لیکنه: وقار ابراهیمي

 

پوهان خبرې کول، یوه پروسه او عمل ګڼي، خو بیا غوږ نیول یو لوي او ارزښتمن هنر ګڼي، د لومړي په پرتله دوهم یا غوږ نیول ته ډېره ترجیح ورکړل شوې ده/کېږي ځینې داسې ډېرو مواردو سره انسان مخامخ کېږي، چې د نورو خبرو ته غوږ نیول ورته ډېرې ارزښتناک تمامېږي، او له ملامت څخه لري وي.

د پوهانو دې خبرې ته په اشارې سره موږ په هغه ټولنه کې چې ژوند کوو له داسې ډېرو کسانو سره مخامخ کېږو، چې د خبرو له بې نزاکتونو سربېره له دغه ارزښتمن هنر څخه هم بې برخې دي، او یا خو تر ډېره پورې داسې هم پېښ شوي دي، چې د یو چا خبرو ته له غوږ نه نیولو وروسته خبره تر ګيلې او د دوو کسانو تر خپګانه پورې رسېږي. 

 

دا هنر شاید ډېرو کسانو ته یو بې ګټې او بې ارزښته څه ښکاره شي، خو داسې هېڅکله نه ده، پام وکړئ آن تر دې حده چې د يوې ټولنې یا کورنۍ مشران به لیک او لوست به هم نه وي زده، خو کشرانو او ماشومان ته به یې لومړي وصيت دا وي، چې څنګه په یو ځای کې د نورو تر مخه آرام کېني او یا د خبرو کولو په وخت کې څه ته پام وکړي، او یا داسې چې نور څوک خبرې کوي، نو د مقابل کس خبرې په نيمايي کې پرې نه کړي.

دا چې خبرو ته غوږ نیول له یو ارزښتناک عملونو څخه شمېرلې شو، همداسې د ډېر څه د زده کړي لاره هم ده، د زده کړې د کلمې په لیکلو سره د یو عالم خبره را په زړه شوه، هغه خبرو ته د غوږ نیولو په اړه ډېره ارزښتناک څه وایې« کله چې تاسو خبرې کوي، نو داسې څه به وايې چې تاسو پرې پوهېږي، او تاسو چې کله د بل انسان خبرو ته غوږ ږدي، نو داسې څه به زده کوي، چې تاسو له مخکې پرې نه پوهېدئ» د عالم دې خبرې ته په اشارې د نورو خبرو کولو ته غوږ د هنر

د پاللو سربېره یو زده کړو هم کوو، یعني یو څه زده کوو، یو څه نوي اورو.

د یادونې وړ ټکي: لیکنه کې مې په ډېرو خبرو کولو کې افراط ته اشاره ده، چې دلته ډیرې مواردو کې داسې  کسان پیدا کېږي، چې له دې افراط کولو سره په پرېمانه کچه مخامخ دي، او بل ضرور د یادونې وړ ټکی هغه دا ده، زموږ په افغان ټولنه کې داسې ډېر مشران پیدا کېږي، چې د ماشومانو په اړه یوه نطریه لري، دوې وایې« مشرانو په وړاندې د ماشومانو خبرو کولو هېڅ اړتيا نشته، ځکه هغوې ناپوه دي، او دمشرانو په وړاندې خبرې کول، د مشرانو بې احترامې ده» د مشرانو دا خبره تر ممکن حده پورې صحي نه ده، بلکې ټول ماشومان یو ډول ذهن او وړتیا نه لري، هغوې چې ماشومانو ته په ارزښت قایل دی، ماشومان یې له نورو ډېر جرئت لرونکي او په راتلونکي کې داسې انسانان ترې جوړېږي، چې حساب پرې کېدای شي، او ورسره له ښه راتلونکي برخمن کېږي. کله چې له ماشوم څخه په انفرادي توګه د يوې موضوع په اړه هم څه وپوښتي، شاید د موضوع په اړه ونه پوهېږي، خو بیا ماشوم هڅه کوي چې راتلونکي کې په اړونده موضوع برلاسيتوب ولري، او همداسې دا چلند یې ډېر ژر تر ټولنیز چلند پورې وده کوي.