د عود عطرو ونه -جالب

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Aug 04, 2024
1 year ago
1,232 views
د عود عطرو ونه -جالب

د عود عطرو 🌴ونه ☺️🤴
تاسو فکر کوئ چې یوه ونه په څومره قیمت پلورل کيږي؟  یو لک يا یو میلیون روپۍ؟

 د بنکاک په یوه معبد کې یوه ونه شته چې ارزښت یې ۲.۳ میلیونه ډالره دی.  بې له شکه دا په نړۍ کې تر ټولو قیمتي ونه ده چې په عربي کې "عود" او په انګلیسي کې ("Agerwood" اجرعود) بلل کیږي.

 د عود تر ټولو نایابه ډول "کینام" دی چې په نړیوال بازار کې د یو کیلو ګرام بیه نهه میلیونه ډالره ده، څه موده وړاندې په شانګهای کې دوه کیلوګرامه کینام په ۱،۸ میلیونه ډالره وپلورل شو.
  عموما، د عود بیه د استخراج په مقدار پورې اړه لري چې په یو لیټر يې 80,000 زره ډالره پلورل کیږي.
  د دې تر څنګ یې يو 1 کيلو پوستکی له( ۲۰۰ تر ۵۰۰۰ ) زرو ډالرو پلورل کېږي.  
پوښتنه دا ده چې په دې ونې کې څه شی دی چې جاپاني پانګه اچوونکي د دې لپاره دومره پیسې ورکوي؟
 عود هغه ونه ده چې په بودیزم، هندویزم او اسلام کې مذهبي حیثیت لري.  
په کوم ځای کې چې د هندوانو په مذهبي کتاب رګویدا کې ذکر شوی دی، داسې شواهد شته چې د حضرت یوسف (ع) په زمانه کې دا لرګي له هند څخه راوړل شوي وو او د عطرو لپاره کارول کیدل. 
  په حدیث شریف کی راغلی دی چی دا عطر عود « باید وپیژنئ ځکه چی 7 اووه ډوله شفا ورکونکي دي ».  
هغه نېکمرغه کسان چې د بیت الله د زیارت، شرف یې ترلاسه کړی وي د حرم په فضا کې به یې له زړه دا بوی احساس کړی وي. 

 دا بوی د کعبې شریفې په احاطه او د حجرالسود ( تورې تیږې )پر مخ هم لګیږي. 

 عود د نړۍ یو له خورا قیمتي عطرو څخه شمیرل کیږي چې یوازې د عربو شهزادګانو او بډایه خلکو لخوا کارول کیږي. 
 که موږ د دې ونې د درملو ګټو په اړه خبرې وکړو، د هغې اغیزمنتوب حیرانتیا لري. 
 د ملا درد، پړسوب، بدهضمي او سرطان لپاره ګټور دی.  عود پوستکي دانو لپاره مؤثر دی.
ژباړه عمر
 د نړۍ په کچه د عود غوښتنه ورځ په ورځ زیاتیږي. 
 اوس مهال یې نړیوال بازار  کې بيه ۳۲ میلیارده ډالره دی چې په راتلونکو اتو کلونو کې به دوه برابره شي. 
 آخر څه وجه ده چې له دومره ګټو سره سره د دې ونې تقاضا نه پوره کېږي؟  په ساده الفاظو کې، د دې لامل د عود محدود تولید دی. 🙏

#Farmer #Afghanistan #کرنه #زراعت #کشاورزی #باغداری 

 #

Related Articles

Nov 26, 2020
11,453 views

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د ش...

Mar 26, 2022
5,012 views

د زړه د حملې نښې نښانې

ژباړه ـ ریاض مقامزی   یو له هغو جدي ستونزو څخه چې کولای شي د ناڅاپي مړينې سبب وګرځي "د زړه حمله" ده. موږ هڅه کړې ده، چې پدې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې وکړو، ترڅو په ژر اقدام سره له خواشینوونکې پایلې څخه وژغورل شئ.  د زړه حمله څه ته وايي؟ زړه د ب...

Apr 23, 2022
2,399 views

د کتاب نړیواله ورځ

  لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري د کتاب نړیواله ورځ  هر کال د اپریل ۲۳مه نېټه، چې د کتاب د نړیوالې ورځې سره سمون خوري، د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې نمانځل کېږي.  د دې ورځې بنسټ د لومړي ځل لپاره د یونسکو لخوا  اېښودل شوی دی.. یاده ورځ د ځینو نامتو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,465 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,085 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,846 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...