لیکنه ـ ریاض مقامزی
د روسي ادبیاتو د لومړي قطار په لیکوالو کې د "ګورکي" نوم هم ډېر بارز دی. نوموړی په کوچنیوالي کې یتیم شو او پالنه یې سپین سرې نیا ته ور تر غاړې شوه؛ خو ډېر ژر د غم بلې څپې په مخه کړ او روزونکې یې هم د تل لپاره له دې نړۍ سترګې پټې کړې او ... د نوموړي ژوند او فن تل له خنډونو سره مخ پاتې شوی، چي په دې لیکنه کې یې په اړه پوهېدای شئ.
ژوندلیک
د روسیې د ریالیستیکو ادبیاتو ددې نومیالي شخصیت بشپړ نوم "الکسي ماکسیمو وېچ پشکوف" دی؛ خو د ادبیاتو په نړۍ کې یې خلک د ماکسیم ګورکي "Maxim Gorky" په نوم پېژني. نوموړی په "۱۸۶۸ز" کال کې د روسیې په "نیژني نوګرد" سیمه کې زېږېدلی. د نوموړي شخصیت ته خلک دومره په درنښت قایل دي، چې اوس یې د زېږېدو ښار د هغه (ګورکي) په نوم نومولی دی.
لکه څنګه چې مو په لومړيو کې یادونه وکړه نوموړی یو تریخ ژوند درلود. داستان یې داسې دی، چې په ماشومتوب کې یې والدین مړه شول، ورپسې یې پالونکې (نیا) هم سترګې پټې کړې او مړه شوه. تر دې چې د روزنې مسولیت یې نیکه ته تر غاړې ووت؛ مګر غریبۍ او د ژوند ستونزو يې لمنه نه پرېښوده. آن ګورکي د ځان وژنې هڅه هم وکړه؛ خو وژغورل شو. ویل کېږي، چی نوموړي په دولس کلنۍ کې په سخت کارونه پیل کړل. بزګري، اسونه څرول، څوکیداري، د خلکو ډوډۍ پخول، جوالیتوب او نور ډېر شاقه کارونه يې په کم عمر کې وکړل.
د ژوند له ډېرو خوږو محرومیت د نوموړي په آثارو کې په خورا څرګند ډول تر سترګو کېږي؛ خو که ووایو، چې د ژوند ټولو ستونزو د هغه مخه و نشوای نیولای؛ نو مبالغه به مو نه وي کړي. هغه ددې ترڅنګ چې په نانوايۍ کې یې کار کاوه، د خپل مالک کتابتون ته یې هم لاسرسی پیدا کړ او ډېری کتابونه یې ولوستل. ویل کېږي، د نانوايۍ خاوند په ګورکي کې ځانګړی استعداد لیده؛ نو ځکه یې ورته اجازه ورکړه چې له کتابونو یې استفاده وکړي او نوموړی یې تعلیم ته ډېر وهڅاوه.
وروسته یې پوهنتون ته هم لاره ومونده او د وخت له نامتو لیکوالو سره اشنا شو. د ژوند دې ټولو تجربو له نوموړي یو ښه لیکوال جوړ کړ او د "په ژورو کې، مور، یواځیتوب، توپان د مرغه، زما پوهنځی، د مني یوه شپه، د لمر بچیان، اعتراف، زما خاطرې او ..." په څېر مشهور آثار تخلیق کړل.
له بې سارو ادبي پنځونو وروسته "ګورکي" په "۱۹۳۵م" کال کې د "۶۸" کلونو په عمر ومړ. البته ویل کېږي، چې مخالفینو یې زهر ورکړي وو.
ویناوې
- مور او پلار یواځيني خلک دي، چې د خپلو خدمتونو په مقابل کې د مننې تمه نه لري.
- يو ښه معالم، په ورته وخت کې یو ښه شاګرد هم وي.
- کله چې له خپلې دندې سره مینه ولرې، کار ساعت تېري (تفریح) وي.
- د دولت له ګټلو څخه یې ساتل ګران دي.
- ډېر کله چې انسانان په شخړه کې د حقیقت د کشف پر ځای د هغو پټولو لپاره وي.