د هېرمان هېسې لنډ ژوندلیک
758
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2022-04-30 02:34:51
لیکنه ـ ریاض مقامزی
کله چې د نړېوالو ادبیاتو او په ځانګړې توګه د الماني ادبیاتو مطالعه کوو؛ نو حتما به ددې پیاوړي لیکوال له نامه سره مخ کېږو. تاسو به پدې لیکنه کې د د نوموړي په اړه پوه شئ.
پېژندنه
د المان ددې پياوړي لیکوال او شاعر بشپړ نوم هېرمان هېسي (Hermann Hesse) دی. نوموړې په ۱۸۷۷ز کال کې د جرمني په کالو ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستي. کورنۍ یې ډېره مذهبي وه. والدين یې لوستي وو، آن دواړه ختیځ پېژندونکي وو او د عمر ډېره برخه یې په هند کې تېره کړې وه. دا چې د هېسي کورنۍ لوستې وه نو ډېره زده کړه یې هم له خپلو والدینو وکړه. ویل کېږي ښوونځی یې هېڅ نه خوښېده او تښتېده ترې. په کور کې به یې هم اکثره وخت د خپل پلار په کتابتون کې تېروه او هلته به یې ډېری ادبي آثار لوستل. پدې جریان کې د مشهور شاعرانو او لیکوالو اثار ولوستل او خپله یې هم پنځونې پیل کړې. تر دې چې ګڼ شمېر آثار یې ولیکل او بېلابېلې مقالې، لیکنې او شعري ټولګې یې خپرې شوې. له ګڼو ادبي لاسته راوړنو وروسته په ۱۹۶۲ ز کال کې د ۸۵ کلونو په عمر ومړ.
نور مهم معلومات
ـ د خپلو عالي پنځونو له کبله یې د نوبل جایزه ګټلې ده.
ـ د خپلې کوټې پر دېوالونو یې د نړۍ د نوموتو لیکوالو او فلسفي شخصیتونو انځورونه نښلولي وو.
ـ د نوبل جایزه یې په "۱۹۴۶ز" کال کې، کله چې دی ۶۹ کلن و ترلاسه کړه.
ـ پر طبیعت او سیاحت مئين انسان و. آسيا ته یې هم یو سفر کړی، چې پدې جریان کې یې له هند، سنګاپور، مالیزیا او سریلانکا څخه لیدنه وکړه.
ـ سویس ورته د تشویق او هڅونې په پار تابیعت هم ورکړی و.
ـ لومړنۍ شعري ټولګه یې په ۱۸۹۸ کې خپره کړه.
ـ په ټوله نړۍ کې یې کتابونه تر اویا میلیونو زیات نسخې چاپ شوي دي.