To start downloading books

Please sign in or create an account.

په ماشومانو/کشرانو کې د جرأت روزنه

په ماشومانو/کشرانو کې د جرأت روزنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

په افغانستان کې اکثره ماشومان له بې جرأتۍ ځورېږي. دوی د نورو په مخ کې له خبرو، ډوډۍ خوړلو، کار کولو او خپل احساس/نظر بیانولو څخه وېره لري. شاید فکر وکړئ، چې دا چاره طبیعي ده؛ خو داسې نه ده. اصلا له ماشومانو سره د کورنیو د مشرانو ناسم چلند/اړیکې ددې سبب کېږي، چې دوی خپل جرأت له لاسه ورکړي. کېدای شي د کورنيو مشران دا چاره عادي وګڼي؛ مګر په حقیقت کې دوی د خپلو ماشومانو/کشرانو ژوند له تباهۍ سره مخ کوي، وړتیا یې ځپي او د هغوی د پرمختګ مخه په بشپړه توګه ډب کوي.  

موږ همدې ستونزې ته په کتو تاسو ته دا لیکنه چمتو کړې ده، ترڅو وکولای شئ خپل ماشومان سم (باجرأته) وروزئ. که همداسې وکړئ، نو د کورنۍ ماشومان/کشران به مو يو ښه راتلونکی ولري.  

ماشومانو ته جرأت ولې مهم دی؟

راځئ تر څه لومړی جرأت وپېژنو. په انسانو کې داسې خصوصیت، چې دوی ته د خبرو، عمل او حق غوښتلو وړتیا ورکوي جرأت بلل کېږي. له بده مرغه په افغاني/پښتني ټولنه کې دې چارې ته د بې ادبۍ/بې احترامۍ په سترګه کتل کېږي؛ خو تاسو د یو لوستي انسان په توګه باید د ماشومانو د حق غوښتلو، خبرو او عمل کولو وړتیا ته له مثبتې زاویې وګورئ. مګر پام مو وي، چې له حده تېری و نه شي.  

بل بحث دا دی، چې جرأت ولې مهم دی؟ په دې برخه کې خورا ډېرې خبرې کېدای شي؛ خو په لنډ ډول به یې ووایم، جرأت په ماشومانو کې د نظر څرګندولو، ځان پوهولو، پرمختګ او حق غوښتلو وړتياوې پیدا کوي. که له ماشوم څخه جرأت واخيستل شي، په دې معنا چې هغه به نظر نه شي څرګندولای، ناپوه به پاتې کېږي، پرمختګ به نه شي کولای او ټول عمر به یې نور خلک حق خوري.  

په ماشومانو کې د جرأت روزنه

ددې لپاره چې ستاسو د کورنۍ ماشومان/کشران زړور اوسي او خپل حق وغوښتلای شي، باید هڅه وکړئ هغوی ته د جرأت ورکولو دا تګلاره عملي کړئ. په دې برخه کې روانپوهان بېلابېلې لارښوونې کوي، چې مهم یې عبارت دي له:  

لومړی| د انتخاب واک ورکړئ!

هڅه وکړئ، خپلو ماشومانو ته د انتخاب حق ورکړئ. مثلا د کالیو په اغوستلو کې یې وپوښتئ چې کومه جوړه اغوندي، که دکان ته یې وړئ او د خوراک لپاره ورته څه اخلئ، نو پرېږدئ چې خپله انتخاب وکړي او ووایي چې څه یې په زړه دي.  

دا چاره په ماشومانو کې زړورتیا پیدا کوي او هغوی پر دې باوري کېږي، چې خبرې/انتخاب یې د ارزښت وړ دي. دا کار په مستقیم او غیر مستقیم ډول ستاسو ماشوم/کشر باجرأته کوي.  

دویم| خبرو ته یې ارزښت ورکړئ!

په اکثرو کورنیو کې چې کله ماشوم/کشر خبرې کوي یا نظر ورکوي، مشران له نورو سره په خبرو بوختېږي. دا عادت ستاسو د ماشوم/کشر جرأت ته لویه منفي ضربه ورکوي.  کله چې ماشومان غږيږي هېڅکله یې بابیزه مه ګنئ، له نورو سره یا په بل کار کې ځان مه مصروفوئ او مخ ترې مه اړوئ. ددې برعکس خبرو ته یې غوږ شئ او ارزښت ورکړئ ترڅو په آينده کې باجرأته اوسي.  

درېيم| مشوره ترې واخلئ!

په کورني ژوند کې حتما ځينې داسې مسایل/موضوعات پېښېږي چې د کورنۍ مشران پرې مشوره کوي. که په همداسې مجلس کې کوم ماشوم/کشر هم موجود وي، د نظر پوښتنه ترې وکړئ. که ددې لپاره یې نه پوښتئ چې مناسب نظر به و نه لري؛ خو ددې لپاره یې حتما وپوښتئ چې جرأت یې ډېر شي.    

څلورم| مه یې رټئ!

مه غږېږه! ته په چیشي پوهېږې! قد ته دې وګوره او خبرو ته دې ګوره او ... هغه الفاظ دي چې په اکثرو کورنیو کې ماشومانو/کشرانو ته کارول کېږي. په حقیقت کې دا لږ الفاظ دي؛ خو منفي تأثیرات یې خورا زیات دي.  د رټنې دا الفاظ په ماشومانو/کشرانو کې د کمترۍ احساس پیدا کوي او دوی فکر کوي، چې رښتيا هم په څه نه پوهېږي. په دې توګه دوی د خبرو/عمل ځواک له لاسه ورکوي. نو که غواړئ ماشومان/کشرانو مو باجرأته اوسي رټل یې پرېږدئ.  

پنځم| ویې ستایئ!

که ستاسو ماشومان ډېرې کوچنۍ لاسته راوړنې هم ولري، عادي یې مه بولئ. ویې ستایئ. مهمه نده چې تاسو دې په مادي لحاظ مکافات ورکړئ. د ستاینې څو الفاظ، یو ګډ انځور اخیستل او نور عادي کارونه هم هغوی ته د خوښۍ احساس او جرأت ورکولای شي. خپل ماشومان وستایئ ترڅو زړورتیا/جرأت یې لاښه او تضمین شي.  

شپږم| ښه یې معرفي کړئ!

دا کم عقل مې زوی/ورور/لور دی/ده، په هېڅ څه نه پوهېږي، ساده دی/ده او په نورو تحقیروونکو الفاظو د خپلو کشرانو/ماشومانو معرفي کول په اکثرو سیمو کې یو دود ګرځېدلای؛ خو دوی پر دې نه پوهېږي، چې په دې خبرو سره د پخپل لاس خپلو ماشومانو ته د ناکامۍ کندې کيندي. که همداسې وکړئ ماشومان به مو کمزوری او بې جرأته لوی شي. که غواړئ ماشومان/کشران مو باجرأته اوسي نو د تکړه دی، هوښیار دی، چالاک دی او په ورته ښو الفاظو یې نورو ته معرفي کړئ. که همداسې وکړئ یو سالم/باجرأته ماشوم به مو روزلی وي.

Related Articles

د ژمي په یخه هوا کې له دغه وایرس څخه ځان وژغورئ!

     (جمعه، ۲۰ تله،  ۱۴۰۳ ل): نورووایرس (norovirus) یوه ډول ساري ناروغي ده چې د قۍ کولو او اسهال لامل کیږي، د هر عمر وګړي پر دغه ناروغۍ او ویروس اخته کېدلای شي او ډير په اسانه خپریږي. هغه کسان چې پر نورووایرس اخته وي کولای شي په ملیونونو نور ذرات خپاره کړي او یوازې یو څو ذرې وایروس نور وګړي پر دغه ناروغۍ اخته کوي. د الجزیرې راپور سره سم د جرمني م...

خطرناکې رواني ناروغۍ

انسان له ټولنې سره نه شلېدونکي اړيکې لري. همدارنګه په ټولنه کې رامنځته کېدونکې ټولې پېښې د انسان پر رواني حالت تأثير کوي. که په يوه ټولنه کې ناخوالې ډېرې وي په هماغه کچه وګړي رواني ستونزې پيدا کوي. همدرانګه نن ورځ په ارواپوهنه کې د ډېرو څېړنو له کبله د رواني ناروغيو په علاج کې له ځينو نوو او متفاوتو لارو کار اخیستل کېږي. تاسو به په دې لیکنه کې د ځي...

په روژه کې څنګه د سردرد او ګنګسوالی له منځه یوسو؟

لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري په روژه کې څنګه د سر درد او ګنګسوالی له منځه یوسو؟   دا ښکاره خبره ده چې د روژې نیول اسانه کار نه دی، خو روژه د اسلام له پینځو بناوو څخه یوه بنا ده، چې د اللهﷻ لخوا په مسلمانو فرض شوې او ټول مسلمانان یې پر نیولو مکلف دی. د روژې او روژه نیوونکې د اجر او ثواب په اړه ډېر ایتونه او احادیث نازل شوي دي او ټول مسلمان یې...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...