څنګه خوشحاله ژوند لرلای شو؟

i
imranghani
Author
Feb 03, 2022
4 years ago
2,300 views
څنګه خوشحاله ژوند لرلای شو؟

لیکنه: شکېبا نادري

څنګه خوشحاله ژوند لرلای شو؟

 

ټول انسانان په ژوند کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي، خو پیاوړی کسان هغه دي، چې د ژوند له ستونزو سره مبارزه وکړي، له لوېدلو څخه وروسته بیا راپورته شي او د خپلې موخې لپاره وجنګېږي، هېڅکله خپلو هیلو ته له رسېدلو څخه پر شا نه شي.

ژوند دومره هم سخت نه دی لکه ځینې خلک چې ورته فکر کوي موږ په ډېرو اسانه کړنو سره کولای شو یو خوشحاله ژوند ولرو.

موږ په نننۍ لیکنه کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو چې څنګه خوشحاله ژوند وکړو؟ که تاسو هم غواړئ په دې اړه پوه شئ، دا لیکنه تر پایه ولولئ!  

۱. د ښو خوړو د خوړلو له لارې

موږ ټولو پر دې پوهېږو چې ښه خواړه زموږ د بدن لپاره ګټور دي، ایا تاسو پوهېدئ چې خواړه ستاسو له خوشحالۍ او خپګان سره اړیکه لري؟

خواړه د انسان د روغتیا لپاره تر ټولو اړین توکي دي، هغه کسان چې له کاربوهایډرایټ لرونکو خوړو لکه، غوښه، بوره، لبنیات، کچالو او داسې نورو څخه ګټه اخلي پر ژور خپګان اخته کېدلای شي، خو هغه کسان چې له تازه مېوو، سبو، د زیتون له غوړيو او داسې نورو خوړو څخه ګټه اخلي په ورځني ژوند کې خوشحاله دي. 

که غواړئ چې خوشحاله او ارامه ژوند ولرئ، نو د خوږو خوړو خوړل پرېږدئ او لاس ترې واخلئ.

۲. سپورټ وکړئ!

څېړنو دا ښودلې ده چې سپورټ په ځانګړې توګه د یوګا سپورټ انسان ته خوشحالي او ارامي ورکوي. 

د یوګا نړیوالې مجلې په راپور کې راغلي دي، چې په منظم ډول د یوګا تمرین کول د انسان په عصبي سیسټم اغېزه کوي او له انسان سره مرسته کوي چې نسجونه یې بدلون وکړي. سربېره پر دې یوګا د ذهني او بدني اړیکې د ټینګېدو لامل کېږي او د انسانانو د اروایي حالت لپاره ډېره ګټه لري.

۳. د مننې لپاره یو پروګرام جوړ کړئ!

له نورو څخه مننه کول د انسانانو د ژوند سره نېغه په نېغه اړیکه لري او د مننې کولو پر واسطه زموږ د شاوخوا خلک له موږ څخه خوشحالېږي. یوې مطالعې ښودلې ده چې د مننې پروګرام جوړول په انسانانو که د پینځلس سلنه خوشحالۍ لامل کېږي. که په یوې ورځ کې پینځه دقیقې هم د هغو یادونو لپاره چې ستاسو د خوشحالۍ لامل کېږئ وخت ورکړئ او ویې لیکلئ ستاسو په ژوند کې به د یو بدلون د رامنځته کېدو لامل شي او تاسو پام به د خپل ژوند شته څېزونو ته را واړوي او شکر به پرې وباسئ. 

۴. له خلکو سره د ښو اړیکو درلودل

موږ انسانان هغه وخت خوشحاله کېږو چې له نورو خلکو سره ښې اړیکې ولرو، کله چې پوه شو چې یو کس زموږ خبرې په غور سره اوري خوشحالېږو او کله چې موږ یو ښه اورېدونکی و اوسو، د خبرې کوونکي په موخه سم پوهېږو او خبرې یې ښې درک کوو. د خبروکونکي خبرو ته به غور سره غوږ نیول زموږ اړیکه له مقابل لوري سره پیاوړې کوي او زموږ ماغزه هڅه کوي چې د خبرو کوونکې موخه چې غواړي موږ ته یې انتقال کړي په بشپړه توګه واخلي او ځان پرې پوه کړي. 

یوې مطالعې چې په ۲۰۱۵ کال کې  پر ۴۰۰ زده کوونکو ترسره شوې وه ښیي، څومره چې د اړیکې ټینګونکو اړیکې سمې وي همدومره دوی ته خوښي وربښي او خوشحالوي یې داسې کسان په اسانۍ کولای شي له نورو خلکو سره ښې اړیکې ولرې او خوشحاله واوسي.

۵. په شنو ځایونو (طبیعت) کې وخت تېرول!

په شنو ځایونو کې د وخت تېرول په رښتیا هم د انسان په اروایي حالت مثبته اغېزه کوي او انسان ته یو ډول ارامي وربښي.

 د الکټروفیزیولوژیسټ ډاکټر Gaetan Chevalier پر ۴۰ کسانو یوه تجربه وکړه، ۲۰ داسې کسان  پکې و چې ډېر وخت یې په شنو ځایونو کې تېر کړی وو.

ټولو ته یې د یو کتاب د مطالعه کولو لارښونه وکړه، له مطالعې څخه یو ساعت وروسته ټولو مطالعه کوونکو د ستړيا احساس وکړ، خو هغه کسان چې خپل وخت یې په طبیعت کې تېر کړی و د خوشحالۍ او راحتۍ احساس یې درلود او خوشحاله وو.

نو که تاسو هم غواړئ خوشحاله ژوند ولرئ او له ژوند څخه خوند واخلئ، د ځان لپاره ژوند مه سختوئ، هڅه وکړئ د ژوند هره ستونزه په ارامۍ او د کورنۍ د غړو سره په مشورې حل کړئ.

Related Articles

Jan 12, 2023
1,311 views

افسانچه ( غفور او رحیم)

مولوي صيب چي به ټوله هفته پردي حقونه اووهل نو د‌جمې په ورځ به په جمات کښې د ممبر د‌پاڅه خلقو ته لګيا شو .چې الله ډير غفور او رحیم دے

Jul 16, 2020
5,989 views

ایا ماشوم ته شیدې ورکول د مور ښکلا کموي؟

د مور شیدو کې هغه انتي باډې موجود دي چې ماشوم ته د ویروس باکتریا په مقابل کې مقاومت ورکوي. د ماشوم مقاومت د ځینو مرضونو په وړاندې لکه ساه ‌‌‌‌‌‌‌ډوبي، حساسیت او یا د جلدي مرضونو په وړاندې تقویه کوي، او هغه ماشومان چې د مور شیدې روي، د ژوند په لومړیو...

Dec 31, 2021
1,961 views

سټیم حجرې

سټیم حجرې: په څو حجروي ژوندیو موجوداتو کې سټیم حجرې یا په بشپړ ډول او یا په قسمي ډول بدلون موندلې حجرې دی، کوم چې د حجراتو په مختلفو بڼو د بدلیدو وړتیا لري.شونې ده چې عضلي حجرې،عصبي حجرې او یا نورې حجرې ورڅخه منشا واخلي. نوموړې حجرې په نا څرګند ډول ت...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,453 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,084 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,840 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...