د ګلونو هېواد (هالینډ) وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Aug 09, 2021
4 years ago
2,978 views
د ګلونو هېواد (هالینډ) وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

د نړۍ ځينې هېوادونه د خپلو بېلابېلو خاصیتونو، تولیداتو او خدماتو له کبله القاب هم ترلاسه کوي. په دې ډله کې د ډېرې ښېرازۍ، آبادۍ او ګلانو له کبله هالینډ ته "د ګلونو وطن" لقب ورکړل شوی دی. تاسو به په دې لیکنه کې ددې ښکلي هېواد په اړه ډېر په زړه پورې معلومات لوستلای شئ.

 

"هالینډ" که "نیدرلینډ"؟ 

که په اوولسمه پېړۍ کې مو له چا پوښتلي وای، چې نیدرلینډ کوم هېواد دی، ممکن هېچا نه وی پېژندلای. په هغه وخت دوې سیمې موجودې وي، چې یو یې سویلي هالینډ او بل یې شمالي هالینډ نومېدل. په را وروسته کلونو کې د اُفِریسِل، اوترخت، شمالي برابانت، خرونینگن، خلدرلانت، درنته، زیلانت، فریسلانت، فلفولانت او لیمبورخ سیمې هم ورسره یو ځای شوې او د نیدرلینډ "The Netherland" په نوم هېواد رامنځته شو. نو که تاسو له دې دواړو نومونو سره مخ کېږئ، پوه اوسئ چې د یوه هېواد دوه نومونه دي. خو دا هم مه هېروئ، چې پخپله ددې هېواد اوسېدونکي خوښوي، چې وطن ته یې د نیدرلینډ نوم واخیستل شي. 

 

عمومي معلومات

ددې هېواد نوم "نیدرلینډ" دی. چې پراخوالی یې شاخوا "۴۱۸۴۸" کیلومټر مربع ته رسي. پلازمېنه یې "آمسټردام" نومېږي. د وګړو شمېر یې تقریبا ۱۷،۸ میلیون تنه دی. رسمي ژبه یې هالینډي ده. د پیسو واحد یې د نورو اکثرو اروپايي هېوادونو په څېر یورو ده. مشهور ښارونه یې لاهه، روتردام، اتروخت نومېږي. همدارنګه د ټلیفون هېوادنی کوډ یې "۰۰۳۱" دی.

 

موقعیت

نیدرلینډ د اروپا په شمال غربي سیمه کې یو کوچنی هېواد دی، چې په ختیځ کې له آلمان، په جنوب کې له بلجيم او په لویديځ کې له بحر او انګلستان سره سرحد لري. ددې هېواد د ټول مساحت شل سلنه یې اوبو نيولې ده.

 

اقلیم 

نیدرلینډ باراني موسمونه لري، ژمي یې اوږد او لنډ اوړی لري، چې آب و هوا پکې ملایمه وي. ژمی یې بیا ډېر سوړ او باراني وي. په ساحلي سیمو کې یې توند او چټک بادونه همېشه لیدل کېږي. موسمي سیلابونه په کې د یو ستر ګواښ په توګه موجود وي؛ خو د یو پرمختللي هېواد په توګه یې د مدیریت او کنټرول ځواک لري.

 

دین او ژبه

د نیدرلینډ حکومتي جوړښت داسې دی، چې مذهبي آزادي پکې تضمين ده. اکثریت وګړي یې عيسویان دي، ۳۳ سلنه یې کاتولیک او ۳۹ سلنه نور یې بیا هيڅ مذهب نه لري. همدارنګه د مسلمانانو شمېر هم پکې يو میلیون تنو ته رسېږي. باید یادونه وکړم، چې په دې هېواد کې حکومتولي او دین سره بېل دي او په اساسي قانون کې یې د هېڅ رسمي دین یادونه نه ده شوې. په هالینډ کې رسمي ژبه هالینډي ده، چې دا پخپله د آلماني ژبې یوه څانګه بلل کېږي.

 

ښارونه

د هالینډ د مهمو ښارونو نومونه په دې ډول دي، آمستردام، آرنهم، دلفت، گرونینگن، لاهه، آیندهوون، ماستریخت، نایخمن، روتردام او اوترخت.

 

په زړه پورې معلومات

  • دا هېواد د ګلانو په کښت او تجارت کې د نړۍ په کچه لومړی مقام لري. 
  • ددې هېواد پنځوس سلنه سیمې د سمندر د سطحې په یو متر لوړوالي کې موقعيت لري.
  • که څه هم په اکثرو لیکنو کې هالینډ ددې هېواد د نوم په توګه کارول شوی دی؛ خو په حقیقت کې "هالینډ" ددې هېواد د یوې سیمې نوم دی.
  • په هالینډ کې ۳۰ سلنه زېږون په کورنو کې ترسره کېږي. 
  • روتردام بندر، چې په نیدرلینډ کې موقعیت لري د اروپا یو له سترو بندرونو څخه ګڼل کېږي.
  • په آمستردام ښار کې دوه دېرش سلنه تګ راتګ په بایسکلونو ترسره کېږي.
  • د ناپیلیون ورور لوییز بوناپارت په دې هېواد کې "د سویو پاچا" په نوم مشهور دی. دا ځکه چې هغه دا الفاظ چې "زه ستاسو پاچا یم" (هالینډي: Ik ben jouw koning) سم نه شوای تلفظ کولای، ددې پر ځای یې داسې تلفظ کاوه "زه د سویو پاچا یم" (هالینډي: Ik ben jouw konijn).
  • په یاد هېواد کې د سړو متوسط قد ۱۸۴ او د مېرمنو ۱۷۰ سانتي متره دی. له همدې امله د نړۍ لوړو وګړو لقب هم له ځان سره لري.
  • په دې هېواد کې له وګړو څخه د بایسکلو شمېر ډېر دی. هر وګړي ته یې تقریبا "۱،۳" بایسکلونه رسېږي. 
  • ددې هېواد د ملي سرود د متن او میوزیک تاریخ په شپاړلسمې ميلادې پورې اړه لري. له همدې په لرغونو ملي سرودونو کې شمېرل کېږي. 
  • د ماشومانو ژوند ته د مناسبو هېوادونو په لړلیک کې ښه مقام لري (ماشومان یې خوښ ژوند لري.)
  • ددې هېواد وګړي په قهوه څښلو کې هم خاص نوم لري. هر تن یې په متوسط ډول د ورځې "۲،۴" پیالې قهوه څښي.

Related Articles

Jan 22, 2021
2,003 views

زیان های رفاقت اخوانی

زیان های رفاقت اخوانی مصطفی عمرزی یک نوع خاص برداشت دینی- مذهبی که گویا مرز های مشترک را نمی شناخته، در واقع در عقب ایدیالوژی هایی پنهان مانده که بیش از هزار سال، قدامت دارند.  بعضی از روحانیون مرتجع که کمترین شناخت یا علاقه ای هم به منافع ما ملی...

Aug 07, 2020
3,265 views

د ژوند درې ډېر مهم او هر اړخیز قوانین

د ژوند درې ډېر مهم او هر اړخیز قوانین ژوند د اصولو او قوانینو پر چوکاټ کې برابر او د دوی پر تطبیق ښه ښکاري، دا ټول قوانین چې اسلام او د بشر په لاس جوړ شوي دي یوازینی هدف یې په ټولنه کې عدالت، ثبات، امنیت او د هوسا او سولییز ژوند رامنځ ته کول او پرمخت...

Dec 29, 2020
2,443 views

په روم کې د جمهوریت پيل

ژباړه - حمایت ارمان په روم کې د ښځو تاریخ له یوې تراژیدي پیل شو. له رومي جمهوریت څخه وړاندې دلته ایټرسکن کورنۍ حکومت کاوه. پاچا یې یوه شپه د یوه شریف ښاري بروټس کور ته ورځي، ګوري چې هغه په کور نشته، نو په مېرمن یې (لوکریشیا) جنسي تېری کوي.   بله ور...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,355 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,056 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,770 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...