کابریکا - #درېیمه_برخه
لیکوال: نعمت الله رحیمي
لا خبره نه وه خلاصه چې د موټر د برېک ټسس شو، موټر چلوونکي وویل:
- تالاشي ده، ټول له موټر ښکته سئ!
دوی د موټر په پای کې ناست وو، ترڅو نور ښکته کیدل سلیمان انډریو ته وویل:
- ګوره چې دباندې خبرې ونه کړې زه وایم چې ګونګی یې
انډریو له داسې حالاتو ناخبره ؤ، کله یې تاوتریخوالی له فلمونو غیر نږدې نه ؤ لیدلی.
شیبه وروسته ور ښکته شول، خلک یې قطار درولي وو، شیبه وروسته مخابره وشوه یو کس له مخابرې سره یوې ګوښې ته ولاړ، لنډه شیبه وروسته بیرته را وګرځید سلیمان او انډریو یې وګرځول او نور بیرته موټر ته پورته شول، څو شیبې موټر چلوونکی په تمه ؤ او لاړ…
له موټر تګ شیبه وروسته یو په قد لوړ کس راغی له انډریو یې وپوښتل:
- ته هماغه ویډیو واله یې ؟
انډریو خو غلی ؤ، سلیمان په بیړه وویل:
- قاري صیب دا ګونګی دی خبرې نشي کولای
کس رډ رډ ور وکتل ویې ویل:
- زما پر تندي «خر» لیکلي؟
سلیمان هیڅ ونشو کړای اړ ؤ غلی پاتې شي، پر چیک پواینټ ۴ کسان ولاړ ؤ دوه کسانو انډریو او سلیمان له ځان سره بوتلل، تیاره او چوپتیا خوره وه، سلیمان وویل:
- قاري صیب! نور نشم تللی زه تکلیف لرم
له مقابل لوري په غوصه ځواب راغی:
- څنګه تکلیف؟ ته مرتد شوی یې تر دې لا غټ تکلیف سته!؟
له لویې لارې ډیر لیرې راغلي وو دې دوه غرونو تر منځ د وحشت څخه په ډکه سیمه کې ؤ، د غرونو په منځ کې نرۍ سپینه لاره ښکاریده، سلیمان پوه شو چې دلته خلک ډیر تګ راتګ کوي، شاوخوا یې وکتل په یوه څنډه کې د یونیسیف لخوا جوړ شوي تشنابونه تر سترګو شول د واره یې وویل:
- غواړم تشناب ته لاړ شم زما خیټه درد کوي
له ډیر ټینګار وروسته یې وویل:
- ځه ورشه خو ژر راځه!
- خو قاري صیب! زما بیک که راکړئ
- ولې تشناب کوې که په سفر ځې؟
- نه خو ځینې اړین څیزونه پکې دي
یوه کس بیک ور واچولو ویې ویل:
- واخله زموږ هم نه خوښیږي د کوپارو بوج یوسو
سلیمان تشناب ته دننه شو، ددې بند د خلاصیدو لپاره یې سوچونه کول خپل بیک یې خلاص کړ یو لایټر او د باډي سپرې په لاس ورغلل ورو یې له ځانه سره وویل:
- آه دا مې په یوه مقاله کې هم لوستي وو چې باډي سپیره پخپل جوړښت کې ګاز او داسې کیمیاوي مواد لري چې که اور ته یې وپاشې نو لس چنده د اور سرعت زیاتوي
شیبه وروسته یې خپل بیک شاته واچولو لایټر او د باډي سپرې بوتل یې شاته پټ ونیول او د باندې ووتلو…
د باندې وتلو سره سم یې انډریو ته په سترګو اشاره وکړه چې شاته یې ودریږي، لایټر یې بل کړ یوه کس وویل:
- څه کوې اې د کاپر زو؟
څه ویلو ته نه وو پاتې لایټر ته یې سپرې وپاشله یو دم چغې شوې:
- اخ سترګې مې … سترګې مې سوځي
سلیمان چغه کړه:
- انډریو را تښته!
د زړه درزار د شپې چوپتیا او د پښو د قدمونو غږ د غره په دې تنګه دره کې سره را غونډ وو…
له غره څخه را ښکته تر لیرې کوم کلی نه تر سترګو کیدو، د انډریو نظر یوې کوچنۍ غونډۍ ته شو ویې ویل:
- سلیمانه! هغه دی وینې یو کور ښکاري
د سوچ کولو وخت نه ؤ بې باکه د کور په لور ور روان شول، څو شیبې وروسته ورسیدل سلیمان زړه نا زړه د کور دروازه ټک ټک کړه، په لومړۍ ځل دروازه خلاصه نه شوه بیا یې دروازه ټک ټک کړه، شیبه وروسته د پښو د قدمونو شړنګهار تر غوږ شو سلیمان له ځانه سره وویل:
- په دې شپه کې چا پایزیبونه اچولي؟
دروازه خلاصه شوه، په ونه دنګه پیغله ولاړه وه د لاټین سرې رڼا یې په سترګو کې څرک وهلو، لنډه شیبه وروسته انجلۍ غږ کړ:
- ادې! ته راشه