To start downloading books

Please sign in or create an account.

د سنځلې روغتيايي ګټې!

د سنځلې روغتيايي ګټې!

سنځلې چې په فارسي کې ورته سنجد، په انگریزي  ژبه deaster او Bohemian oleaster او Russian olive ، په فرانسوي ژبه chalef او Eleajne ويل كيږي او لاتین او علمي  نوم یې  Elaeagnus Angustifolia دی یو دوه مشیمه  (Dicotyledon) ونه ده چې په افغانستان ، تر کیې ، ایران ، قزاقستان  ، روسیې ، چین ، جاپان او شمالي امریکه کې پیداکیږي. 

سنځلې دپسرلي په مو سم کې ژیړ رنګه ګلان کوي او دمني په لومړیو   کې پخیږي . په افغانستان کې دلوګر،پکتیا ، خوست او میدان او شمالي سیمې  سنځلې مشهورې  او ډیرې خوږې دي . دسنځلوګلان خوشبویه وي او  دګلانو نه  یې  عطر هم جوړیږي.دا بوټي په امريكا كي د ځمكي د تخريب د مخنيوي، د ځمكو د رغونې او د وحشي ځناورو نه د چاپیریال  د ساتلو او ښكلا لپاره كرل كيږي.

دسنځلې میوه سوررنګ لري او  A او B  او K  ویټامیینونه هم لري .  د سنځلي منځني برخه او هسته ډير غذايي اهميت لري ، د سنځلي منځني برخه دوه ډوله قندونه ،گلوكوز او فركتوز اود اووو  ډوله  اشباع شوو او غير اشباع شوو غوړیو  درلودونكي ده. د سنځلي هسته ۱۷ ډوله  امينو اسيدونه لري  او داسي ويل كيږي چي دا ميوه د صفرا لپاره دوا ده ، په ولسي  طب كي دا ميوه د قبض ،د غاښونو او د معدي د زخم لپاره ديره اغیزمنه ده. ددي وني نه  د عطر جوړولو او د لرگي په صنعت كي گټه اخيستل كيږي. دا ميوه د قي ( استفراق )د مخنيوي لپاره هم يوه ښه دوا گڼله كيږي. سنځلې  د سړو تبو دلري كولو او د زړه لپاره ښه گتوره ميوه ده. همدارنگه كه چيري دا ميوه د زيتونو په غوړو كي سره شي نو د خارښ، د بندونواو مفا صلو  د درد  دمخنیوي او همدارنگه د ويښتانو دودې  لپاره گټوره ده. په اسپانيا كي د سنځلو د گلانو له شيري نه د شديدو او خطرناكو تبو په مخنيوي كي هم گټه اخلي. همدارنگه سنځله د بواسيرو لپاره هم گټوره ده، هغه څوك چي ډيري متيازي کوي دهغو د مخنيوي لپاره ښه دوا ده. سنځله د ځیګر  د ناروغيو لكه زيړي لپاره ډيره گټوره ده، په سنځله كي د كلسيم اندازه ډيره ده نو له دي کبله  د هډوكي لپاره گټوره ده. دا ميوه د درد ضد ، سرطان ضد او د ويني د فشار مخنيوونكي ده او همدارنگه د شكرې(قند) د ناروغۍ لپاره هم  ډيره گټوره ده.

Related Articles

مديريت Management

دوهمه برخه قدرمنو مينوالو د مديريت د زده کړي په دوهمه برخه کي د مديريتي نقشونو او مديريتي مهارتونو سره به اشنا سو.   لومړۍ موضوع:مديريتي نقشونه د مديريت دعلم د څېړونکي هنری منتسبرګ په نظر په يو سازمان کي د مدير لس ځانګړي نقشونه دي چي دا نقشونه په دريو ګروپونو کي ترتيب سوي دي چي عبارت دي له: ١-ارتباطي نقش(د تشريفاتي څېرې نقش،د رهبر نقش او د اړي...

د بریالیتوب اوو ۷ لوی رازونه

د بریالیتوب اوو ۷  لوی رازونه خوښي ترلاسه کړئ او له غمونو ځان وژغورئ. دا هغه کار دی چې مونږ او تاسو ورته روزمره کار کوو. مګر له دې څخه بغیر د ژوند لپاره نور څه وکړو؟ ایا تر اوسه چا د دې پوښتنې ځواب پیدا کړی؟ هو، بریالیو اشخاصو درک کړې چې مونږ باید د ژوند موخې لاسته راوړلو لپاره راوېښ شو تر څو مونږ په ژوند کې بریاليتوب ته ورسېږو. پدغه لیکنه کې مو د...

د قوانينو د انفاذ مراحل!

ليکنه:  ولي الله حنيفي  هر وخت چې يو قانون وضع کېږي، لاندې مرحلې طی کوي، د تسويد مرحله، د تدقيق مرحله، د تصويب مرحله، د توشېح مرحله، د نشر مرحله، د مهلت مرحله او د انفاذ مرحله، چې په لاندې ډول يې د بحث لاندې نيسو.  ۱: تسويد مرحله: د تسويد مرحله د قانون جوړولو لومړۍ مرحله ده، په دې مرحله کې د قانون لپاره خام مواد ( خاکه) جوړېږي، په اصل کې دا مرحله...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...