د خپل ځان په اړه څومره پوهېږئ؟
1,318
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2022-02-20 02:19:27
لیکنه ـ ریاض مقامزی
په ژوند کې د پرمختګ او بریا لپاره تفکر، تمرکز او دقیق اوسېدل ډېر اړین وي؛ خو اکثره انسانان دا خویونه نه لري. له همدې کبله د برياليو کسانو شمېر کم دی او ډېر لږ خلک ښه راتلونکی جوړوي. پدې برخه کې یوه اساسي ستونزه دا ده، چې انسانان عادتي کارونه کوي او د ډېريو مسایلو په اړه بې غوره وي او یا هم مهم مسایل سطحي بولي. په هر حال؛ دا به ډېره په زړه پورې نه وي، چې د خپل راتلونکي په اړه پوه شئ!؟ آیا غواړئ پوه شئ، چې ستاسو راتلونکی به روښانه وي که تیاره!؟ که غواړئ پوه شئ، نو دا پوښتنې ځواب کړئ.
- ستاسو سترګې څه ډول دي (ډول او رنګ)!؟
- ويښتان مو کوم رنګ لري!؟
- څو نمبره بوټان/څپلۍ په پښو کوئ!؟
- د خوښې رنګ مو کوم یو دی!؟
- کوم خواړه مو ډېر خوښېږي!؟
د هر سوال ځواب لس نمرې لري. اوس نو د خپلو دقیقو ځوابونو نمرې جمع کړئ. که تاسو د ټولو پوښتنو په ځواب پوهېدئ نو یو ښه راتلونکی به ولرئ. که د درېيو پوښتنو پر ځواب بریالي شوئ؛ نو احتمالا متوسط راتلونکی به ولرئ او که له درېيو کمې پوښتنې مو ځواب کړې وي، شاید یو خراب راتلونکی ستاسو په تمه وي؛ خو که ځینې خويونه خپل کړئ خپل راتلونکی ښه کولای شئ.
- تل دقیق اوسئ.
- په هر کار کې تمرکز خپل عادت وګرځوئ.
- په ورځ کې یو ساعت تفکر کوئ.
- هر کار له زړه کوئ.
- هېڅ چاره سطحي مه ترسره کوئ.