د سينوهه کتاب لنډیز!

M
Mohabat MAKHKASH
Author
Jan 07, 2025
1 year ago
2,143 views
د سينوهه کتاب لنډیز!


نوم ؛ سينوهه
( د فرعون ځانګړي طبيب يادښتونه )
څپرکي ؛ شپيږ پنځوسم - صفحې ؛ ۸۹۴ /
سينوهه يې ليکوال چې په پاپيروس يې ليکلی 
او ( ميکاولتاري ) يې بيا کتاب ته ترتیب کړی..!
ژباړه ؛ ډاکټر محمد عيسی ستانکزی
د زیږدیز څخه تر بوډاتوبه...
د کتاب معرفيت؛ محبت مخکښ

په کتاب يې يوه لنډه ليکنه؛
سينوهه کتاب چې له ميلاد څخه ۱۳۵۰ کاله مخکې ليکل شوی په دي کتاب کې؛ تاريخ ، سياست ، فلسفه ، دينپوهنه ، ارواپوهنه او ناول پکې ذکر شوي ، چې په داسې هنر او فکر ليکل شوی چې تاسو په مصر کې ګرځولی شي چې په ځانګړي ډول په طبس کې او د نيل سيند د ښکلا ، خواږوالي ، مستيدا او د بيړيو سفرونه درته پکې بيانوي ، تاسو د مصر حالاتو څخه بغير د هاتې ، سوريه او کروت هيوادونو په اړه هم درته معلومات درکوي چې ددوی د دين ، نظامي تعليمات ، پرمختګ او ددوی زيار او کار په اړه يې ښه وړاندوينه کړي ده.
سينوهه؛ چې د زيږيدنې څخه تر بوډاتوب پورې يې هر څه ليدلي ، لمس کړي او تجربه کړي وی هغه تاسو ته بيانوي نو! تاسو سره به د ژوند په تيريدنه کې ښه مرسته وکړي او څه يې چې تجربه کړي په خورا ښه ډول يې بيان کړي او تاسو هملته ځای ته وړلای شي ، که د مصر په اړه ووايم چې هغه وخت يې ډېر زور او پرمختګونه لرل چې ډېرای اختراعات يې پکې ذکر کړي دي ، لکه؛ د ماشوم سنتي ، د يوې مياشتې وخت چې دوی به څلور هفتي بللي او هفته يې د اوو ورځو څخه رامنځته کړي او داسې نورې نوی کړنې چې تاسو به ورڅخه خبر کړي او په مصر کې چې د مثلثاتي اهرامونو په اړه چې څه وييلي...

د کتاب له متن څخه؛
- د انسان يو شی هيڅکله نه بدليږي او هغه دده ناپوهي ده. که يو لک کاله وروسته کوم انسان پیدا شي؛ نو زموږ د وختو انسان او هغو انسانانو په شان به ناپوه او تيروتی وي ، چې تر موږ مخکې يې د اهرامونو د جوړيدا په وخت کې ژوند کاوه.
- بيا به هم انسان ناپوه وي او راتلونکی انسان هم په درواغو او چټې وعدو ته اړتيا لري او د هغه فطرت همدا غواړي چې تل تر رښتيا پر درواغو ډېر باور وکړي او د واقعيت په پرتله پر تشو وعدو ډېر ايمان لري ، چې هيڅکله به عملي نشي.
- ځينې کسان شته، چې وايې، هغه څه چې نن پیښیږي، مخېنه نه لري او هيڅکله به په نړۍ کې نه وي شوي؛ خو د دوی دغه خبره د وگړو د کمې تجربې او د فکري ځواک د کموالي له امله ده؛ ځکه په نړۍ کې چې کومه پېښه شوې ، د هغې مخېنه ارومرو ليدل شوي ده.
- زه سينوهه نومېږم ، ماپه خپلو سترګو وليدل، چې يو زوی ، په کوڅه کې خپل پلار وواژه؛ ځکه چې زوی د صليب نښه پر خپل ټټر ټومبلې وه او پلار د ښکر نښه درلوده.
- ماپر خپلو سترګو وليدل، هغه کس چې تل به يې د سرو زرو په جامونو کې شراب څښل، کله چې بیوزله شو، د نيل سيند پر غاړه ناست و او د سیند اوبه يې څښلې.
- ما وليدل هغه کسان چې په تلو کې يې سره زر تلل، په څلور لارو کې سوال ته مجبور شول او د همدغو کسانو مېرمنو د يوې ټوټې مسو په بدل کې ځانونه پر تور پوستو خرڅ کړل.
- دغه ټول کارونه زما په مخ کې شوي دي او له دې وروسته به هم همدغسې ډېر نور کارونه وشي.

زما لوستونه؛
د سينوهه کتاب چې صفحی يې زياتې دي خو سړی ورته د يوې موضوع ختميدو څخه وروسته بلې موضوع ته بې تابه يې او داسې نه ښکاري چې دادي په لوستلو کې ۸۹۴ صفحی يې او په ډېره بې صبرۍ او په خوند سره به يې ولولی ، کله چې يې مه لوستنه پيل کړه په څو ورځو کې به می يو څپرکی لوستو خو کله چې يې زه ورو ، ورو په ډېره مطالعه عادت کړم ، نو په ورځ کې به می دوه / درې څپرکي حتمي لوستل او آن تردې چې په وروستيو کې يې تر پنځو څپرکو لوستنه می هم وارسيده او زه يې په کلنۍ ازموينو کې هم ځانته راکاشولم ، ديته وايې د کتابونو جالب او دايې لويه ثابتايه ده. خو! د عقيدې په اړه وايم چې بايد مظبوته وی او دغه کتاب چې ګران ډاکټر محمد عيسی ستانکزي يې په ښه ډول ژباړه او د دانش خپرندويې ټولنې هم منندوی او ستانکزی چې د خپرندود يوه ورځنۍ غونډه کې يې د دوو وتلو څيړنکو استاد زلمي هيواد مل او ډاکټر عبدالروف رفيقي چې نمانځغوډه کې وو مننه!

ستاسو وياند؛ محبت مخکښ

نوټ؛ که په ليکنه کې کومه نيمګړتيا وی، نظر او نيمګړتيا راته په ګوته کولای شئ. د لوستنې مو مننه!

Related Articles

May 30, 2021
3,335 views

د کتابتون ډالۍ (۲)

لیکنه ـ ریاض مقامزی   له کتابتون ویبسايټ څخه د لیکنو دا لړۍ (د کتابتون ډالۍ) په دې خاطر پیل شوې، چې لوستونکي د ژوند ډېر مهم مسایل په ساده الفاظو کې زده کړي. ددې لړۍ دا لیکنه په یو حکایت سره پیلېږي. وايي، یو هلک د کسب په زده کړې پسې ووت. استاذ ته ی...

Nov 14, 2020
2,936 views

په نړۍ کې ځينې جالب رواجونه

د بېلابېلو ټولنو ترمنځ شته فاصلې، مختلف عقايد او مختلفې مفکورې ددې سبب شوی، چې د نړۍ خلک بېلابېل رواجونه ولري. ځينې رواجونه بيا ډېر جالب او حيرانونکي وي. په دې لیکنه کې به تاسو له ځينو عجيبو رواجونه سره بلد شئ.  ۱. له دستشويئ څخه لرې اوسېدل په اندونی...

Apr 04, 2021
2,274 views

د پوشکین ژوند ته یوه لنډه کتنه

د پوشکين په اړه د روسيې بل نامتو لیکوال ماکسیم ګورکي وايي: "پوشکين په روسي ادبیاتو کې د ټولو پيلامو پیل دی."  د روسیې دغه نامتو لیکوال په "۱۷۹۹م" کال کې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. بشپړ نوم یې الکساندر پوشکین "Alexander Pushk...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,380 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,060 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,790 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...