لیکنه: وقار ابراهیمي 

د ژوند په اوږد مزل که به ډېر پړاوونه ووهي.
ښه بد، خوشحاله او له خپګان څخه ډک وختونه به په خپلو سترګو وويني، په څنګ کې ورسره دا ټول یو حالت دي چې یوه ورځ به پای مومي، او یو داسې وخت به وي چې دا هر څه(ښه بد، خوشحالۍ خپګان) به یوازې د یاد په پرده پاتې شي، له دې څخه به ډېر څه زده شي، ډېر څه به وویني، ډېر څه به یوه تجربه شي.
ښه اورېدل، ښه ویل، ښو ته غوږ اېښودل او له بدو لرې ګرځېدل، او هغه څه چې په ټولنه کې د اوسېدلو لپاره شخصيت تر پوښتنې لاندې راولي، په کلکه اراده ترې باید انسان لرېوالي ولري، په ټوله کې ټول عملونه مو هم مستقياً په نورو اغېزه لري، او ستاسو د شخصیت د ډول ښکارندويي کوي.
له خپلو تېرو حالتونو هغه که هر ډول تېر شوي وي، هغه بیا نه راګرځي، وړاندې مو هم وویل، هغه اوس یو یاد او بس تغیر او بدلون نه پکې راځي، خو مهمه دا ده چې تجربه ترې اخېستل تر ټولو غوره کړنه ده.
پوهان وایې، هر څوک د خپل فکر او خیال پايله ده. هغه کلونه چې نن ورځې ته یې د ژوند شېبې پیلې، او تر دې دمخه ژوند یاري ورسره کړي، هغه ده نن ورځ یې ولېده، خو مهم دا ده چې کلونه پخوا یې د نن ورځ انځور په ذهن کې څنګ جوړ کړي او رامنځ ته کړي وو، شاید نن یې هغه ورځ لیدلي وي، او ژوند یې د تغیر په حال کې لیدلي وي، خو څنګه آیا دا ژوند مثبت یا منفي،‌هو اوس دا باید ومنو چې الله تعالی هر چاته وس ورکړي، چې څنګه خپل فکر وکاروي، څنګه خپل ژوند د خپل فکر په داېره کې کامیاب او په خوشحاله توګه ورغوي.