To start downloading books

Please sign in or create an account.

د بیان آزادي څه ته وایي؟

د بیان آزادي څه ته وایي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

په دې ورستیو کې د بیان آزادي له ګرمو موضوعاتو څخه ده، چې په ټولنیزو رسنیو کې پرې ډېر بحثونه کېږي. پر دې برخې قیودات خلک اندېښمن دي. تاسو به په دې لیکنه کې پوه شئ، چې د بیان ازادي څه ته ویل کېږي.

 

د بیان آزادي

د انسان د بدن ټول غړي بې مقصده نه دي پیدا شوي. الله "ج" انسان ته ژبه، خوله او د خبرو کولو وړتيا ددې لپاره ورکړي، چې وکولای شي وغږېږي، نظر ورکړي، غوښتنه وکړي او خپل حاجت پوره کړي. کله چې دا کار پرته له وېرې او خطر ترسره شي، د بیان ازادي بلل کېږي.

د بیان د ازادۍ په اړه په افغانستان کې د ژورنالېزم بنسټګر "محمود طرزي" په دې اړه وايي، بيان ازادي  د ښو او بدو ليكنو په خپرولو پورې تړاو نه لري؛ بلكې د بيان ازادي هغه ده، چې څه مو زړه غوښتي وي، هغه خپاره كړو او قضاوت يې لوستونكو ته پرېږدو.

له دې نظر څخه معلومېږي، چې د بیان په آزادۍ کې هېڅ قید نشته. دا به بېل بحث وي، که څوک له دې ازادۍ ناسمه ګټه پورته کوي. خو پخپله د بیان ازادۍ په کوم قید کې نه شي راتللای. کله چې یو څوک وغږېږي او نظر ورکړي، نو بیا قضاوت خلک کوي، چې ښه یې وویل که بد.

د حقوق بشر قانون نولسم بند د بیان ازادۍ ته داسې نغوته کوي:«هر څوک کولای شي له وهم او وېرې پرته خپل باورونه په هره طریقه چې وغواړي، بیان کړي.»

که تعریف ته ځير شو نو یوه بله مسله هم پورته کېږي. هغه دا چې د "بیان ازادي" د وینا ترڅنګ نورې ټولې هغه طریقې هم پخپل ځان کې رانغاړي، چې په مرسته یې موږ خپل نظر څرګندولای شو. مثلا د یو انځور، لیک او یا هم د اشارې له لارې د خپل فکر، عقیدې او باور څرګندول هم د بیان آزادي ګڼلای شو.

 

کومو ټکو ته پام وکړو؟

ځينې خلک له دې حق څخه ناوړه استفاده کوي. په دې معنې چې د بیان د آزادۍ له نامه څخه ګټه پورته کوي او ستونزې جوړوي. موږ او تاسو د یو لوستي وګړي په توګه له دې کړنو ځان وساتو:

  • ـ د نورو توهين
  • ـ د نورو په شخصي ژوند کې مداخلت
  • ـ د بل دین توهین
  • ـ د درواغو خپرول 
  • ـ نفاق ته لمن وهل
  • ـ خلک ناوړه اعمالو ته هڅول
  • ـ پرته له تحقیق څخه د یو نظر څرګندول
Related Articles

لوی،منځني او کوچني انسانان

د لوی، منځني او کوچنيو انسانانو پېژندنه د ژوند د پرمختګ د کچې  پيژندلو ساده توکي لومړی درس: لوی خلک د هر چا تر مخه سلام اچوي، منځني خلک په سلام اچولو کې عجله نه کوي مګر کوچني خلک بيا دېته ګوري چې نور خلک پر هغوی سلام واچوي. دوهم درس: لوی خلک لومړی فکر کوي او وروسته خبرې کوي. منځني خلک لومړی خبري کوي وروسته فکر کوي . کوچني خلک اصلا هیڅ فکر نه کوي...

د ناکامورا ( کاکا مراد) پېژندنه

لیکنه: شکېبا نادري، د ناکامورا (کاکا مراد) پېژندنه   ډاکټر ناکامورا په ۱۹۸۰کال کې د دې لپاره جاپان پرېښود، چې د خپل هېواد تر څنګ د نړۍ له خلکو سره د پیس ناروغۍ د درملنې په برخه کې مرسته وکړي. د ناکامورا موخه  افغانستان او پاکستان و، یعنې هغه غوښتل چې خپل کار ته په همدې دوو هېوادونو کې دوام ورکړي، خو کله چې ناکامورا د افغانستان د خلکو حالت ولید، چ...

د اوبو روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی اورېدلي به مو وي، چې اوبه یعنې ژوند. خو د افغانستان په څېر هېواد کې، چې د څښلو ډېرې پاکې اوبه لري د اوبو پر قدر پوهېدل سخت دي. په هغو سیمو کې چې د اوبو له کمښت سره مخ دي، خلک اوبو ته په ځانګړي اهمیت قایل دي. باید ووایم چې زموږ اصلي موضوع دا ده، چې د اوبو روغتيايي ګټې کوم دي. خو وړاندې له دې چې پر موضوع پوه شئ، باید د اوبو اهمیت...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...