To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 2,289
څنګه د خاوند یا ښځې خپګان له منځه یوسوو؟

څنګه د خاوند یا ښځې خپګان له منځه یوسوو؟

لېکنه: شکېبا نادري، څنګه د خپل خاوند یا ښځې خپګان له منځه یوسوو؟

 

که ژوند هر څومره خوږ او له خوښیو نه ډک وي، ترڅنګ یې هرو مرو ستونزې هم شته لکه، د ښځې او خاوند ترمنځ جنګ او جنجال، دا جنګونه ځینې وخت کم او پخلاکېدل پکې اسانه وي، خو ځینې وخت بیا ستونزې دومره ژورې شي چې د پخلاکېدو لپاره ټولې حللارې وتړل شي. 

موږ باید تل یوه خبره په یاد ولرو د غوسې په حالت کې داسې خبرې او کړنې ترسره نه کړو چې د بیا پخلا کېدو جرأت رانه واخلي. 

موږ په دې لیکنه کې د خاوند او یا مېرمنې د پخلاکېدو لپاره څو اړینې حللارې یادې کړې دي، هیله ده چې د دې لیکنې لوستل درسره د خپل خاوند او یا مېرمنې په پخلاکولو کې مرسته وکړي! 

 

۱. غرور شاته پرېږدئ!

کله مو چې په ګډ ژوند کې له خاوند او یا مېرمنې سره په کومې خبرې جنګ کاوه نو د غرور لپاره له پخلاکېدو څخه مه پر شا کېږئ. په ګډ ژوند کې غرور نه مینه اړینه ده، نو هڅه مه کوئ چې د غرور او کبر لپاره خپله مینه او مېرمن یا خاوند له لاسه ورکړئ.

 

۲. د خبرو کولو لپاره وخت ورکړئ!

که غواړئ چې ستونزه مو ژر حل شي، نو خپل خاوند یا ښځې ته د خبرو کولو لپاره وخت ورکړئ، ښې خبرې یې ومنئ او د ناسمو خبرو لپاره یې د قناعت وړ دلیلونه وړاندې کړئ.

 

۳. ملامتیا مو ومنئ!

غور وکړئ که تاسې ملامت وئ،  خپله ملامتیا ومنئ له خاوند او یا مېرمنې څخه مو بښنه وغواړئ. د ځینو کسانو په اند چې بښنه خپل غرور تر پښو لاندې کول دي، خو دا اند بېخي غلط دی. په بښنې سره ستاسې درناوي د مقابل لوري پر وړاندې دوه برابره کېږي او د هغوی پام خپلې نیمګړتیا ته کېږي.

 

 ۴. مناسب وخت ته په تمه اوسئ!

ډېری وخت ستونزه هغه وخت لا زیاتیږي چې په ناسم وخت کې پرې بحث وشي، کله چې پوه شوئ چې خاوند یا مېرمنه مو ډېره غوسه ده هڅه وکړئ، چې څه ورته ونه وایئ مناسب وخت ته په تمه شئ، ځکه د غوسې په حالت کې انسان په خپلو کړونو او خبرو نه پوهېږي او هغوی وخت او ارامتیا ته اړتیا لري.

 

 ۵. له بل چاسره مشوره وکړئ!

 په پښتو کې یو مشهور متل دی وایي: "کار چې په صلاح شي، بې بلا شي." دلته هم همدا خبره ده ځیني وخت له انسان څخه لاره ورکه شي حیران شي چې څه وکړي د ستونزو لپاره حللارې نه لري په داسې حال کې باید له خپلو داسې ملګرو سره مشوره وکړي، چې ورباندې باور لري او ستاسې د ګډ ژوند په اړه څه ناڅه معلومات ولري.

د ګډ ژوند  بنسټ په نکاح اېښودل کېږي هر وخت به هر ډول ستونزې را منځته شي، خو دا اړیکه دومره کمزورې نه ده چې په کوچنیو ستونزو له منځه لاړه شي، جنګونه به کېږي، خپګان به رامنځته کېږي، خو بېرته به د پخوا په څېر له خوښیو نه ډک ژوند پیلېږي، ځکه نکاح هغه عقد دی چې د الله له لوري پر بندګانو امر شوی. خو بیا هم جنګ او خپګان په ګډ ژوند کې حتمي او لازمي راځي، موږ د دې ستونزو د له منځه وړلو لپاره په پورتنۍ لیکنه کې څو اړین ټکي ذکر کړل، کېدای شي چې د دې حللارو ترڅنګ لسګونه نورې حل لارې هم شته وي چې تاسې ورڅخه د خپل خاوند او یا مېرمنې د خپګان د له منځه وړلو لپاره ورڅخه ګټه اخیستلی شئ.

Related Articles

د نړۍ ځينې مشهور ځنګلونه

ځنګلونه د طبيعت د ښکلا تر څنګ د بشري ژوند د دوام لپاره هم خورا اړين دي. همدارنګه د فرنېچر، سون توکو، د اکسیجن تولید او نورو برخو کې د بشر اړتياوې پوره کوي. په دې لیکنه کې به تاسو د نړۍ ځينې مشهور ځنګلونه په لنډ ډول وپېژنئ. تونګا تونګا د امریکا تر ټولو لوی او ملي ځنګل دی. یاد ځنګل د امریکا په یخه سیمه "الاسکا" کې پروت دی. ددې ځنګل د توجه نقطه د هغه...

اسلام د ساینس کورس نه دی!

کوم خلک چې اسلام او ساينس نېغ په نېغه تقابل ته اچوي له هغوی دواړه خرابېږي. د اسلام او ساينس ترمنځ نامستقيمه اړيکه موجوده ده، مثلاً په قران کريم کې د سورة النور په ۳۵ ايت شريف کې د اینسټاین د کتلې و انرژي ترمنځ د اړيکې په څېر خبره شوې ده، د المعارج سورة په څلورم ايت شريف کې نسبي وخت او په کايناتو کې د بېلابېلو سيمو د وختونو تر منځ توپير ته اشاره شو...

صبر

هيڅ ډول سختۍ او تکليف ته مه تسليمېږئ! صبر او لمونځ له تاسو څخه هر ډول سختي او تکليف لرې کولای شي.( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ ). سورت البقره، ايت: ۱۵۳.ژباړه: ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړی دی، مرسته وغواړئ له الله تعالی جل جلاله څخه په صبر او لمانځه سره، بېشکه الله تعالی ج...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...