د کتاب نړیواله ورځ
909
imranghani
2022-04-23 19:13:27
لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري
د کتاب نړیواله ورځ
هر کال د اپریل ۲۳مه نېټه، چې د کتاب د نړیوالې ورځې سره سمون خوري، د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې نمانځل کېږي.
د دې ورځې بنسټ د لومړي ځل لپاره د یونسکو لخوا اېښودل شوی دی.. یاده ورځ د ځینو نامتو لیکوالانو، لکه وېلیام شکسپیر او سروانټس د مړینې له ورځې سره برابره ده.
د کتاب لوستلو ارزښت
اسماني کتابونه او د پيغمبرانو لارښوونې د کتابونو په واسطه تر موږ پورې را رسېدلي دي او همدارنګه د ټولو فکري او کلتوري میراثونو انتقال له یوه نسل څخه بل نسل ته د کتاب په بڼه انتقال شوی دی.
سربېره پر دې د کتاب لوستلو ارزښت په دې کې دی، چې انسان ته نوی شخصیت ورکوي، انسان په نړۍ کې د شته څېزونو په پیدایښت، ارزښت، ګټې اخیستلو او داسې نورو پوهوي.
هغه انسانان چې کتاب لولي هېڅکله به په ژوند کې له ستونزو سره مخ نه شي، ځکه دوی د مطالعې له لارې د نورو خلکو له تجربو او نظرونو د خپلو ستونزو د حل لپاره ګټه اخلي.
کتاب د یوازې انسانانو هغه ملګری دی چې ورسره د ژوند په سختو حالاتو کې مل و او هېڅکله یې یوازې پرېنښودل.
د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې تر اوسه هم خلک کتاب نه لولي، له بده مرغه چې زموږ ګران هېواد افغانستان هم د دغو هېوادونو په ډله کې دی، د هغو هېوادونو وګړي چې مطالعه نه کوي لامل یې دا دی چې به هغو هېوادونو کې خلک له بېسوادي، ناامني، بېوزلي او د زدکړې له ټيټې کچې سره مخ دي.
د کتاب د نه لوستلو زیانونه
هغه ټولنه به هېڅکله پرمختګ ونه کړي چې وګړي یې کتاب نه لولي، ځکه د پرمختګ لومړی ګام د کتابونو لوستل او له نړۍ څخه ځان خبرول دي، چې دا کړنه یوازې د کتاب لوستلو پر مرسته حلولای شو، نو د هغې ټولنې وګړي چې د کتاب لوستلو څخه بې خبره دي هېڅکله دې بریا او پرمختګ تمه نه کوي، ځکه د پرمختګ یوازینۍ لار زده کړه او د بېلابېلو کتابونو لوستل او په ژوند کې عملي کول دي.