جرمني هیواد DAAD ماسټرۍ بورسونه
270
Faridon Delsoz Niazai
2023-07-06 09:16:46
د جرمني هیواد د DAAD ماسټرۍ بورسونه
د(Master Studies for All Academic Disciplines) کتګورۍ بورسونو اپلیکیشن د روان کال د جولای میاشتې له لومړۍ نیټې پیل او د اګست تر پایه دوام لري.
اړین اسناد:
1. آنلاین اپلیکیشن فورم
2. سی وي یا کارمخینه
3. انګیزه لیک (پخوا مې پدې اړه پوره معلومات او یوه بیلګه خپره کړې)
4. ادمیشن لیټر (د اپلیکیشن ورکولو په وخت کې اړین ندی، وروسته تر اپلکیشن هم ورته اپلای کولی شئ).
5. ترانسکریپټ او دیپلوم. که ترانسکریپټ کې مو ګریدنګ سیستم واضیح نه وي، له مربوطه پوهنتون څخه پدې اړه وضاحت وغواړئ.
6. د انګلیسي ژبې سند (TOEFL iBT min. 79, IELTS min. 6,5).
7. د تذکرې یا پاسپورت کاپي
8. نور کمکي اسنادونه/سرتیفیکیټونه
9. سپارښتنلیک (Reference/Recommendation Letter). لیکل شوي چې استاد يې د پوست له لارې ډآآډ ته واستوي. داسې هم لیکل شوي چې د ځینو هیوادونو لپاره په آنلاین ډول هم منل کیږي. پدې اړه نور وضاحت له ډآآډ څخه غوښتلی شئ.
نور شرایط: د اپلیکیشن پر مهال مو له تیر فراغت څخه تر شپږ کاله ډیر وخت نه وي تیر شوی. که اوس مهال جرمني کې ژوند کوئ، د اپلیکیشن پر مهال مو دلته تر ۱۵ میاشتو زیات وخت نه وي تیر کړئ. دا کتګوري کاري تجربه نه غواړي.
پورته معلومات د سکالرشیپ په لاندې لینک کې په تفصیلي ډول لوستلی شئ:
https://www2.daad.de/deutschland/stipendium/datenbank/en/21148-scholarship-database/?detail=50026200
د APPLICATION PROCEDURE ټب باندې کلیک بیا وروسته افغانستان او Graduates انتخاب کړئ. همداراز نور مهم او اړین معلومات د پاڼې له شته ټبونو څخه ولولئ. که مو د شته معلوماتو په لوستلو سره سره بیا هم پوښتنې ځواب نشوې، CONTACT AND COUNSULTING ټب باندې کلیک او د Contact Form په ډکولو سره په مستقیم ډول له ډآآډ څخه خپلې پوښتنې وپوښتئ. کله مو چې هر څه چمتو کړل، بیا د SUBMIT AN APPLICATION ټب له لارې آنلاین پورتال ته ننوځئ او ځانته اکونټ جوړ کړئ. آنلاین اکونټ کې ټول پړاونه یو په بل پسې راځي بیا وروسته ټول اسنادونه اپلود کیږي. کچیرې پر شرایطو برابر کاندید یاست، شته معلومات په پوره ټوګه ولولئ بیا اپلیکیشن ډکولو باندې کار پیل کړئ. د نورو دقیقو پوښتنو په هکله په مستقیم ډول ډآآډ سره د کانټکټ فارم له لارې اړیکه ونیسئ.
بریاوې او ښه چانس مو په برخه!