To start downloading books

Please sign in or create an account.

د البرټ انشټاین لنډ ژوندلیک!

د البرټ انشټاین لنډ ژوندلیک!

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

موږ او تاسو اکثریت د آلبرټ انشټاين له نامه سره آشنا یو؛ نوموړی هغه څوک دی، چې د نسبیت تیوري یې وړاندې کړه. اکثره پوهان انشټاين یو نه تکرارېدونکی نابغه بولي او د نړۍ د یو لوی عالم په سترګه ورته ګوري. د نوموړي ډېری نظریې او څېړنې د علم په پرمختګ او مثبت بدولون کې ګټورې ثابتې شوي دي. باید ووایو چې د پوهې او علم په برخه کې د نوموړي هڅې نه هېرېدونکي دي. په دې لیکنه کې د همدې ستر انسان د ژوند په اړه به لا ډېر پوه شئ.

 

انشټاين څوک و؟

د نوموړي بشپړ نوم "البرټ انشټاين" دی. د "۱۸۷۹ز" کال د مارچ په څوارلسمه، د ورځې یوولس نیمې بجې یې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې. د زېږېدو ځای یې د آلمان اولم ښار دی، چې د اشتوتګارت په سل کیلوميټرۍ کې پروت دی. کورنۍ یې يهودي وه.

د انشټاين پلار د الکترو شیمیايي محصولاتو د تولید کوچنۍ کارخونه درلوده. مور یې پالین کوخ نومېده، چې له هنر او موسیقۍ سره یې ډېره علاقه درلوده.

انشټاين په ماشومتوب کې هېڅ ځيرک نه معلومېده. د خبرو کولو پیل یې هم ډېر وخت ونيوه؛ آن کورنۍ یې ورته اندېښمنه وه.

د خپلې مور په څېر انشټاين هم له موسیقۍ سره ډېره علاقه لرله. د ویولون زده کړه یې آن له پنځه کلنۍ څخه پیل کړه. له دې موسیقۍ سره یې ډېره علاقه درلوده او د عمر تر پایه یې دا مینه وپاللـه.

یو څه موده وروسته نوموړی ايټالیې ته لاړ او هلته یې خپله لومړنۍ علمي مقاله خپره کړه. دا مقاله د نور د حرکت د څرنګوالي په اړه وه. بیا یې د عمر تر پایه شاوخوا درې سوه علمي مقالې خپرې کړې.

د نوموړي سر او کار له علمي موضوعاتو سره و او تل به یې د علمي موضوعاتو په اړه فکر کاوه. په "۱۹۰۰ز" کال کې د سویس هېواد، په زوریخ پولي تخنيک پوهنتون کې د فزیک په برخه کې خپل تحصیل پای ته ورساوه. که څه هم د فزیک په تیوريو کې به یې ښې نمرې ترلاسه کولې؛ مګر د محاسبې او ریاضياتو برخه به یې کمزورې وه. 

 د زده کړو په جریان کې یې له میلوا سره وپېژندل، چې بیا یې په "۱۹۰۳م" کال کې له نوموړې سره واده وکړ. له اسنادو سره ـ سره یې و یې نه شوای کولی، چې په پوهنتون کې د تدریس دنده پیدا کړي، نو ځکه یې غوښتل چې د فزیک په برخه کې د دوکتورا تر کچې زده کړې وکړي، خو په همدې کال د اختراعاتو د معنوي ملکیت د ثبت په اداره کې کار پيل کړ. دوه کاله وروسته یې د نسبیت تیوري وړاندې کړه. ورپسې یې په په مشهور علمي ژورنال کې څلور علمي مقالې خپرې کړې.

څو کاله وروسته (۱۹۰۹م) کې ورته د استادۍ وړانديز وشو. په لومړيو کې یې دا وړاندیز د کم معاش له کبله رد کړ؛ خو زوریخ پوهنتون ورته د لوړ معاش طرحه تصویب کړه او په دې توګه نوموړي خپله نوې دنده پیل کړه.

د انشټاین څېړنو او نظریو په شپږويشت کلنۍ کې هغه ته ښه نوم ور په برخه کړ.

هغه خپل ټول عمر د علمي نظریو او تحلیلونو په برخه کې تېر کړ او ګڼې مقالې یې ولیکلې. تر اوسه د نوموړي له نظریو څخه په بېلابېلو برخو کې ګټه اخیستل کېږي. 

بالاخره له ګڼو علمي فعالیتونو وروسته نوموړی په "۱۹۵۵م" کال کې د امریکا متحده ایالاتو په پرنسیتون ښار کې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

 

د نسبیت تیورۍ د کشف کيسه

ددې تیورۍ د کشف په اړه د انشټاين مېرمنه وايي: "نوموړی هغه ورځ هم د نورو ورځو په څېر د سهارنۍ خوړلو په موخه د خوړو کوټې ته راغی؛ مګر هېڅ یې و نه خوړل. ما فکر وکړ، چې ناروغ دی. له همدې امله مې ترې د حالت پوښتنه وکړه. ویې ویل: "ګرانې! ډېر عجیب فکر مې ذهن ته راغلی."

یو ګیلاس قهوه یې وڅښله او د پیانو په غږولو یې پیل وکړ. تکرارً به یې څو شېبې وروسته د پیانو غږول بند کړل؛ څه لیکل به یې وکړل او خپله خبره یې تکراروله، "ډېر عجیبه فکر مې ذهن ته راغلی."

ما ورته وویل: "هیله کوم! ووایه څه خبره ده؟ غواړم پوه شم."

ـ یو سخت ټکی دی؛ باید په دې برخه کې ډېر کار او فکر وکړم.

بیا یې نیم ساعت نور هم پیانو وغږوله؛ نوټونه (یادښتونه) به یې هم اخیستل. بیا خپل اطاق ته لاړ او ویې ویل چې مزاحمت ورته و نه کړم. مکمل دوه اونۍ یې پخپله کوټه کې تېرې کړې. ډوډۍ او نور خوراک مې هملته وروړل. د شپې لخوا به څو دقیقې د قدم وهلو په پار راووت او بېرته به خپلې خونې ته لاړ. وروسته له دوو هفتو له کارخونې راووت. د ناستې اطاق ته په داسې حال کې راننوت چې رنګ یې الوتی و. ویې: "دا هغه څه دي، چې زه یې په لټه کې وم." 

بیا یې دوه پاڼې د مېز پر سر کېښودې؛ په همدې ورقو کې د نسبیت تیوري لیکل شوې او نقش شوې وه. 

 

د انشتاين ویناوې

  • هڅه مه کوه، چې بریالی انسان اوسې. هڅه وکړه چې ارزښتمن انسان اوسې.
  • له پرونه زده کړئ، نن ژوند وکړئ. سبا ته هیله من اوسئ.
  • هر کس چې ډېره مطالعه کوي او له خپل فکر نه کار اخلي، د لټۍ په اړه هېڅ فکر نه کوي.
  • زده کړه هغه څه ده، چې په مکتب کې له زده شوو شیانو له هېرولو وروسته هم په ذهن کې پاتې شي.
  • د ژوند کولو دوه تګلارې دي، لومړی ژوند کوئ او فکر کوئ هېڅ معجزه نشته. دویم داسې ژوند کوئ، چې فکر کوئ هر څه یوه معجزه ده.
  • داسې وخت راځي، چې ذهن له پوهې لوړه مرتبه ځانته ټاکي؛ مګر هېڅکله یې د ترلاسه کولو لاره نه شې موندلای.
  • د یو انسان ارزښت باید په هغه څه کې وي، چې تاسو یې ورکوئ نه په هغه څه کې چې هغه یې ترلاسه کوي.
  • له پرونه زده کړئ، نن ژوند وکړئ. سبا ته هیله من اوسئ. 
  • انسانان باید لاس په کار شي؛ که یې هغه څيز پیدا نکړ پخپله دې یې جوړ کړي.
Related Articles

امرود کومې روغتيايي ګټې لري!؟

ژباړه - ریاض مقامزی  امرود (Guava) خوږه او خوندوره مېوه ده. ددې مېوې د پيدايښت اصلي سیمه مرکزي امریکا ده، چې په مرطوب او استوايي آب و هوا کې ښه وده کوي.  د امرودو (امروتو) علمي نوم (Psidium Guajava) دی. ددې مېوې شکل بېضوي او ګرد وي، چې د پوستکي رنګ یې شین او ژېړ رنګه دی. همدارنګه منځ کې یې کوچني دانې موجودې وي. ددې ترڅنګ د امرودو له پاڼو هم د ګڼو...

مذهب او انقلاب

لیکوال: خبیب علي مذهب د ټولنیز انحطاط له ختمېدو څخه شروع کیږي. په انساني تاریخ کې چې کله هم استبداد او بې نظمي اوج ته رسېدلې، مذهب سر را پورته کړی او د انقلاب او بدلون هڅه یې کړې ده. د مذهب او انقلاب له همدې ګډولې څخه تهذیب او تمدن زېږیدلي چې د ملتونو په فلاح او کامیابي کې یې رغنده رول لوبولی دی. معمولا کله چې بې نظمي او بې ثباتي ختمه شي، انسان س...

د پلار او اولاد تر منځ ستونزه

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پلرونو او زامنو اړیکې یو ځانګړی اهمیت لري، خو له دې سربېره دا اړیکې ځینې وختونه پیچلې او ستونزمنې وي. دا یو حقیقت دی چې موږ د احساساتو د بیان او شریکولو په یو داسې عصر کې ژوند کوو چې هر څه په چټکۍ سره بدلون کوي. زموږ نسل د خپل ژوند، احساساتو او تجربو د ښکاره کولو لپاره ټولنیزو رسنیو، ملګرو او مسلکي مشاورینو ته لاسرسی لري. خو ز...

Recommended Articles

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...