To start downloading books

Please sign in or create an account.

کلینومانیا څه ډول ناروغي ده؟

کلینومانیا څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی

د انسانانو جسمي، رواني او ذهني روغتيا لپاره منظم او پوره خوب کول خورا مهم ګڼل کېږي؛ مګر د خوب اړوند ځينې مسایل کله ناکله د ناروغيو خبرداری هم وي. له خوب څخه د پاڅېدو پرمهال لټي هم د یوې رواني ناروغۍ په اړه جدي خبر راکوي، چې په دې لیکنه کې د همدې ناروغۍ په اړه پوهېږئ.

 

کلینومانیا

معمولا خلک نه خوښوي، چې سهار وخته ويښ شي/پاڅېږي. همدارنګه اکثره وګړي خوښوي چې له ټاکلي وخت څخه یو ساعت ډېر خوب وکړي. دا کومه ناروغي/ستونزه نه ده؛ بلکې یو طبیعي حالت دی. مګر په دې شرط چې ستاسو د کارونو جریان له خنډ سره مخ نه کړي.

ځینو خلکو ته د خوب له تخت/کټ څخه پاڅېدل ناممکن برېښي او له همدې کبله هره ورځ له ستونزو سره مخ کېږي. ښوونځي/کار ته پر وخت نه شي رسېدای، تل پرې ناوخته وي او د ښوونکي، مدیر او نورو مشرانو لخوا رټل کېږي. کله چې کوم کس په همدې حالت کې قرار ولري، نو پوه دې شي چې د کلینومانیا (Clinomania) پر رواني ناروغۍ اخته دی.

پر دې ناروغۍ اخته کسان په سهار کې د شدید خوب احساس کوي او نه غواړي چې له خپل خوب ځايه پاڅېږي. که دا چاره کله ناکله پېښېږي ممکن د بې خوبي له امله وي؛ مګر همېشه والی یې ناروغي ده. 

 

څه وکړو؟ 

ددې ستونزې د حل لپاره باید هڅه وشي، چې له کوم روانپوه سره ولیدل شي ترڅو د ستونزې لامل ته په کتو لازمې لارښوونې وکړي. له روغتياپالانو پرته پخپله ناروغ هم باید هڅه وکړي، چې منظم ورزش وکړي، ښه سهارنۍ وخوري، کافي اوبه او قهوه وڅښی. ددې ترڅنګ دا لارښوونې هم باید هېرې نه کړي.

  • د ویده کېدو او پاڅېدو معلوم وخت دې وټاکي او همېشه دې په ټاکلي وخت ویده شي او پاڅېږي؛ خو د ویده کېدو او پاڅېدو ترمنځ واټن باید اووه/اته ساعته وي، ځکه همدا په ځوانانو کې د پوره خوب موده ده. په ماشومانو کې د خوب موده له دې اوږده او په لویانو کې کمه وي.
  • د خوب پر مهال د آرامې فضا جوړولو هڅه وکړئ.
  • د ویده کېدو پر مهال ګروپ خاموش کړئ او یا ډېر تت ګروپونه وکاروئ. 
  • بالښت مو باید نه ټيټ وي او نه هم ډېر لوړ. 
  • منظم ورزش کوئ.
  • د الکولو او سیګرټو له څښلو ډډه وکړئ.
Related Articles

کابریکا - وروستۍ برخه

لارې خرابې وې د شپې ۹ بجې کیدونکې وې د چک ولسوالۍ تر غرنیو سیمو را ورسیدل… د شپې ۱۲ بجې - چک وردګ، زمان خیل ټول غلي ناست وو، ملا صیب وویل:- نور په آرامه زړه ویده شئ په یوه نیم ساعت کې کابل ته رسیږو، خو حجابونه مه ایسته کوئ ترڅو ما ندي ویلي، فاطمې سر کیښود سترګې پټیدې چې یو درز شو، موټر څنګ ته ودرید، ملا صیب ښکته شو، شاوخوا یې وکتل بیرته راغی د مو...

د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه(څلورمه برخه)

لیکنه: شکېبا نادري، د نړې اووه حیرانوونکي ځایونه څلورمه برخه د بابل معلق (پرله پسې) باغونه  لکه څنګه مو چې په تېرو لیکنو کې د نړۍ په اوو نویو حیرانونکو ځایونو لکه، د چین دېوال، تاج محل او داسې نورو خبرې وکړې په نننۍ لیکنه کې بیا یو له اوو حیرانونکو ځایونو څخه در پېژنو د بابل معلق (پرله پسې) باغونه که غواړئ چې خپل معلومات زیات او د دې حیرانونکو ځ...

د سينوهه کتاب لنډیز!

نوم ؛ سينوهه( د فرعون ځانګړي طبيب يادښتونه )څپرکي ؛ شپيږ پنځوسم - صفحې ؛ ۸۹۴ /سينوهه يې ليکوال چې په پاپيروس يې ليکلی او ( ميکاولتاري ) يې بيا کتاب ته ترتیب کړی..!ژباړه ؛ ډاکټر محمد عيسی ستانکزید زیږدیز څخه تر بوډاتوبه...د کتاب معرفيت؛ محبت مخکښ په کتاب يې يوه لنډه ليکنه؛سينوهه کتاب چې له ميلاد څخه ۱۳۵۰ کاله مخکې ليکل شوی په دي کتاب کې؛ تاريخ ، سي...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...