To start downloading books

Please sign in or create an account.

مختلفې کلیزې څنګه رامنځته شوي؟

مختلفې کلیزې څنګه رامنځته شوي؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

موږ او تاسو د مطالعې په جریان کې د کلیزو له بېلابېلو ډولونو سره مخ کېږو. شمسي، میلادي او قمري یې تر نورو مشهورې دي. په اوس وخت کې بیا اکثرا له میلادي تقویم څخه ګټه اخیستل کېږي او په یوه نړېوال سټنډرډ بدل شوی. په هر حال؛ په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې درته لرو.  

کلیزې

انسانان د خپلو وختونو د مدیریت او پېژندنې لپاره له مختلفو کلیزو ګټه اخلي، ترڅو د ژوند، کاروبار او نورو چارو نظم پرې وساتي. دا چې په نړۍ کې مختلف خلک، اقوام او قبیلې ژوند کوي نو له همدې کبله مختلفې کلیزې جوړې شوي دي، چې ځينې یې عبارت دي له: میلادي، هجري شمسي، قمري، چیني، هندي، بودايي، حېواني، قبطي، بربري، عبري، ارمني، کردي او ...

خو ځينې مشهور، چې موږ او تاسو ټول یې له نومونو سره اشنا یو، په دې ډول دي:  

لومړی| میلادي  

دا یوه نړېواله منل شوې کلیزه ده، چې عیسوي ريښه لري او د عیسی "ع" د پيدايښت له کاله پیل کړای شوې. په اروپا، امریکا او د نورو لویو وچو په اکثرو هېوادونو له همدې کلیزې ګټه اخیستل کېږي. ددې جنترۍ د جوړېدو وړاندیز "آلویسیوس لیلیوس" کړی و، چې وروسته د پاپ لخوا ومنل شو. په لومړني جوړښت کې یې ځینې ستونزې وې؛ نو د تاریخ په اوږدو کې څو ځله اصلاح شوه، ترڅو اوسنۍ بڼه یې پیدا کړه. ددې کال د میاشتو نومونه عبارت دي له: جنورۍ، فیروري، مارچ، اپرېل، می، جون، جولای، اګسټ، سيپټمبر، اوکټوبر، نومبر او ډيسمبر.  

دویم| هجري قمري  

لکه څنګه چې پوهېږو "قمر" سپوږمۍ ته وايي، نو ددې معنا دا ده، چې د سپوږمۍ له څرخ او ګرځېدو څخه یې حالت معلومېږي. په اکثرو اسلامي هېوادونو کې له همدې کلیزې ګټه اخیستل کېږي او په ځانګړې توګه، د خپلو مذهبي دودونو کره نېټه له همدې معلوموي. روژه، اختر، د حج وخت او د ځينو نورو دیني فرایضو وخت له قمري کال سره تړلي دي. محرم، صفر، ربیع الاول، ربیع الثانی، جمادی الاول، جمادی الثانی، رجب، شعبان، رمضان، شوال، ذیقعده، او ذیحجه د هغو میاشتو نومونه دي، چې په دې کلیزه کې ترې استفاده کېږي.  

درېيم| هجري شمسي

دا کال د پسرلي موسم له لومړۍ ورځې پیلېږي، چې ابتدا یې له هجرت سره تړلې ده. دا کلیزه د افغانستان او ایران په شمول په ځينو هېوادونو کې رسمیت لري او خلک/دولت خپلې چارې د همدې تقویم له لارې تنظیموي. څلور فصله او ۱۲ میاشتې ددې کال برخه جوړوي، چې هر فصل درې میاشتې دوام کوي او هر میاشت شاوخوا څلور اونۍ کېږي. حمل، ثور، جوزا، سرطان، اسد، سنبله، میزان، عقرب، قوس، جدی، دلو او حوت ددې کال د دولسو میاشتو نومونه دي؛ البته په کره پښتو کې ددې میاشتو نومونه په ترتیب سره عبارت دي له: وری، غویی، غبرګولی، چنګاښ، زمری، وږی، تله، لړم، لینده، مرغومی، سلواغه او کب.

Related Articles

غازی امان الله لور شهزادګی وفات شوه

‏د غازي امان‌الله خان لور شهزادګۍ هندیه د ۹۵ کالو په عمر د ایټالیا هیواد  پلازمېنې روم کې وفات شوه. شهزادګۍ هندیه په ۱۲۲۹ز کال کې هغه مهال زېږېدلې وه، چې غازي امان‌الله خان او مېرمن یې ملکه ثریا د هند په ممبیي ښار کې د جلاوطنۍ ژوند کاوه، وروسته بیا ایټالیه ته ولاړه.هغه د شاه امان الله او ملکې ثریا په اولادونو کې تر ټولو کشره وه. لور یې (ثریا ملک)...

د انیمیا (د وینې د کمښت) مخنیوی

لیکنه: شکېبا نادري د انیمیا(د وینې د کمښت) مخنیوی   انیمیا(د وینې کمښت)چې ډېری خلک په ځانګړې توګه ښځې ورسره مخ دي. انیمیا(د وینې کمښت)په انسانانو کې د بېلابېلو ستونزو او ناروغیو لامل کېږي، لکه په ښځینه وو کې د مخ د پوستکي د خرابوالی، د مخ لکه کېدل، د مخ پر پوستکي د تورو خالونو پیدا کېدل، د فشار د ټیټوالی،  د ګنګسوالي او داسې نورو ناروغیو لامل ک...

د منټو لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی ځينې لیکوال د یو ځانګړي سبک، خاصیت او تګلارې پر مټ ډېر ستر نوم او شهرت پیدا کوي. د منټو د قلم تېره او بېباکه څوکه ددې سبب شوه، چې نوموړی ډېر خلک وپېژني. هغه تل حقایق ویل. که څه هم ځينې وخت دا مسئله ورته جنجالي کېده؛ خو د هغه همدا تګلاره وه، چې حقیقت ووایي، که هرڅومره تریخ هم وي. تاسو به ددې لیکنې تر پایه د "منټو" د ژوند او هنر...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...