,779
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2021-05-14 03:50:36
شیر محمد خان نا شر په اصل کې د خروټو د قام مشهور مشر تیر شوی دی، چې نوموړی په شیر خان سره شهرت درلود. کله چې نادرخان د سقاو د زوی پر خلاف جنګیده نو د شیر خان ولسي لښکرو هم د هیواد په شمال کې د سقاو په راپرزولو او د نادرخان په ملا تړ سقاوي لښکرې وځپلې او د تاجکستان هیواد تر پولو پورې یې ځایونه په خپله ولکه کې راوستل.
هماغه و چې نادرخان دیوه فرمان له مخې په ۱۳۰۹ لمریز کال کې شیرخان د قطغن او بدخشان والي وټا که . په پخوانیو وختونو کې قطغن د بغلان ، کندز او تخار ولایتونو ته ویل کیده .
د شیرخان کورنۍ او په تیره بیا دهغه وراره غلام سرور ناشر دکندز ولایت په ودانولو او پر مختګ کې لویه ونډه واخیستله . ددغې کورنۍ په هڅواو هلو ځلو سره په کندز کې دسپين زر شرکت او کارخانه جوړه شوه چې دمالوچو ، زغرو ، پنبه دانې او غوړیو تولیدات یې درلودل او ډیر شمیر کارګرو ته د کار زمینه برابره شوه . همداراز دشیرخان بندر ، دکندز موزیم ، دکندز سینما او دکندز دسپین زر هو ټل هم ددوی په هلو ځلو سره جوړ شول . ده په کندز کې دښوونځیو او روغتونونو په جوړولو کې هم زیا ت کو ښښونه وکړل . دافغا نستان حکومت دشیر خان دخدمتونو په بدل کې دافغا نستان او دتا جیکستان تر منځ سر حدي پوله دشیر خان بندر په نامه ونوموله.دکندز ښار لیسه ( شیرخان لېسه ) هم دده په نامه نومولې شوې ده.
په پخوا وختونو کې یو متل و: که مرګ غواړې کندز ته لاړشه!
خو د شیرخان له برکته کندز ډیر پر مختګ وکړاو کندز د تمدن ، پرمختک ، کرنې ، صنعت او ښکلا په ښار بدل شو
باید زیاته کړم چې دافغا نستان نامتو سندر غاړي فرهاد دریا هم په همدې کورنۍ پورې اړه لري .
لطیف یاد