لیکنه ـ ریاض مقامزی
د کتابتون ویبسايټ اداره تل په دې هڅه کې ده، چې د خپلو لوستونکو د فکري ودې او پرمختګ لپاره لیکنې چمتو کړي. ددې هڅې په جریان کې کتابتون د معلوماتي لیکنو بېلابېلې لړۍ پیل کړي دي. دا د "څو جملې څو کتابه" لړۍ دویمه لیکنه ده.
د لیکنو په دې لړۍ کې ډېرې معلوماتي خبرې نه وي، بلکې یوازې څو جملې وي او لوستونکي د همدې جملو په بار ـ بار لوستلو سره د ویناوو معناوې او درسونه پیدا کوي. د ارواپوهنې وروستۍ څېړنې هم دې پایلې ته رسېدلي، چې انسان په تفکر سره تر هر څه ښه زده کړه کولای شي.
د "څو کتابه څو جملې" په دې لیکنه کې به تاسو ته د روسیې د نامتو ریالیست لیکوال نیکولای ګوګول (Nikolao Gogol) څو ويناوې ولولئ. دا عادي ویناوې نه دي. بلکې هره جمله د یو کتاب خبرو خلاصه ده. نو تاسو د یو ښه لوستونکي په توګه باید هره جمله په دقیقه توګه ولولئ او معنا یې هضم کړئ.
د ګوګول څو خبرې
- ـ د ژوند په ډګر کې خپله هڅه وکړئ، که بریالي نه شوئ، لږ تر لږه خپل وجدان ته خو به ملامت نه یئ.
- ـ یو بې ځايه شک، ډېرې پر ځای پرېکړې خاورې کوي.
- ـ د انسان ژبه هغه مار دی، چې بېرته پخپله انسان چیچي.
- ـ د تخلیق له خونده بل لوړ لذت نشته.
- ـ تاسو دې ته وګورئ، چې څوک ستاسو خوښېږي او که نه؟ دې ته مه ګورئ چې تاسې د چا خوښېږئ.
- ـ د مور او پلار لومړنۍ دنده د خپلو اولادونو د استعداد کشفول دي.
- ـ هر څومره چې عقل او پوهه زیاتېږي انسان هماغومره احتیاط کوي.
- ـ پسرلی هم د نورو موسمونو په څېر یو موسم دی، اصلا موږ په تبلیغ کې افراط کړی دی.
د ګوګول کومه وینا ستاسو خوښه شوه او تاسو ترې څه درس واخیست؟
خپل نظرونه مو راته په کمینټ کې پرېږدئ!