To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 2,572
له غوسه ناک (قهرجن)کس سره څنګه رویه وکړو؟

له غوسه ناک (قهرجن)کس سره څنګه رویه وکړو؟

لېکنه: شکېبا نادري، له غوسه ناک کس سره څنګه رویه وکړو؟

 

غوسه یوه غیر ارادي کړنه ده، چې په ځوانانو، زړو او آن ماشومانو کې هم لیدل کېږي. ځینې کسان خو د غوسې پرمهال داسې کړنې ترسره کوي چې وروسته بیا پر خپلو کړنو پښېمانه وي، خو د جبران لپاره حللاره نه لري.

د غوسې پر مهال د غوسه ناک کس د ارامولو لپاره موږ باید څه وکړو تر څو هغه بېرته خپل عادي حالت ته را وګرځوو؟

که تاسې هم نه پوهېږئ چې د غوسه ناک کس سره څنګه رویه 

وکړئ، زموږ دا لیکنه تر پایه ولولئ! إن شاء الله چې د خپلې پوښتنې ځواب به تر لاسه کړئ.

 

۱. خپل ځان کنټرول کړئ!

کله چې له یو داسې کس سره مخ کېدئ چې غوسه یې له حده زیاته وه، نو تاسې باید خپل ځان ارامه او کنټرول کړئ، که تاسو هم ورسره د ده په څېر تېزې خبرې وکړئ، حالت به د ښه کېدو پرځای لا خراب شي، ستاسې ارامه اوسېدل د مقابل لوري د غوسې د کمېدو لامل کېږي.

 

۲. په خبرو کې زموږ کلمه وکاروئ!

که تاسې د غوسه ناک کس پر مخ کې هر ځل زما او ستا کلمې وکاروئ دا د دې لامل کېږي چې غوسه ناک کس د یوازیتوب او پرديتوب احساس وکړي او غوسه یې دوه برابره شي، خو زموږ د کلمې کارول غوسه ناک کس ته د یووالي احساس ورکوي او د ارامۍ لامل یې کېږي.

 

   ۳. غوسه ناک کس ته وخت ورکړئ!

ډېری وخت د غوسې پرمهال غوسه ناک کس نه پوهېږي چې څه وکړي؟ او څنګه یې وکړي؟ موږ اړ یو چې هغه ته وخت ورکړو تر څو د خپلې ستونزې لپاره یوه حللاره ولټوي، خو که هغه دا کار نه شوای کولای بیا باید موږ ورته یوه مناسبه حللاره وروښیو، ځکه هغه کسان چې ارامه دي د غوسه ناک کس په پرتله ښه فکر کولای شي.

 

۴. که شونې وه له غوسه ناک کس څخه د ځای او حالت د بدلون هیله وکړئ!

هر څومره چې یو کس غوسه اوسي د ځای او حالت بدلون یې هرڅه بدلوي لکه، له کوره بهر وتل، له یو ملګري یا ملګرې سره خبرې او مشوره کول، که ناست وي درېدل او که ولاړ وي له خونې بهرکېدل او داسې نورې کړنې د غوسې د کمېدو او له منځه تلو لامل کېږي.

 

۵. غوسه ناک کس ته یو ګیلاس اوبه ورکړئ!

لکه څنګه چې اوبه اور ګلوي همداسې غوسه هم له منځه وړي، کله مو چې یو کس د غوسې پر مهال ولیده د ارامۍ لپاره یې تر ټولو اسانه او غوره لاره یو ګیلاس اوبه ورکول دي، اوبه څښل په بشپړه توګه غوسه له منځه وړي او د انسان د ارامۍ لامل کېږي.

د دې ټولو لاملونو ترڅنګ نوره لاملونه هم شته چې د ټولو یادول دلته شونی کار نه دی، ځکه دا داسې یوه موضوع ده چې که څېړنه پرې وشي کتابونه کتابونه خبرې پکې لیکل کېدای شي.

Related Articles

په غربي هیوادونو کې ژوند ستړیا، ستونزې که سکون

په هیواد کې د جمهوریت د سقوط‌ سره سم افغانان په ځانګړې توګه لوستې طبقه د خپل سر او مال د خوندیتوب په پار د هیواد پرېښودلو او په بېګانه ملکونو کې د مهاجر او مسافر په توګه مېشت کېدلو ته مجبورل شول، ځینې یې پاکستان او ایران ته ولاړل،‌ ځینو یې په بحر او ځنګلونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ،‌او له کم شمېر وګړو سره چانس یاري وکړه چې تر امریکا، کاناډا او اروپ...

د سلمپ ټيسټ Slump test

د سلمپ ټيسټ Slump testدغه ټيسټ د کانکرېټو د کاري وړتيا د معلومولو لپاره په کار وړل کيږي چې د دغې ټيسټ لپاره د يو نيم مخروطي لوښي څخه چې د قاعدې قطر يې 20cm د سر قطر يې 10cm او ارتفاع يې 30cm وي کار اخيستل کيږي . نوموړي نمونه په يو داسې ځای باندې کيږدو چې د اوبو د جذب قابليت و نه لري او نمونې ته تازه کانکرېټ په دريو طبقو کې اچوو چې هره طبقه د 16mm ښ...

ډيګري، نرم مهارتونه او په عملي ژوند کې یې اړتیاوې

ډيګري، نرم مهارتونه او په عملي ژوند کې یې اړتیاوې عمران اختر سندونه یا ډیګري د کار په بازار کې ارزښتناکه شتمني کیدی شي، مګر دا مهمه ده چې نرم مهارتونه هم رامینځته کړو چې د مسلک په بریالیتوب کې مرسته کوي. نرم مهارتونه هغه غیر تخنیکي مهارتونه دي چې ګمارونکي یې په کارمندانو کې ګوري، یا نرم مهارتونه هغه غیر تخنیکي مهارتونه دي چې د شخصي او مسلکي ژوند...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...