To start downloading books

Please sign in or create an account.

Waheed Zaheer 3 years ago 2,266
څنګه کولای شو هدف ته ورسېږو؟

څنګه کولای شو هدف ته ورسېږو؟

 تاسو به ډېر داسې کسان لیدلي وي او یا به مو په اړه معلومات لوستي وي چې په ژوند کې بریالي دي، موخو ته رسېدلي او تر نورو یې ژوند جوړ او خوشحاله دي. خو دا چې دوئ څنګه ځان دې ځای ته رسولای؟
دا خو معلومه خبره ده چې انسانان، پوهان او شتمن خلک څنګه چې دي دغه شان له مور نه نه دې زېږېدلي بلکې په خپل فکر، خپل زیار او خپلو هڅو یې ځانونو دغه ځای ته رسولي. هر انسان په خپل وجود کې وړتیاوې لري چې باید هغه وړتیا وپېژني دهغو وړتیاوو په وسیله موخې وټاکي او دموخو تر لاسه کولو لپاره سخت کار وکړي ځکه بریالي کسان هغوئ دي چې موخې لري او دترلاسه کولو لپاره یې شپه او ورځ زیار باسي. بریا څه شی ده؟
د بریا کلیمه له درېوو پېښو سره تړلې. شتمنې،قدرت او ټولنیز موقف.
بریا لوی واټن ده، نه مقصد مونږ کله هم داسې نشو کولای چې یو ځای ته ورسېږو او ووایو چې کار پای ته ورسېده، بریا دلومړي ګام په اوچتولو پیلیږي، نه دورستي ګام. بریالی کس هغه دی چې لومړی ګام په سمه اوچت کړي بیا دوهم او له زرم ګام وروسته هم موخې ته نه وي رسېدلی، خو بریالی به وي.
هغه کسان چې تل په دې هڅه کې وي څو نورو خلکو او نړۍ ته بدلون ورکړي، ډېری مهال موخې ته نه رسیږي نو بریالی کس هغه دی چې دهرې ورځې په تېرېدو فکر وکړي چې څومره تغیر یې کړی او خپل ټاکل شوي هدف ته څومره نږدې شوی.
که غواړو بریا ته ورسېږو کوم کارونه باید وکړو؟
تر ټولو لومړی په خدای ج توکل، باور او دهغه ارادې او رضا ته تسلیمېدل.
ورپسې پوهه او وړتیا: انسان هغه وخت ځواکمن کېدای شي چې پوهه ولري خو داسې هم نشي کېدای چې پوهه ولرو نو پیاوړي دې هم ؤ.
راځئ دغه نظر چې دکوم کار په اړه نه پوهېږې مه یې ترسره کوه له منځه وېسو ځکه دا دخلکو تر ټولو لویه تېروتنه ده، چې نه پرېږدي مونږ له پوهې څخه د وړتیا پړاو ته ورسېږو. دبریا په لاسته را وړلو کې بله خبره مهارت ده.
مهارت یعنې کارکول، حل کول، پوهه باید په وړتیا بدله شي او وړتیا دتمرین له لارې په مهارت بدلیږي. پوه انسان په ژوند کې فرصت راتلو ته په تمه نه کېني، بلکې هڅه کوي په خپله فرصت رامنځته کړي.“فرانسېس بیکن“
دبریا په تر لاسه کولو کې بله خبر دموخو درلودل دي. که پوه نشو چې چېرته یو، چېرته روان یو او له کومو لارو غواړو ولاړ شو؟ نو بیا هدف معنا نه لري.
هدف تر لاسه کونکی کس باید دخپل هدف لپاره پلان ولري.
دخپل هدف دلاسته راوړلو لپاره دلارو ټاکل، دوخت ټاکل.
لارې باید دوه ډوله وټاکل شي چې یوه یې آسانه او بله یې سخته وي چې دسختو لارو په ټاکلو کې تکلیف ګالل یې هم په نظر کې نیولی وي. کله چې لوی هدف ولرو فکرونه مو کولای شي کلاوې ړنګې کړي، دتخیل او قوت نابغه ګي ویښیږي او مونږ هدف ته نږدې کېږو “پاتا نجایي“
بل اصل چې مونږ بریا ته رسوي هغه دوام ده.
که یو کس یو کار پیل کړي دوام ورنکړي او پای ته یې ونه رسوي هېڅکله نه بریالی کېږي. نا پلئون په خپل کتاب( فکر وکړه او شتمن شه) کې وایي: بریالي کسان تر هغه وړاندې ځي، چې کله یو کار پیل کړي او یو بل له هغه ښه کار ورته پیدا شو نو خپل کار نه پرېږدي ځکه اساسي مسله دوام ده.
او که غواړئ په رښتیا هم بریا ته ورسېږئ او خپلې موخې لاسته راوړئ نو پر ځان باور هم ولرئ. تل هڅه وکړئ په ځان مثبت باور ولرئ! ځکه منفي باور مو دې ته هڅوي چې فکر کوو دا کار نشو کولای نو له داسې باور درلودلو ځان ساتل پکار دي، مثبت باور او په خدای ج توکل مو بریا ته رسوي.
جان سي مکسول ویلي خوبونه مو چېرته نه رسوي تر څو چې خپله لاس په کار نشو.
پای

Related Articles

ای ځوانانو د بریالیتوب لپاره له ما واورئ

نوی ځوان شوی وم هېر مې نه دي چې له خپل پلار څخه ډېر زیات ګېله من وم کله نا کله به مې له ځان سره ژړل چې دا پلار ولې زما سره داسې چلند کوي ما به چې هر وخت خپل پلار ته وویل، پلاره غواړم یو کورس کې نوم لېکنه وکړم، یا غواړم چې یو لرې ځای ته لاړ شم نو زه یوازې یم،بلد نه یم ته راسره ولاړ شه. هغه به راته وویل، چې زویه زما پلار ملا وه هیڅ ځای هم بلد نه وه...

د لویو بریاوو لپاره کوچني ګامونه!

ليکنه ـ ریاض مقامزی   تاسو چې خپل شاوخوا ته کوم بريالي کسان وينئ، هغوی هم ستاسو په څېر انسانان دي؛ خو توپير مو دومره دی، چې هغوی بریالي او تاسو افسوس کوونکي یئ. افسوس مکوئ! يوازې ځينې کوچني عادتونه خپل کړئ، ترڅو يوه ورځ د هغوی په څېر تاسو هم بریالي او کاميابه کسان اوسئ. که غواړئ پخپل ژوند کې ژر مثبت بدلون حس کړئ او د بریا تر لوړو پوړیو ورسېږئ؛ نو...

تاریخ جعلی ساسانی

تاریخ جعلی ساسانی مصطفی عمرزی در تاریخ نویسی های مجوس/ فارس، سلسله ی در واقع جعلی ساسانی، جایگاه شامخ دارد. مرحوم عبدالحسین زرین کوب در کتاب «دو قرن سکوت» که بعداً با ندامت و خجالت آن را تلطیف کرد، آن قدر در وصف ثروت و مکنت ساسانیان قلابی، می نویسد که از همان سیاهکاری نیز مشهود بود چیزی به نام شکوه ساسانی، وجود ندارد. نوشتم که در تاریخ نویسی های...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...