ولې د ډېری نارینه وو سینګار نه خوښېږي؟
1,646
imranghani
2021-09-08 21:08:57
لېکنه: شکېبا نادري، ولې د ډېری نارینه وو سینګار نه خوښوي؟
سینګار کول د ښځو د خوښې کړنه ده، ډېری ښځې خو په دې باور دي چې سینګار د ښځو سلیقه ده، هغه ښځې چې سینګار نه کوي له ځان نه یې لاس پر سر دي، د ځان لپاره وخت نه لري، خو د نارینه وو بیا د ښځینه وو دا کړنه هېڅ نه خوښېږي، کم داسې نارینه شته چې د سینګار کولو پلویان وي او له خپلو مېرمنو وغواړي چې سینګار وکړي.
اوس کېدای شي تاسې ته داسې پوښتنه پیدا شوې وي، چې ولې ډېری نارینه نه غواړي چې مېرمنې یې سینګار وکړي؟
هیله ده چې د دې لیکنې په لوستلو خپل ځواب ترلاسه کړئ!
۱. ډېری نارینه طبیعي ښکلا ته ارزښت ورکوي
لکه څنګه چې د نارینه او ښځینه په بدني او فزیکي جوړښت کې له یو بل سره توپیر لري، همداسې د ټاکلو او فکر کولو په برخه کې هم له یو بل سره توپیر لري لکه، ښځینه تل هغه څه خوښوي چې ظاهر یې ښکلی وي، که هغه طبیعي وي او که مصنوعي، خو نارینه برعکس هغه څه خوښوي چې په طبیعي ښایست سمبال وي، دوی د ښځینه وو د سینګار په اړه هم همداسې نظر لري. دوی وایي چې ښځې پرته له سینګاره ښایسته دي، نو سینګار ته څه اړتیا ده.
۲. سینګار د مخ پوستکی خرابوي
موږ ټول پر دې پوهېږو چې د سینګار وسایل له بېلابېلو کېمیاوي توکو څخه جوړېږي او پوستکي ته زیان رسوي، خو د دې لپاره چې سینګار مو خوښېږي بیا هم ترې ګټه اخلو. خو ډېر نارینه د دې لپاره چې نه غواړي د مېرمنې پوستکی یې خراب او یا یې مېرمنه مخکې له وخته زړه ښکاره شي، خپله مېرمنه له سینګار کولو منع کوي.
۳. سینګار په نارینه وو کې د بخیلۍ لامل کېږي
دا ښکاره خبره ده چې کله کومه نجلۍ یا ښځه سینګار وکړي ښکلا یې دوه برابره کېږي، دا ښکلا د دې لامل کېږي چې د ډېرو کسانو پام ځانته راواړوي، هېڅ خاوند دا نه شي زغملی چې مېرمنې ته یې بل کس وګوري هغه هم د سینګار په حالت کې، همدا لامل کېږي چې خپلې ښځې ته د سینګار کولو اجازه نه ورکوي.
۴. سینګار د اړیکو د جوړېدو مخنیوی کوي
ډېری نارینه په دې نظر دي، هغه ښځې چې له دوی سره د یوې پاکې او تل پاتې اړیکي ساتل غواړي، له دوی سره په داسې حالت کې لیدنې کوي، چې هېڅ ډول سینګار یې نه وي کړی، ځکه دوی غواړي خپله طبیعي او ذاتي ښکلا هغوی ته ور وښیي نه منصوعي، تر څو هغوی هېڅکله له خپلې پرېکړې او خوښې پښېمانه نه شي.
د ښځې او خاوند اړیکه په مینه پیل او په دوه اړخیزه درناوي دوام پیدا کوي، دوی هېڅکله نه غواړي د یو بل لپاره داسې څه خوښ کړي چې ورته ستونزه او زیان پېښ کړي دوی تل د یو بل د عزت، ارامتیا، ښکلا او روغتیا په اړه فکر کوي، په هرکار کې له یو بل سره مشورې کوي او په ګډه د شریک ژوند پرېکړې کوي.