To start downloading books

Please sign in or create an account.

د ابوریحان البیروني لنډ ژوندلیک!

د ابوریحان البیروني لنډ ژوندلیک!

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

په لومړيو کې چې اسلامي نړۍ د مسلمانو له خپلمنځي جګړو، فساد او بې اتفاقۍ پاکه وه، مسلمانان په علمي برخه کې د نړۍ سرلاري وو. آن د اکثرو علومو بنسټ مسلمانانو کېښود او همدارنګه د وخت موجوده علومو ته یې بېساری پرمختک ورکړ.

یو له همدې علمي اشخاصو څخه چې په اکاډميکه برخه کې ټولې نړۍ ته یو مثال دی او نږدې ټول مسلمانان پرې ویاړي، "ابوریحان البیروني" دی. تاسو به په دې لیکنه کې ددې عظیم شخصیت په اړه ځینې اجمالي معلومات ترلاسه کړئ.

پېژندنه

د اسلامي نړۍ ددې ستر لیکوال او پوه بشپړ نوم "ابوریحان محمد بن‌ احمد بیروني خوارزمي" دی. خو تر ډېره د "ابوریحان البیروني" په نوم پېژندل کېږي. همدارنګه لویديځ تاریخپوهان یې د "البیروني" په نوم پېژني. 

نوموړی په "۹۷۳" زیږديز کال کې زېږېدلی دی. د خپل ارزښتمن ژوند په اوږدو کې یې د ستور پېژندنې، ریاضیاتو، نجوم، دوا پېژندنې، جغرافیه او هند پېژندنې په برخو کې خورا معتبر آثار ولیکل، آن تر نننه ترې د موثقو ماخذونو په توګه ګټه اخیستل کېږي.

البیروني د خپل عصر نږدې ټول علوم لوستي و. له جملې یې د  فقې، کلام، صرف و نحو، جغرافیې، ریاضیاتو، ستورپېژندنې او طب نومونه یادولای شو.

کله چې په غزني کې د سلطان محمود غزنوي واکمني وه؛ نو غزنی د نړۍ له پرمختللو ښارونو څخه و او د علومو پر یو لوی مرکز بدل شوی و. په دې وخت کې "البیروني" هم غزني کې ژوند غوره کړ. د سلطان په دربار کې د ځانګړي احترام څښتن و. هغه آن هند ته په جنګي سفرونو کې هم ګډون کاوه؛ په دې توګه د هند له خلکو او کلتور سره ډېر آشنا شو، چې بیا یې د "ماللهند" په نوم یو مهم کتاب هم تالیف کړ.

هغه د ذکاوت یو بېساری استازی و. په اوولس کلنۍ کې یې د یوې مدرجې حلقې په مرسته یې د لمر د نصف النهار لوړوالی اندازه کړ. همدارنګه یې د "ستور پېژندنې" په برخه کې ـ چې یو له مغلقو علومو څخه ده ـ ګڼ شمېر معتبر آثار کښلي دي. 

د کورنیو جګړو له امله یې ځان پټ کړ، یو څه وخت یې د "ري" ښار په کاث کلي کې ژوند وکړ. هلته یې په ډېر فقر کې ژوند کاوه.

هغه به د نړۍ ګڼو ښارونو او سیمو ته سفر کاوه؛ د مختلفو ځايونو طول او عرض یې اندازه کاوه او بیا به یې د کرې پر مخ ورته ځای مشخصوه. په دې توګه یې د "کارتوګرافۍ" بنسټ کېښود.

دا چې البیروني له یو څو سلطنتي کسانو سره شخصي اړیکې درلودې؛ نو دی چې کله په خوارزم کې اوسېده د "خوارزم شاه" له خوا یې ملاتړ کېده، له هغې څخه وروسته یې د شمس المعالي قابوس خدمت کاوه، چې د هغه حمایت او مرسته هم ورسره وه. همدارنګه بخارا ته له ورتګ وروسته یې د خپل استعداد پر مټ د "منصور ساماني" دربار ته هم لاره ومونده. 

 په "۴۲۰ق" کې د نجومو او هندسې په هکله د "التفهیم" کتاب ولیکه. چې دا کتاب تراوسه په یادو برخو کې یې معتر عملي ماخذ دی. که څه هم د البیروني مورنۍ ژبه "خوارزمي" وه؛ خو د وخت اړتيا ته په کتو یې آثار په عربي ژبه تالیفول او په فارسۍ یې هم کامل تسلط درلود. د ځينو مهمو آثارو نومونه یې عبارت دي له: "التسطیح و تبطیح الکور، الاستخراج الاوتار فې الدائره، التفهیم لاوائل صناعة التنجیم، مقالید علم الهیئة، الاستعیاب فې صنة الاسطرلاب او..." 

د "البیروني" ژوندلیک په یوه لیکنه کې څه چې په یوه کتاب کې هم نه شي خلاصه کېدای. خو ویلای شو، چې نوموړی د اسلامي نړۍ یو نابغه تېرشوی او د نړۍ مسلمانان یې نورو ته د یو مثال په توګه وړاندې کوي.

دې عظیم شخصت  "۱۰۴۸" زیږدیز کال کې د افغانستان په غزني ولایت کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. روح یې ښاد!

Related Articles

مصنوعي سپوږمکۍ یا سیټلایټ

ځینو کسانو د ستورو کتار لیدلی خو دا په اصل کې ستوري نه دي دې ته مصنوعي سپوګمکۍ وایینور په لاندې مسج کې وګورئ لیکنه اوږده ده خو لژ یی ولولئ هم کفایت کويکه معلومات مو خوښ شول نو ګروف ته داخل شئ او تر دې هم شه معلومات تر لاسه کړئمصنوعي سپوږمکۍ یا (#سیټلایټ) څه شی دی؟ انسان باید له ځمکې پورته لاړ شي تر اتموسفیره له هغه نه هم پورته تر څو انسان هغه ځمکه...

د نامنظم میاشتني عادت لاملونه څه دي؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی په مېرمنو کې د تناسلي الې له لارې د وینې راتګ ته میاشتنی عادت ویل کېږي. دا چاره هره میاشت د څلورو، پنځو ورځو او آن په ځینو مېرمنو کې د یوې اونۍ لپاره ترسره کېږي. منظم میاشتنی عادت د مېرمنو د روغتيا په معنا ده. مېرمنې باید ددې چارې نظم ته ځانګړې پاملرنه وکړي. ځکه چې که دا چاره نامنظمه شوه، په دې معنا ده، چې بدن له ځينو ستونزو سر...

کتاب لوستل څه ارزښت لري؟

مارک توین وایي: کتاب هغه ملګری دی چې په لوستو یې وجدان آرام، روح تازه او په ژوند کې له ستړیا پرته د پرمختګ او ښه ژوند کولو لارې چارې انسان ته په ګوته کوي. هر انسان باید له کتاب اخیستلو وړاندې د کتاب لوستلو لپاره وخت واخلي، ځکه کتاب د لوستو لپاره وي نو کله چې تاسو وخت وانخلئ کتاب اخیستل ګټه نه لري. کتاب د یو ښه ملګري په توګه انسان تل خپلو کمیو، کمز...

Recommended Articles

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...