د بريالي زده کړيز سفر لارې چارې

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 02, 2020
5 years ago
3,020 views
د بريالي زده کړيز سفر لارې چارې

د نړۍ پرمختللي هېوادونه د زده کړو ښه سیستم لري. زده کوونکي او زده کړيالان یې په شعوري توګه د ځان پوهولو لپاره زده کړې کوي. مګر برعکس په وروسته پاتې هېوادونو کې زده کړيز سیستم بېخي یا هم تر یوه بریده ناسم دی. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې، چې تاسو ته د ښو زده کړو لارې چارې وښيو. 

 ۱. مفاهم زده کړئ
 اکثره خلک ددې لپاره چې ښې نمرې واخلي، د مفهوم پر ځای الفاظ زده کوي. دا کار بېخي ناسم دی. که تاسو الفاظ زده کړئ ډېر امکان شته، چې څه وخت بعد مو له یاده مو ووځي. همدارنګه تاسو به د بېرته وضاحت او تحلیل قوت و نه لرئ. 
 نو په دې اساس تاسو کوښښ وکړئ د الفاظو پر ځای په مفاهمو ځان وپوهوئ. ددې کار ګټه دا ده، چې تاسو ته د تفکر قوت درکوي. همدارنګه تاسو اړ کېږئ چې په خپلو الفاظو په نوي رنګ مفاهم نورو ته وړاندې کړئ. 
 زموږ هدف دا نه دی، چې د کتاب الفاظ ناسم دي. بلکې موږ وايو چې خپلې خبرې هم باید ولرئ او له میخانيک زده کړو لرې اوسئ.

 ۲. مخکې قطار 
 تاسو کوښښ وکړئ په ټولګي کې په لومړيو قطارونو کې کښېنئ. ددې کار ګټه دا ده، چې تاسو په مستقیم او غیر مستقیم شکل مجبورېږئ زده کړه وکړئ. تاسو د ټولګي له نورو برخو څخه په لومړي قطار کې غږ ښه اورئ او همدارنګه د ښوونکي/ استاد پام هم پر تاسو وي. ددې ترڅنګ په لومړيو قطارونو کې د شوخۍ او وخت تېرولو فرصت هم نه موندل کېږي، ځکه چې دغه قطارونو تر ډېره د ښوونکي تر نظر لاندې وي. موخه مو دا ده، چې لومړي قطارونو د خپل محرک په حيث وټاکئ چې تاسو زده کړې ته مجبور کړي. 

 ۳. د خپل ذوق تابع اوسئ
 اکثره خلک په کانکور ازموینه کې د کورنۍ د غړو په خوښه او يا هم د ملګرو په غوښتنه خپله رشته ټاکي. دا کار کاملا ناسم دی. تاسو کوښښ وکړئ خپله وړتيا او ذوق په پام کې ونيسئ. که تاسو جبري زده کړې کوئ هېڅکله به بریالي نه شئ. 
 همدرانګه که تاسو په کانکور ازموينه کې د خپلې خوښې رشتې ته کامیاب نه شئ، مه یې لولئ. وخت مه ضايع کوئ. کوښښ وکړئ بل چانس ته منتظر شئ او یا هم شخصي پوهنتون شروع کړئ. 

 ۴. ځای ډېر مهم نه دی
 اکثره خلک کوښښ کوي، په هغو ښوونځيو او یا هم پوهنتون کې داخله واخلي چې ډېر مشهور وي. دوی فکر کوي، چې په دې کار سره به ډېر څه زده کړي. 
 ومنئ، مهمه خبره دا نه ده، چې تاسو چرته زده کړې کوئ بلکې مهمه دا ده، چې تاسو څنګه زده کړې کوئ او څومره خواري کوئ.

 ۵. ازموینو ته درس مه وايئ
 که ستاسو موخه دا وي چې په ټولګي کې اول نمره شئ او ازموینو کې ښې نمرې واخلئ په ناسمه یئ. تاسو یوازې ددې لپاره زده کړې وکړئ، چې ځان پوه کړئ. 
 په دې کار سره به ستاسو ازموینه هم په ښه توګه پای ته ورسي او ښې نمرې به هم واخلئ. یعنې په یوه غشي دوه ښکاره کولای شئ. دا هم مه هېروئ، چې اکثره پوهان د ټولګي اولنمره ګان نه وو.  

 ۶. هره ورځ درس ووايئ
 زه اکثره خلک وينم چې ازموینو ته په نږدې وخت کې درس وايي. دا کار مو ناسم دی. که تاسو هره ورځ درس ووایئ نو هېڅ ستونزه به و نه لرئ. په دې توګه به له ازموینې څخه هم هېڅ وېره و نه لرئ.

 ۷. انګلېسي ژبه
 د یوویشتمې پېړۍ غوښتنې ډېرې دي. یوه هم د انګلېسي ژبې زده کړه ده. که تاسو په هر مسلک کې زده کړې کوئ تاسو لپاره د انګلېسي ژبې زده کړه ډېره اړینه ده. 
 تاسو کې هر څه لولئ خو ستاسو د مسلک اړوندي نوي څېړنې او معلومات په انګلېسي ژبه خپرېږي. نو کوښښ وکړئ دغه نړېواله ژبه حتمن زده کړئ. تر څو په زده کړيز ژوند کې بریالي اوسئ. 

Related Articles

Oct 26, 2021
2,639 views

په پرونۍ لوبه کې کوم ریکارډونه جوړل شو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی کریکټ په نړۍ کې تر فوټبال وروسته دویمه مشهوره لوبه ده، چې په اوس وخت کې شاوخوا ۲.۵ بیلیونه مینه وال لري. دې لوبې په وروستیو څو کلونو کې تل د افغانانو پر شونډو مسکا راوستې ده. اوسمهال د کریکټ د شل اوریزو لوبو نړېوال جام ترسره کېږي...

Dec 23, 2021
2,584 views

د پیازو د پوستکي په واسطه د وېښتانو رنګول

لیکنه: شکېبا نادري د پیازو د پوستکي په واسطه د وېښتانو رنګول   د ډېریو خلکو خوښېږي چې خپل وېښتان رنګ کړي، خو رنګ د وېښتانو لپاره ډېر زیانونه لري، د وېښتانو طبیعي ښایست له منځه وړي، ځکه د رنګونو په جوړښت کې له کیمیاوي موادو څخه ګټه اخیستل شوې ده، د...

Apr 03, 2021
2,398 views

ژورنالیسم تقلبی - قسمت دوم

روزی چنانی که عرف است، به دفتر اتحادیه ی جدید رفتم که فکر کنم همچنان جواز نداشت. با ورود به تعمیر آن که در آپارتمان های «هوتل آریانا» در کوته ی سنگی واقع شده بود، متوجه شدم که مرحوم نجم الرحمن مواج در حال بی آب کردن «سه نقطه» است. او رویش را به من می...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,764 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,146 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,050 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...