لیکنه: وقار ابراهیمي

عموماً د هر ټولنې ادبیات یوازې او ټول مسایل یې د فکري ځواک په بنسټ نه رامنځ ته کېږي، د طبیعت داسې ډېر اړخونه شته چې د ځآنګړې پاملرنې وړ ګرځي او انسان دې ته هڅوي تر څو د قلم څوکه د طبیعت په دې ځانګړینو په مثبت او منفي ډول وخوځوي.

او همداسې نور ډېر د اړتيا په بنسټ هم لیکل شوي دي.

• داستاني ادبیات چې د یو ټولنې په مهمو هغه کې راځي، زما په فکر تر ډېره د فکر څخه بهر دی. (دلته داستاني ادبيات تر نورو زیات د یادولو وړ دي)  یعني زیاتره کله چې په داستاني(کیسه، ناول، رومان او ورته نور داستاني برخه کې) ادبیاتو کې صحنې انځور کېږي، ډېره برخه یې له لیدلو، کتلو، او اورېدلو څخه انځور او لیک کېږي، او دلته د یادولو وړ ده، چې ټول ادبیات یوازې په لیدنو، کتنو، او اورېدنو نه دې تکیه، بلکې په ټوله کې په نړۍ سربېره زموږ ټولنه او چاپيريال هم له قوي فکر کوونکو او د پیاوړي لیدلوري اشخاص او د داستاني برخې لیکونکي شته چې پرته له لیدنو او کتنو... ډېر پياوړی فکر لري، او په 

دې سره د داستاني او ورته نورو طریقو نوی فکر ټولنې ته انتقالوي، چې هر یو یې په خپل ځای د قدر وړ دی. موضوع رانه زیاته بلې خواته لاړه نه شي، اصلي خبرې ته به راشو.

که یو لیکوال په هر برخه کې لیکل کوي، له انفرادي چلند څخه نیولي تر ټولنیز چلند پورې هر څه یې په شخصیت او ورته لیکوالي هم اغېز ښېندي، چې په دې کې  د ټولنې لیدنې کتنې اورېدنې هم ور څخه ‌مراد دي.

افغاني داستاني ادبیاتو ته زما په فکره زموږ په هېواد کې د پخوا په پر تله ورته په یوه نیمه لسیزه کې د پام وړ کار ورته شوي دي، او ډېر څه پکې لیکل شوي دي. خو په دې برخه کې هر فکر او کتاب ځان ته د تبصرې وړ دی، چې ځینې په ځای او په ښه ډول لیکل شوي، او ځینې...

• کله چې د ټولنې لیدنې کتنې، او اورېدنې په یو شخص اغېز ښېندي، همداسې لیکوال هم د همدغو ټولنې یو غړی دي، چې دا هر څه ویني.

د ټولنې ژوند حال او د وګړو چلند تر ما تاسو پرې ښه پوهېږي، همداسې زموږ د ټولنې لیکوالان اوسېدونکي دي، او داسې یې د ټولنې ژوند د ټولنې د وګړو رفتار چار چلند د زیاتره لیکوالو لپاره په دې برخه کې د قلم 

ازمویلو لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.

له کومه چې په لیکلو او لوستلو پوهېدلي یم، له همغه ورځې مې تر اوسه پورې داستانې برخه ډېره لولم، او ځینې وخت پکې خپله هم مات او ګوډ فکر ازمایم، او د یو څه لیکلو لپاره مې قلم اوچت کړی دي/وو او تر اوسه هم په مینه د نورو لیکوالانو کیسه یز کتابونه ناولونه او نورې برخې لولم، ځکه دا برخه د تفریح سربېره یو بله لویه ګټه هم لري چې پکې د افکارو تومنه ډېره پیاوړې وې، تر اوسه ما چې د خپلې کتاب المارۍ او د ملګرو له کتابتونونو څخه څومره ناول لوستلي شمېر به یې تر پنځوسو بره وي، خو په دې کې مې تر اوسه پورې؛ یو ناول د مینې په اړه په زړه کېږي، چې یو مئین پکې خپلې هدف ته ورسېږي، او پاتې نور څنګه چې زموږ په ټولنه کې  دودونه دي، همداسې د رواجونو ښکار شوي دي.  آن تر دې زموږ د ټولنې داستاني ادبيات هم د همدې رواجونو ښکار شوي دي، او په ښه ډول پکې انځور شوي/کېږي. او په داستاني برخه کې هم ترې لوبېدونکي کرکټرونه اغېزمن شوي دي، چې زموږ د ټولنې واقعي تصویر په ښه ډول پکې ښکارېږي.

نو په ټوله کې داستاني ادبيات هم د ټولنې له بدو 

حالاتو رواجونو څخه په آمان پاتې شوي نه دي، هغه کې د داستان هره برخه وي، ډېر د افغانۍ ټولنې واقعي حال په ښه ډول پکې انځور شوي دي.