اندېښنې
1,108
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2022-03-09 23:16:12
لیکنه ـ ریاض مقامزی
وايي یوې کوچنۍ نجلۍ او هلک لوبې کولې. له هلک سره تُوشلې (مردکي/بیلورۍ) وې او نجلۍ یوه اندازه خواږه درلودل. هلک وویل، زه به ټولې تُشلې درکړم او ته دا ټوله شيريني ماته راکړه. نجلۍ هم ومنله. هلک یوه ښکلې تُشله پټه کړه. پاتې نور یې نجلې ته ورکړې؛ مګر نجلۍ له ژمنې سره سم، ټول خواږه هلک ته ورکړل. نجلۍ ټوله شپه توشلې په خوب کې لیدلې. خو هلک هېڅ خوب و نه کړ. فکر یې کاوه، نجلۍ به حتما څه شیریني ترې پټ کړي وي.
د حکایت درسونه
- ځینې وخت د آرام او نا آرامو خلکو فرق فقط همدومره وي (صداقت او ټګي!).
- که صادق او رښتوني یئ، حتما به د زړه ډاډ او ذهني سکون لرئ. که دروغ او ټګي نه وای، انسان به ډېر آرام وای، ډېر!
- که ذهني آرامي، د وجدان له عذابه خلاصون او فکري خوښي غواړئ نو صداقت مه هېروئ.
- انسان که ښه وي ټولو ته ښه او که بد وي بد فکر کوي. نو که یو څوک پر تاسو د دروغجن، ټګ، شیطان او... ګمان کوي اصلا پخپله یاده ستونزه لري. همدا بېلګه برعکس هم کېدای شي.