To start downloading books

Please sign in or create an account.

وخت مو داسې مدیریت کړئ!

وخت مو داسې مدیریت کړئ!

ليکنه ـ ریاض مقامزی  

د وخت مدیریت له تاسو سره مرسته کوي، چې کارونه مو په کمي او کيفيتي لحاظ ښه او عالي شي. پدې توګه به تاسو پخپل شخصي، زده کړيز او کاروباري ژوند کې چټک پرمختګ کوئ. نو که غواړئ بریالی ژوند ولرئ د وخت او فعالیتونو اړوند دا لارښوونې تل په پام کې ونيسئ.  

لومړی| د وخت ارزښت ومنئ!

اکثره خلک وخت له سروزرو سره تشبیه کوي؛ خو په حقیقت کې وخت له سروزرو ډېر قیمتي وي. دا ځکه چې که طلا له لاسه ورکړو، بېرته یې موندلای شو؛ خو وخت داسې څه دي، چې هېڅکله یې بېرته نه شو ترلاسه کولای. نو زموږ د لومړنۍ توصیې په توګه دا پخپل فکر او زړه کې ځای کړئ، چې وخت ډېر ارزښناک دی، ډېر!  شاید ووایئ چې د وخت مدیریت سخت دی؛ خو داسې نه ده. پدې برخه کې دا خبره کافي ده، چې وايي: "بد خبر دا دی، چې وخت پرواز کوي؛ خو ښه خبر دا دی، چې ته یې پیلوټ یې."  

دویم| خوب مو منظم کړئ!

څېړنو ثابته کړې، چې منظم او کافي خوب کول تاسو ته دا وړتیا درکوي، چې وخت مو سم مدیریت کړئ. د خوب په برخه کې دوه خبرې خورا مهمې دي. یوه دا چې تل وخته ویدېږئ او وخته پاڅېږئ. بله دا چې بې خوبي مکوئ. که دا دوه لارښوونې عملي کړئ، تاسو به د کار، زحمت او د وخت د مدیریت پوره وړتيا پيدا کړئ.    

درېيم| وخت مدیریت کوونکي اپليكېشن وکاروئ!

د ټیکنالوژۍ پدې زمانه کې باید له داسې اپلیکېشنونو سره بلد اوسئ، چې تاسو ويښوي، وخت درښيي او د خپل کار په یادولو کې درسره مرسته کوي. پدې برخه کې د Timer، Remainder او Alaram نومونه د یادولو وړ دي.  

څلورم| ډېره تفریح مکوئ!

د عمر په اکثریتو پړاونو کې انسان تفریح، بنډارونو، شب ګیرو او چکرونو ته لېوالتیا لري؛ خو دا هر څه باید مناسبه اندازه ولري. پدې کارونو کې افراط تاسو د ناکامۍ کندې ته غورځولای شي. نو د یو لوستي انسان په توګه باید له ډېرو بنډارونو، چکرونو او نورو هغو کارونو څخه ځان وساتئ چې ستاسو وخت ضایع کوي.

پنځم| کاري لومړیتوبونه وپېژنئ!

که تاسو هممهاله د څو کارونو په ترسره کولو مجبور یئ؛ نو باید خپل کاري لومړیتوب وپېژنئ. خپل کارونه په ډېر مهم، مهم، عادي او غیر ضروري ډلګیو ووېشئ. پدې توګه به ستاسو په کارونو کې ښه والی راشي او هر کار به مو په سم وخت کې ترسره کړی وي.  

شپږم| هممهاله دوه کارونه مکوئ!

شاید ډېرو ته په یوه وخت کې د دوو کارونو ترسره کول له وخت څخه ډېره ګټه اخیستنه ښکاره شي؛ خو دا چاره ستاسو د کار کیفیت ته زیان رسوي. نو په ورته وخت کې د ډېرو کارونو له ترسره کولو ډډه وکړئ. په یوه وخت کې یو کار وکړئ؛ خو سم یې وکړئ.

Related Articles

غټ سترګې نجلۍ

غټ  سترګې نجلۍ لنډه کیسه لیکواله: شکېبا نادري   هره خوا خوښۍ خورې وې، نجلۍ هم له دې چې د ورېندارې له پېغورونو خلاصه شوه، د نوي ژوند لپاره یې په زړه کې نویو هیلو غوټې وهلې. هلک چې د نجلۍ غټو او د غشو په څېر بڼو ته وکتل، له ځان سره یې غلي وویل: "شکر خدایه چې زما دعا دې قبوله کړه او زما غټ‌سترګې دې زما کړه!" د نجلۍ په واده میاشت نه وه اوښتې چې خاو...

دا پنځه عادتونه به مو پر خلکو ډېر ژر ګران کړي!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   پر خلکو ګرانښت او ټولنیز محبوبیت د ډېريو انسانانو هیله وي؛ خو کم خلک پر دې راز پوهېږي چې څنګه پر خلکو ګران شي. موږ پدې لیکنه کې هڅه کړې ده، چې ځینې مهمې لارښوونې درته ولرو. ترڅو پر خلکو ګران شئ.   • مُسک اوسئ! تاسو به هم لیدلې وي، چې ځینې خلک له دې کبله د خلکو بدې شي، چې په هر ډول حالاتو کې یې ټنډه تروه وي؛ نو تاسو له دې عا...

ګلابو - درېیمه برخه

ګلابو (ناول) - #درېیمه_برخهلیکوال: نعمت الله رحیمي غالب کتابچه ترې واخیسته خپل پر ځای کښیناست او شوکت یې پهٔ څټ ووهلو ویې ویل:- ستا د لاسه یې دومره لیکچر راکړ پوهنتون رخصت شو غالب کورته راغی… کورته ورسید بې سلامه دننه شو مور یې وویل:- عجیبه وخت شو، خلک سبق وايي عقل یې ډېر شي ستا خو ورځ پهٔ ورځ کمیږي- ولې څهٔ مې کړي؟- دې بوډۍ مور ته یو سلام نه اچ...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...