ځوانان او اندېښنه

لیکنه: وقار ابراهیمي 

 

پوهانو د انسان د ژوند هره دوره زرينه او د هڅې او هاند دوره بللې ده، خو هغه چې تر نورو زیات ټینګار پرې شوې دي، هغه د ځوانۍ قیمتي دوره ده، چې پوهانو په دې برخه کې په دې ډېر ټېنګار کړي دي/کوي چې انسان باید د هڅو او پرمختګ په دې پړاو کې وېښ او د ژوند په ډېرو اړخونو برلاسي او پوه وي.

خو متأسفانه زموږ نني ځوانان چې خدای پر ډېرو نعمتونو او لورينې پیروزی کړي دي، او زیاته برخه یې له خپلو پټو استعدادونو تر اوسه نا خبره دي، ورسره په څنګ کې له دې سره...

له اندېښنو سر ټکوي، دلته زه په هغه څه لیکل نه کووم،

چې وایې: د هر چا ژوند بېلابېل اړخونه او ستونزي لري، چې څوک نه شي هغه درک کړي، یا په ټوله کې موږ ورته په پښتو ژبه کې یو ښه متل لرو چې وایې« هغه ځای سوځېږي چې اور پرې بل وي» دلته د دې متل او وینا په بناء موضوع برعکس دي، او نه څه دلته د متل اړوند ليکوو.

زه دلته په هغه څه لیکل کووم، چې هغه څو لاملونه په لیکنه کې روښانه کړم، چې انسان يې د نه عملي کولو په صورت کې له اندېښنې او خپګان سره مخامخ کړي وي/دي.

لیکنه کې چې مې کوم لاملونه روښانه کړي دي، عملي کول یې یوازې د ځوانۍ په دوره پورې اړه نه لري، بلکې هر انسان د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې اړ دي چې هغه د ښه خوشحاله دونیاوي او آخروي ژوند لپاره په خپل ژوند کې تطبيق او عملي کړو.

په ځوانۍ کې د خپګان او ناهيلي دوه لوي، لاملونه چې تر نورو زیات پام باید ورته وکړئ، او تر ډېره حده یې د اندېښنو لوي لاملونه ګڼلای شو، هغه لومړي لمونځ ته توجو نه کول، او بل لوي لامل یې د مبارک الهي کتاب قرآنکريم نه تلاوت کول دي، چې متأسفانه ډېرې ځوانانو او همدا شان ډېرو انسانانو ترې ځانونه غافل کړي دي، او په دې سره یې د دونيا او اخري ژوند له رڼا کوونکو بلوو ډېوو څخه خپل مخونه ګرځولي دي، چې له دې سره انسان د اندېښنو او وسوسو غېږي ته ځان اچولي دي، اندېښنه په اصل کې بد مرض دی انسان ډېر ځوروي، خو کولاي شو چې د لمونځ د صحي پابندي او حداقل په ورځ کې یو یا له دې څخه ډېر ځله قرآنکریم تلاوت په کولو سره د اندېښنو او مشکلاتو مخنیوي وکړو.

په دې سره لمونځ او د قرآن تلاوت د ځاني او مالي ګټو سربېره د الله تعالی د رضايت سبب هم ګرځي. 

 

د ځینو نورو لاملونو د نومونو یادونه کوو، چې انسان ډېرې وخت د اندېښنو سبب ګرځي. 

 

زیاتره وخت له انسانانو سره کینه او عناد پالل.

په اوسني عصر کې د ټولنیزو رسنیو زیات استعمال.

د عمل په ځای ډیرې وختونه په خیال او فکر تمرکز کول.

ورزش نه کول هم یو بل لامل ګڼلي شو.

د اضافي کتابونو له مطالعې لرېوالي