اخماتووا؛ شاعره، ژباړنه او کره کتونکې!

R
Riaz Muqamzai
Author
May 06, 2021
4 years ago
2,167 views
اخماتووا؛ شاعره، ژباړنه او کره کتونکې!

د ادبیاتو په نړۍ کې د نارینه وو ترڅنګ مېرمنو هم خپله برخه زیار او زحمت ویستی، چې له دې ډلې یې د اخماتووا نوم هم ځلانده دی. د لیکنې تر پایه به یې په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ. 

 

پېژندنه

د روسيې ددې نوموتې ژباړنه، شاعره، لیکواله او کره کتونکې بشپړ نوم انا اخماتووا (Anna Akhmatova) دی. نوموړې د اوسني اوکراین د "ادیسې" په ساحلي ښار کې زېږېدلې ده. پلار یې د سمندري پوځ انجینر و. 

نوموړې د "څارکو سیلو" سیمې په یوه مشهوره لیسه کې زده کړې پیل کړې. نوموړې وايي، چې یوه ورځ د خپل پخواني کور له مخې تېرېدو، چې مور مې را غږ کړل د خپلې زېږېدنې ځای دې ګوره. ما له ټوکو وویل، چې یوه ورځ به ددې کور په دروازه به غټ لیکل شوي وي، د روسيې ستره شاعره انا دلته زېږېدلې وه.

که څه هم نوموړې دا له ټوکو ویلي و، خو رښتيا همداسې وشول. هغه دومره مشهوره شوه، چې اوس په روسيه کې شپږ موزیمونه د نوموړې په یاد جوړ شوي دي.

په ښوونځي کې یې روسي او فرانسوي دواړه ژبې زده کړې. خپل لومړنی شعر یې په یوولس کلنۍ کې لیکلی. نوموړې وروسته له خپلې مور سره کیف ته لاړه او هلته یې د حقوقو يوهنځی ولوست. هلته یې لاتيني او ايټالوي ژبې هم زده کړې. په ۱۹۱۰ کې یې د روسيې له بل نوموتي شاعر او ادبپوه نیکولای ګومیلیوف سره واده وکړ. دواړه پاریس ته لاړل او د خپل خاوند له برکته یې د روسیې لوی لیکوال او شاعران وپېژندل.

وروسته یې خاوند د نظام پر وړاندې د بغاوت په تور اعدام شو، له هغه وروسته یې ژوند د لاسته راوړنو ترڅنګ له ستونزو هم خالي نه وو. له ګڼو ادبي فعالیتونو وروسته په ۱۹۶۶ کال کې د ۷۷ کلونو په عمر له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې. 

 

د شعر بېلګې

ـ (۱)

دلته لکه چې 

هېڅ د انسان غږ نه تر غوږ کېږي

دلته لکه چې تر شنه اسمان لاندې 

یوازې زه ژوند کوم 

ځکه چې لومړنۍ انسانه وم 

چې د زهرو د جام هیله مې وکړه

ـ (۲)

راشه او پوښتنه رانه وکړه

پوهېږم دلته نږدې چېرته یې

راشه یواځې او یواځې یم

یوازې د مرغۍ د وزرو د غږ په اندازه

څه راته ووایه! 

ـ (۳)

موږ چې د ځمکې پر مخ 

د آرامۍ یوه ګړۍ نه ده لیدلې

په پای کې به له یوه مخه

تر دغې خاورې لاندې آرام وکړو

Related Articles

Sep 11, 2021
3,627 views

څنګه د خاوند یا ښځې خپګان له منځه یوسوو؟

لېکنه: شکېبا نادري، څنګه د خپل خاوند یا ښځې خپګان له منځه یوسوو؟   که ژوند هر څومره خوږ او له خوښیو نه ډک وي، ترڅنګ یې هرو مرو ستونزې هم شته لکه، د ښځې او خاوند ترمنځ جنګ او جنجال، دا جنګونه ځینې وخت کم او پخلاکېدل پکې اسانه وي، خو ځینې وخت بیا ستو...

Sep 10, 2021
5,238 views

د واده لپاره مناسب عمر کوم دی؟

لېکنه: شکېبا نادري، د واده لپاره مناسب عمر کوم دی؟   د انسان د پیدایښت موخه د الله عبادت او د انساني نسل زیاتوالی دی، د انساني نسل د زیاتوالي یوازینۍ سرچینه واده کول دي. واده کول په هره ټولنه کې په بېلابېلو عمرونو او بېلابېلو رواجونو ترسره کېږي، ځی...

Dec 31, 2020
3,305 views

د واکسین تاریخچه؛ څومره اغېزمن دي!؟

 لیکنه: نګین کرګر نږدې له دوو پېړيو را په دېخوا انسانان د واکیسن په واسطه له ډېرو خطرناکو ناروغیو ژغورل شوي دي. په "۱۷۹۷م" کال کې یو انګریز ډاکټر لومړنی کس و، چې واکیسن یې کشف کړ.  نوموړي ډاکټر د غوا د چیچک مرض نه التهابي ترشح شوې خیرې، چې د شیدو لی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,985 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,204 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,195 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...