To start downloading books

Please sign in or create an account.

ماشومان له مطالعې سره څنګه علاقه پیدا کوي؟

ماشومان له مطالعې سره څنګه علاقه پیدا کوي؟

کتابتون ویبسايټ د خپلو ګټورو لیکنو په لړ کې دا ځل د "ماشومانو روزنه" تر سرلیک لاندې د لیکنو لړۍ پيلوي. ددې لړۍ په لومړۍ لیکنه کې به زده کړئ، چې ماشوم څنګه له مطالعې سره علاقه پیدا کړي.

 

له مطالعې سره د ماشومانو علاقه

لومړی اړینه ده چې پوه شئ، ماشومانو ته په ډېر ویلو سره (چې درس ووایه، کتاب ولوله) د دوی شوق له کتاب سره نه ډېریږي. همدارنګه که له شدت او سختۍ نه ورسره کار واخلو مثلا غصه کېدلو، خفه کېدلو، وهلو او رټلو یا داسې نور نو ممکن د دوی شوق له مطالعې سره کم شي خو ډېر نه.

 

نو باید څه وکړو؟

دا تل یې په یاد ولرئ،

لومړی: ماشوم هغه وخت مطالعې او کتاب سره شوق پیدا کوي، کله چې د کورنۍ غړي په خاصه توګه پلار او مور د مطالعې شوق ولري. مثلاً که پلار یا مور خپله مطالعې ونه کړي، نو له اولاد څخه دې هم دا تمه نه لري، چې حتمي دې مطالعه وکړي. ځکه هغوی له دوی الګو او مثال اخلي. هغه کورنۍ چې لوستي (باسواده) کسان نه لري یا خپله دوی (پلار او مور) لوستي نه وي، نو دوی ته توصیه دا ده چی د خپل ماشوم په پار د ځینې وخت کتاب لاس کې اخلي. یا دې هم ځینې سوالونه ورته که څه هم زده یې وي د کتاب په خلاصولو سره ځواب کړي، یعنې ماشوم باید پلار او مور په لاس کې کتاب وویني او ماشوم باید پوه شي، چې که پلار او مور یې لوستي هم نه دي؛ خو شوق یې لري او عمل کی یې هم باید ورته وښایي.

 

دوهم: د کور او کورنۍ محیط کې باید مطالعې ته وخت ورکړل شوی وي. یعنې که په کور کې د کورنۍ ټول غړي په ساعتونو تلویزیون ته ګوري خو حتی نیم ساعت هم د مطالعې لپاره نه پاڅېږی او وخت نه ورکوي نو تمه مه لرﺉ چه د داسې کورنۍ ماشوم دې د مطالعې او کتاب اهل واوسي.

 

  • نور مهم ټکي

داسې مکوﺉ!

چې تاسې تلویزیون یا موبایل سره بوخت یاست او ماشوم ته ووایئ، چې ورځه هغه بله کوټه کې درس ووایه!

 

داسې وکړﺉ!

  • بیا هم وایو که ماشوم یو سوال وپوښتي که څه هم په ځواب یې پوهیږئ؛ خو د یو کتاب له خلاصولو نه وروسته یې ورته ځواب کړﺉ. تر څو هغوی پوه شي چې کتابونو کې هر ډول موضوعاتو شته او دوی هم خپلې پوښتنی هلته ځواب کولای شي.
  • په سهار یا ماښام کې یو ساعت د ټولو لپاره د مطالعې ساعت وټاکئ، هغه وخت کې دې د کورنۍ هر غړی کتاب راواخلي، که څوک لوستي وي یا نالوستي.
  • په کور کې کتابونه باید موجود وي او لاسرسۍ ورته آسانه وي.
  • ماشومانو ته په شوق، لوړ آواز او ښکلی لهجه کتاب لولئ.
  • ماشومان کتاب پلورنځیو ته بیایئ او ښه کتابونه ورته اخلئ.

 

ددې لړۍ په بله لیکنه کې د ماشومانو اړوند پر کومه موضوع پوهېدل غواړئ؟

خپل نظر کمینټ کې پرېږدئ، ترڅو موږ پرې لیکنه چمتو کړ.

 

لیکنه: لیمه دلیل

Related Articles

ژوند او ځانګړتیاوې یې

لیکنه ـ وړانګه اکبر   ژوند څه دی؟   له یوې خوا دا پوښتنه ډېره ساده ښکاري؛ خو له بلې خوا له معما څخه کمه نه ده. کله ـ کله موږ داسې انګېرو چې که ژوند ته کوم تعریف ورنکړو هم کولای شو له مرګ څخه یې توپیر (بېل) کړو. لکه په ډېرې سادګۍ سره ویلای شو، چې ژوي ژوندي دي؛ خو منرالونه ژوندي ندي. مګر ډېری ساینس پوهان د ژوند په هکله لاندې نظریې لري او دا یې د ژو...

د کامیابۍ نصیحتونه

په دې لنډه لیکنه کې د پلار له لوري زوی ته (۳۴) نهایت ضروري نصیحتونه راغلي دي؛ تاسو هم پرې بشپړ عمل وکړئ او له نورو ملګرو سره یې هم شریکه کړئ. ۱. د سګرټ څکولو څخه ځان ساته. ۲. د ښځی په انتخاب کي د ډېر احتیاط څخه کار واخله؛ ځکه چې ښځه 90٪ ستا د خوښۍ او خفګان مسولیت لري. ۳. رزانه سامان(بې کيفيته) مه اخله. ۴. خپل بچيان څنګه چې دوی دي اومنه نه هغسې...

ګابريل ګارسيا څوک و!؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی  کله چې د نړېوالو ادبیاتو مطالعه پیل کړو، نو حتما د ګابریل له نوم سره مخ کېږو. نوموړی په لاتینه امریکا کې زېږدلی او آثار یې نړېوال محبوبیت لري. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې چې نوموړی تر یوه بریده در وپېژنو.   د مارکېز لنډ ژوندلیک ددې ستر لیکوال بشپړ نوم ګابریل ګارسیا مارکېز "Gabrirel Garcia Marquez" دی. نوموړی د "۱۹۲۷ز" کال د...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...